سپریم کورټ: ښځې یواځې په ژوند په میراث کې د خپل حق غوښتنه کولای شي

واشنګټن ـــ د پاکستان سپریم کورټ د یوې مقدمې په فیصله کې ویلي دي ښځې دې په ژوند پخپل کورني میراث کې خپله برخه واخلي، وایي‌ د دوی د مرګ نه پس بیا د دوی اولاد دا حق نه لري چې په وراثت کې د مور په حق دعوه وکړي.

قانوني ماهرین وایي د ستر عدالت د دغې فیصلې مقصد ښځو ته دا ډاډ ورکول دي چې پخپل ژوند کې دې خپل شرعي او قانوني ‌حق تر لاسه کړي، که د والدینو لخوا وي او که د خاوند لخوا.

سپریم کورټ دغه فیصله د یوې مقدمې د اورېدنې په وخت کړې ده.

د پېښور عیسی خان نومي تن په ۱۹۳۵م کال خپل ټول جایداد د خپل زوی عبدالرحمن په نوم کړی وو او خپلې دوې لوڼه یې د وراثت د حق نه محرومه ساتللې وې.

د دې دوو ښځو د مرګ نه پس د دوی زامنو د خپل نیکه په جایداد کې د برخې دعوه کړې وه چې وړاندې پېښور هاي کورټ هم د دوی دغه دعوه رد کړې وه.

د سپریم کورټ یو قاضي عمر عطا بندیال د مقدمې د اورېدنې په وخت ویلې چې ښځو ته په وراثت کې حق شریعت ورکړی دی او باید چې ښځې په خپل ژوند کې دغه حق ترلاسه کړي، که نه وي نو بیا د دوی د مرګ نه پس د دوی بچي په جایداد حق او دعوه نه لري.

د دې فیصلې پحقله قانون پوه رحیم وزیر وایي، د سپریم کورټ لخوا دغه فیصله په حقیقت کې ښځو ته دا ډاډ ورکول دي چې کوم حق ورته شریعت او قانون ورکړی باید چې هغه حق واخلي.

رحیم وزیر ايډوکېټ وايي، د پاکستان ښځې په خصوصي توګه پښتنې ښځې اکثر د شرم او ناموس له وجې خپلو وروڼو ته خپل جایداد ور معاف کړي او خپله برخه ترې نه اخلي خو چې کله دغه ښځه مړه شي نو بیا یې بچي‌ اکثر د مور په جایداد کې د برخې د پاره له ماماګانو او نیکونو سره شر کوي او عدالتونو ته پرې ځي چې مسئلې ورنه جوړیږي.

رحیم وزیر وایي که چېرې مور مرګ نه پس د هغه جایداد بچو ته ور هم کړل شي نو هغه زنانه چې په جایداد کې یې حق وي، بیا هم ورته څه ګټه نه رسي ځکه چې ژوندۍ نه وي پاتې.

د بشري حقونو مبارزه او قانون پوهه ماه وش محب کاکاخېل وایي، په پاکستان کې ټول قوانین د اسلامي تعلیماتو په رڼا کې جوړ شوي دي او ښځو ته په وارثت کې حق او برخه شریعت ورکړې ده.

ماه وش کاکا خیل وايي، دغه شان څه قانون موجود نه دی چې ګنې د یوې ښځې د مرګ نه پس د هغې بچي د خپلې مور په جایداد کې د برخې دعوه نه شي کولای، خو د سپریم کورټ فیصله په دې د ستاینې وړ ده چې ښځو ته دا ډاډ ورکوي، چې پخپل ژوند خپل حق ترلاسه کړي.

سږ کال د پاکستان صدر هم د ښځو د حقونو د حفاظت یقیني کولو د پاره یوه قانوني مسوده لاسلیک کړې وه، په دې قانون کې دا خبره هم شامله ده په وراثت کې د ښځو د برخې په اړه دې د مقدمو زر تر زره فیصله وشي.