طالبان:دملګرو ملتونو څوکۍ زمونږ حق دی،باید خپل حق راکړل شي

طالبان وایي په ملګرو ملتونو کې داستازي څوکۍ ترلاسه کول د دوئ حق دی ځکه نو داحق باید دوئ ته وسپارل شي.

په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند اؤ په ملګرو ملتونو کې دافغانستان داستازي څوکۍ ته نومول شوي ښاغلي سهیل شاهین وي او ای ډیوه سره یوه ځانګړې مرکه کې ویلي په ملګرو ملتونو کې دافغانستان څوکۍ د دوئ حق دی ځکه چې دټول افغانستان ولس د دوئ ترشا ولاړ دی اؤ ټولې سیمې هم دوئ سره دي خو برعکس مخالفین یې بیا په لاس کې هیڅ نه لري.

دامهال دملګرونو ملتونو د عمومي اسمبلۍ شپږ اويايمه غونډه روانه ده او ټاکل شوې ده چې نن (دوشنبه) به په ملګرو ملتونو کې د اشرف غني دحکومتي دورې استازی محمد اسحاق زی د افغانستان په نمایندګۍ خپل دريځ نړۍ ته وړاندې کوي.

سهیل شاهین وایي داسلامي امارت دبهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ملګرو ملتونو ته یو لیک استولی اؤ په دغه لیک کې یې ترې غوښتنه کړې ده چې هغه ته دې دملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته دوینا اجازه ورکړل شي اؤ هم دې په ملګرو ملتونو کې دافغانستان داستازي څوکۍ دوئ ته وسپارل شي.

د طالب ویاند په خبره “ دا زمونږ حق دی ځکه دټول هیواد اراضي او ولس زمونږ سره دي. زمونږ مخالفینو سره داسې هیڅ هم نشته نو په کوم اساس د افغانستان استازولي کوي؟ “

هغه هیله ښکاره کړې چې دملګرو ملتونو کریډینشل کمیټي او جنرل اسمبلي به په دې هکله اصولي فیصله وکړي او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان چوکۍ به اسلامي امارت ته وسپاري.

وي او ای ډیوه چې کله د سهیل شاهین څخه وپوښتل پر تاسو تورونه دي چې تراوسه مو دملګرو ملتونو هیڅ اصولو منلو ته غاړه نه ده اېښې،اوس ولې په دغه فورم کې استازیتوب غواړئ؟ سهیل شاهین وویل:

"په افغانستان کې چې په دې شلو کالو کې یوناما (ملل متحد) څومره کار کړی،هغه یې مونږ سره په همکارۍ کړی دی،که زمونږ همکاري نه وه هغوئ بلکل دا کار نه شو کولی"

دطالبانو ویاند وایي که ملګرو ملتونو سره د دوئ همکاري نه وه نو نه خو په افغانستان کې موسیسو کار کولی شو اؤ نه ملګرو ملتونو ځکه نو دا ویل بې ځایه دي چې ګنې طالبانو ملګرو ملتونو سره همکاري نه ده کړې.

ډیوه چې کله دطالب ویاند څخه وپوښتل په ملګرو ملتونو کې به د دوئ اهداف څه وي ؟ نو هغه وویل "مونږ به په ملګروتونو کې د خپل مجاهد ولس د نماینده په توګه دهغوئ د ملی او اسلامي ارمانونو لپاره کار کوؤ. په هغو برخو کې چې د اسلامي امارت مصلحت یې ایجابوي دنورو هیوادونو سره به همکاري کوو، همداشان غواړو چې د نړۍ په سوله اوثبات کې مثبت رول ولرو "

نقادان پوښتنه راولاړوي چې کله طالب وسله والو دټوپک په زور د واک ترلاسه کولو مبارزه کوله هغه مهال یې دملګرو ملتونو هیڅ اصول نه مراعاتول چې له دې امله ملګرو ملتونو دوئ ترهګر ګرځولي اؤ بندیزونه یې پرې لګولي وؤ،خو نن چې طالبان په واک کې دي نو بیا په کومو سترګو اؤ دکوم اصول په اساس په دې نړیواله ټولنه کې داستازيتوب غوښتنه کوي؟

تر دې وړاندې دطالبانو په ملاتړ دتورن ګاونډي هیواد پاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم غوښتنه کړې ده چې په ملګرو ملتونو کې دافغانستان داستازي څوکۍ باید طالبانو ته وسپارل شي خو ملګرو ملتونو له په سمدستي توګه دې غوښتنې ته څه ځواب نه دی ویلی.