دشبقدر ځانمرګي برید کې دوژل شوؤ عسکرو کورنیو اسلام اباد کې احتجاج پیل کړی

د پاکستان سر ښار اسلام اباد په ډي چوک کې داېف سي دهغو عسکرو د کورنيو غړي په احتجاجي پرلت ناست دي چې کال ۲۰۱۱م کې د خېبر پښتونخوا په شبقدر سيمه کې په يو ځان مرګي برید کې وژلی شوي وؤ.

د وژل شوؤ ایف سي عسکرو دا ۳۵ کورنۍ وایي لس کاله وړاندې ددوئ خپلو انو خپل ژوند په ځانمرګي برید کې بایللی ؤ خو ددغو شهیدانو کورنیو ته دحکومت له خوا د شهداء پېکیج په اساس هغه ۳۰ لکه روپۍ لا تر اوسه نه دي ورکړل شوي او دوئ په دې مجبوره شول چې په احتجاج لاس پورې کړي.

په دې احتجاجي مظاهره کې ناست د يادو کورنيو يو غړي وي او ای ډيوه ته څه داسې ووئېل:

"زمونږ بچيانو د خپل ملک د پاره قرباني ورکړې ده. مونږ هم دې ته تيار يو چې د خپل ملک پاکستان د پاره قربانۍ ورکړو. خو دا سړک به بندوؤ، وزيراعظم هاوس ته به ځو، چې تر کومې پورې مونږ تلی شو. چې تر څو پورې زمونږ مقصد حل شوی نه وي، زمونږ غوښتنې منلی شوې نه وي تر هغې به مونږ دا احتجاجونه او مظاهرې روانې ساتو.دا ماشامون او زنانه به کښېنوو. دلته به شپه ګوو، چې څنګه مو بېګاه او تېره شپه کړې ده، نن به بيا کوو"

دوئ وايي چې د تېرو درېوؤ ورځو نه دوئ سره د خپلو کورونو د زنانه ؤ، مشرانو او ماشومانو په ډي چوک کې ناست دي خو تر اوسه ورله څوک تپوس له هم نه دي راغلي.

دې مظاهرې ته راغلي خلک د خېبر پښتونخوا د لرو سيمو نه سره تړاؤ لري.

کرک نه راغلی نياز بادشاه وايي چې د وژل شوؤ عسکرو کورنۍ د ډېرو ستونزو سره مخ دي. ولې چې د ایف سي په پنشن د دوئ ګزاره نه کيږي.

"۱۳۰۰۰ روپۍ د دغه شهيدانو پنشن دی، په نن سبا وخت کې په ديارلس روپۍ ګزاره چرته کيږي؟ په نن سبا وخت کې خو په ديارلس زره د يو ماشوم ګزاره نه کيږي"

يوه میرمن چې خپلو بچو سره دې مظاهره کې ګډون لري وايي د خاوند دمرګ نه وروسته دې ته ډېره ګرانه شوې ده چې ځان او خپل بچي وساتي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وايي که ورته د شهيدانو دغه پېکج يا مالي مرسته ترلاسه شوې وه نو اوس به ورته څه ستونزې نه وې.

هغه وايي"زمونږ بچيان دي، دهغوئ سکولونه او سبقونه دي. په دې به زمونږ څه وشي؟ مونږ دې ته راغلي يو چې مونږ ته خپل حق راکړل شي. نورو خلکو ته ملاو شهدا پیکیج ورکړل شوی خو ترې محروم یو"

دغه میرمن زیاتوي "زمونږ درېمه څلورمه ورځ ده چې دلته شپه هم تېروؤ او ورځ هم. مونږ ته چې خپل حق نه وي راکړل شوی مونږ دلته نه نه ځو"

په کال ۲۰۱۱م کې د خېبر پښتونخوا شبقدر سيمه کې په ایف سي عسکرو په سلامۍ یو ځان وژونکی برید شوی ؤ چې پکې د سلو نه زيات تنان وژلی شوي وؤ چې پکې د اېف سي ځواکونو سره سره عام وګړي هم شامل وو.

دې بريد نه وروسته اوؤ کورنيو ته شهدا پېکج ورکړل شوی ؤ او پاتې ۳۵ کورنۍ تر اوسه دا غوښتنه کوي چې دوئ ته دې هم شهداء پېکج ورکړی شي.