د پوځ پر ځای کولو د اعلان وروسته هم، تحریک لبېک اسلام اباد ته روان دی

د پاکستان د حکومت لخوا په پنجاب صوبه کې د نيم پوځي ځواک (رېنجرز) پر ځای کولو د اعلان وروسته هم د ميډيا رپوټونه وايي چې د لاهور نه روان شوي د تحریک لبېک ګڼ شمېر پلویان د ګوجرانواله ښار ته رسېدونکي دي.

لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک لبېک چې تيره اوونۍ لاريون پېل کړی، د پنجاب پوليس لخوا د لاريون د مخې نيولو په مهال د پوليسو او لاريون کوونکو ترمنځ نښتې شوي چې پکې د ميډيا د رپورټونو ترمخه تراوسه پورې اته پوليس وژل شوي دي.

رپورټونه وايي تيره ورځ (شورو/ چهارشنبې 27 اکتوبر) د لاهور سره نزدې په شېخ پوره کې د لاريون کوونکو او پوليسو ترمنځ په نښته کې څلور پوليس او دوه لاريون کوونکي وژل شوي وو.

د پاکستان د کورنیو چارو وزير شېخ رشيد پرون ويلي وو په نښته کې درې پوليس وژل شوي 70 ژوبل شوي چې پکې اته سخت ژوبل شوي دي.

د تحریک لبیک غړي له مرکزي حکومته غواړي چې د دوی نیول شوی مشر سعد رضوي دې خوشی کړی او د اسلام د پیغمبر د خاکو جوړولو پر سر دې د فرانس سفیر له پاکستانه وباسي.

خو شېخ رشید ښکاره ویلي چې په پاکستان کې د فرانس سفارتخانه نه شي تړلی او د فرانس سفیر په پاکستان کې دا مهال نشته.

شېخ رشید ویلي د حالاتو قابو ساتلو دپاره نیم پوځي ځواک رېنجرز یې د 60 ورځو لپاره ګومارلي او پنجاب حکومت ته یې واک سپارلی چې هر ځای وغواړي له رېنجرز ځواک څخه د پوليسو په څېر کار واخلي.

پرون بيا د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري ویلي، تحريک لبېک پاکستان (ټي اېل پي) يوه لاقانونه ډله ده او اوس به حکومت د دې ډلې سره داسې چلند کوي څنګه چې د يوې وسله والې ډلې سره کوي.

چودري ویلي، د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ غونډه شوې چې پکې د پوځ او استخباراتي ادارو په ګډون پکې د اړونده ادارو چارواکي هم موجود وو، څرګنده پاليسي جوړه کړی شوې او فېصله شوې چې د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک لبېک سره به د يوې وسله واله ډلې په شان چلند کيږي.

هغه زياته کړې د دې ډلې سره به د يو سياسي ګوند په څېر چلند نه شي کولی، د نوموړي په وېنا د دغه ډلې په اړوند ټولو ادارو له خپله زمه واری ترسره کول پکار دي ځکه چې دې ډلې ته تراوسه پورې په انتخاباتو کې د برخې اخستو اجازت شته نو اليکشن کمېشن او عدالتونه دې هم دې ډلې ته وګوري.

د تحریک لبېک ډلې د حکومت سره د مذاکراتو ناکامه کېدو وروسته يادې ډلې پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ (27 اکتوبر) بيا د لاهور نه اسلام اباد پله لاريون پېل کړی او بيا د لاريون کوونکو او پوليس ترمنځ نښتې شوي دي.

په ټولنيزو رسنیو داسې هم ویل شوي چې د تحریک لبېک غړو ويلي، چې حکومت پرې تېزاب شيندلي دي خو چارواکو په دې اړوند څه نه دي ویلي. ځايي میډيا وايي د تحریک لبېک ډلې غړو په کامونکي کې پړاو اچولی دی.

د ځاي میډيا ترمخه د تحریک لبېک ډلې د تيرو 11 ورځو راهسې په اسلام اباد کې کله احتجاجي لړۍ دوامداره ساتلې او کله يې ودرولې ده او دا وخت د اسلام اباد او راولپنډۍ ترمنځ سړک بند کړی شوی دی.

د پاکستان حکومت د روان کال د اپرېل د میاشتې په 15 تحریک لبېک لاقانونه ډله ګرځولې وه.