د پاکستان حکومت د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک لبېک پاکستان (ټي اېل پي) سره خبره شوې چې د تشدد څخه ډکو مظاهرو ختمولو په بدل کې به يې 2000 نیول شوي غړي خوشي کړي، او په انتخاباتو کې به د برخې اخستو اجازه ورکړي.
دغه خبره رويټرز خبري ادارې د حکومت او د ټي اېل پي د مذاکراتو کوونکو د قوله ویلې ده.
مذاکرات کوونکو رويټرز ته ويلي چې د حکومت سره د خبرو په بدل کې ټي اېل پي په دې رضا شوې چې د تشدد څخه ډک سياست به پرېږدي، د فرانس د سفير د ويستلو غوښتنه نه به کوي کومه غوښته چې دوی د فرانس په مجله کې د پېغمبر اسلام (ص) د خاکو جوړولو په سر کوله.
ټي اېل پي چې دغو خاکو ته توهین رسالت يا د مذهب سپکاوی وايي، پرضد يې ډېرې مظاهرې کړې وې.
د پاکستان د وزيراعظم عمران خان حکومت روان کال د ټي اېل پي ډله لاقانونه ګرځولې کله چې دې ډلې د تشدد څخه ډکې مظاهرې کړې وې، دا ډله ترهګره ګرځول شوې او سعد رضوي چې د دې ډلې مشري کوي هغع هم نيول شوی وو.
د پاکستان د حکومت د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره جوړې ادارې نېکټا په وېب پاڼه د خپرو شوو لاقانونه ګرځول شوو ډلو په نوملړ کې تحريک لبېک پاکستان د روان کال په 15 اپرېل لاقانونه ډله ګرځول شوې ده.
حکومت او يادې ډلې په وروستيو کې تړون کړی خو د دغه تړون جزيات يې نه دي ښکاره کړي.
دا خبرې په داسې حال کې شوي چې لاقانونه ګرځول شوې تحریک لبېک په 22 اکتوبرد لاهور نه اسلام اباد ته لاريون روان کړی، او غوښتنې يې کولې چې د دغه ډلې مشر سعد رضوي دې خوشی کړی شي او د فرانس سفير دې د ملک نه وويستل شي.
د لاهور نه د روانېدو وروسته په شيخوپوره سيمه کې د ټي اېل پي د غړو او پوليس ترمنځ نښتې هم شوې وې چې پکې دړاړو غاړو ته مرګ ژوبلې اوښتې وې.
وروسته حکومت په پنجاب صوبه کې د حالاتو قابو ساتلو دپاره د نيم پوځي ځواک رېنجرز په صوبه کې په ځای کولو اعلان هم کړی وو، خو باوجود د دغې لاريون روان وو.
حکومت بيا ويلي د تحریک لبېک 32 غړي يې نيولي چا چې په ټولنيزو رسنیو د کرکې پروپېګنډا کوله.
رویټرز ویلي، د ټي اېل پي دوه او د حکومت يو استازي چې په خبرو کې برخه اخستې ويلي دي حکومت به تحريک لبېک د لا قانونه ډلو څخه اوباسي او په انتخاباتو کې به ورته د برخې اخستو اجازه ورکوي.