ګلاسکو: د چاپيریال د بدلون د مخنيوي دپاره په ګډو نړيوالو هڅو موافقه شوې

نړيوالو مشرانو په ګلاسکو کې د چاپيريال په اړه خپرې شوې ګډې اعلاميې هرکلی کړی چې پکې د چاپيريال د بدلون د مخنيوي دپاره د ګډو هڅو په ګړندي کولو اتفاق شوی دی.

د چاپيریال په اړه د دوه اوونيو راهسې روانه غونډه کې ګډونو والو هېوادونو شريکه اعلاميه خپره کړې او د 197 هېوادونو استازو لاسليک کړې ده.

د وي او اې د رپورټ ترمخه په اعلاميه کې هېوادونه په دې موافق شوي چې نړۍ د چاپيريال د اثراتو نه بچ کولو دپاره دې بېړني اقدامات وشي، چې د تودوخې اوسطا کچه د يو اعشاريه پينځه سيلسیس پورې وساتل شي، دا موافقه د کال 2015 د پېرس په تړون کې هم شوې وه.

د غونډې مشر الوک شرما ويلي، د نړیوالې تودوخې کچه يو نيم ډګري سيلسيس ته راوستو باندې موافقه حقيقي پرمختګ دی، او دا کار په ټوله ممکن کړی شوی دی.

هغه ويلي، چې د دغه هدف ترلاسه کولو او په دې د عمل کولو دپاره به دوی له په راتلونکو لسو کلونو کې خپلې هڅې روانې ساتل وي.

د راپور ترمخه په غونډه کې د هند او چين د سکرو او تيلو د توانايۍ دپاره کارولو باندې اعتراضونه شوي کوم څه چې د چاپيريال دپاره تاواني دي. دغو هېوادونو ويلي چې په پړاوونو به د سکرو او تيلو کارول کموي.

په ګډه اعلاميه کې ويل شوي چې د نړيوالې تودوخې کچه به د صنعتي انقلاب نه د مخکني وخت د تودوخې د کچې يو نيم سيلسيس څخه نه شي سېوا کولی.

د تړون ترمخه هېوادونه به په راتلونکي کال کې د چاپیریال دښمنه ګېسونو د اخراج کمولو دپاره نوې تګلاره وړاندې کوي.

په غونډه کې په دې هم موافقه شوې چې د ځنګلاتو د ساتنې، د نوو لارو څخه د توانايۍ ترلاسه کولو او نورو ماحول دوسته هلو ځلو دپاره به په اربونو ډالره خرڅ کولی شي.

په غونډه کې نزدې 100 هېوادونو باور ورکړی چې په 2030 کې به د 2020 په پرتله د مېتهېن اخراج 30فيصده کمولی شي.

برتانيې او امریکې د شريکې اعلاميې او تړون هرکلی کړی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر ویلي، هېوادونو مهم ګامونه پورته کړي خو د بده مرغه سياسي ارادې د ژورو تضاداتو ختمولو دپاره پوره نه دي.