بلوچستان:وسله والو دسکرو کان کې کارکوونکي درې خواریکښ وژلي

امنیتي سرچینې وایي دبلوچستان دشاهرګ په سیمه ذالاوان کې د وسله والو په ډزو د سکرو درنګ کې کارکوونکي درې خواریکښ وژل شوي دي.

داتوار په ورځ پاکستاني رسنیو د لیوي ځواکونو دسرچینو له خولې ویلي دپېښې سره سم امنیتي ځواکونه دپېښې ځائ ته رسیدلي اؤ دسیمې نه په ګیرې اچولو یې دبرید کوونکو لټون پیل کړی دی.

په سمدستي توګه هیڅ یوې ډلې ددې پېښې پړه پغاړه نه ده اخستې اؤ دلیويزو سرچینې وایي نه هم لا پېښه کې د وژل شوؤ خواریکښو پیژندګلو شوې ده.

تر دې وړاندې هم دبلوچستان په بیلابیلو سیمو کې د سکرو په کانونو کې کار کوونکي مزدوران د وسله والو ډلو لخوا په نخښه کړل شوي چې پکې ګڼ مزدوران وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي

سږکال کال د جنورۍ په مياشت کې هم د بلوچستان په کویټه کې شيعه مسلک سره تړاؤ لرونکي دکویلې کان کې ۱۱ کارکونکي وژل شوي وؤ چې ذمه واري يي داعش په غاړه اخستې وه۔

تر دې تازه پېښې یوه ورځ وړاندې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د بلوچستان د سکرو په کانونو کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې وه.

په کوټه پریس کلب کې دبشري حقونو د تنظیم دبلوچستان مشر حبیب طاهر ایډوکېټ یوې خبري غونډې ته په وینا کې ویلي وؤ دسکرو په کانونو کې په مزدورۍ بوخت خواریکښ که یوخوا دخپلو بشري حقونو څخه محروم دي نو بلخوا کان کیندونکي د وسلوالو له خوا د هدفي بریدونو له اضافي خطر سره هم مخامخ دي.