دعدلیې دازادۍ په دعوه دپاکستان دمشر قاضي مخې ته دعلي وزیر دخوشې کولو شعارونه پورته شوي

دپاکستان دسپریم کورټ دمشر قاضي جسټس ګلزار احمد لخوا دعدلیې دازادۍ دعوې په ټولنیزو رسنیو سخت غبرګونونه راپارولي اؤ دمشر قاضي په وړاندې هم ګڼو فعالینو شعارونه ورکړي چې "علي وزیر باید له بنده خلاص کړل شي"

دسپریم کورټ مشر قاضي ګلزار احمد دخالي یا شنبې په ورځ لاهور کې د بشري حقونو دفعالې اؤ نومیالۍ قانوندانې عاصمه جهانګیر په یاد راجوړې شوې دستورې ته د وینا په مهال خپله وینا کې دعوه کړې ده چې پاکستان کې عدالتونه پخپله خوښه فیصلې ورکوي اؤ هیڅوک ورته هدایات نه ورکوي.

هغه دا دعوه وروسته له هغې کړې چې وتلي قانوندان علي احمد کرد پخپله وینا کې تور ولګولو چې دپاکستان ۲۲کروړه عوامو باندې یو جرنیل دبره دی اؤ هرڅه دهغه په خوښه کیږي.

علي احمدګرد وویل چې په هیواد کې باید یو جرنیل اؤ عام وګړی یو شان حقوق ولري اؤ په عدلیه یې نیوکې وکړې چې دانصاف په ورکولو کې دنړۍ په کچه ډیره لاندې تللې ده.

دعلي احمد کرد د وینا نه وروسته چې کله دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي ګلزار احمد دستورې ته خپله وینا پیل کړه نو هغه په جذباتي انداز دا تورونه رد کړل چې ګنې دپاکستان عدلیه دفشار لاندې ده یا د چا په خوښه پرېکړې کوي.

هغه وویل سپریم کورټ،ایالتي محکمې اؤ نورې ماتحت عدالتونه پخپلو پرېکړو کې بیخي ازاد دي اؤ هیڅوک جرائت نه شي کولی چې ورته ووایي فیصلې باید دهغوئ په خوښه وشي.

هغه وویل تل یې دانصاف اؤ ضمیر په اساس پرېکړې کړي اؤ عدالت چې کومه فیصله کوي دچا په خوښه یې نه کوي.

خو کله چې مشر قاضي دا وینا کوله نو هم په دغه مهال دستوره کې موجودو ګڼ شمیر فعالانو شعارونه پورته کړل چې “علي وزیر دې له بنده خلاص کړل شي”

دپي ټي ایم مخکښ مشر اؤ دپاکستان دقامي اسمبلۍ غړی علي وزیر د نزدې یو کال راهسې دپاروونکې وینا په تور دکراچۍ مرکزي زندان کې بندي دی اؤ سږکال په مطبوعاتو کې داسې دعوې مخې ته راغلې وې چې دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه شرط ایښودی دی چې که هغه معافي وغواړي نو له بنده به خلاص شي.

خو وروسته علي وزیر دپوځ دمشر په نوم یو پرانستي خط کې له معافۍ غوښتو انکار وکړو اؤ وئ ویل هغه څه جرم نه دی کړی چې بخښنه پرې وغواړي بلکې دخپل قام دحقونو غوښتنه یې کړې ده اؤ دا یې حق دی.

دسپریم کورټ دمشر قاضي لخوا دعدلیې د ازادۍ په دعوه ټولنیزو رسنیو کې هم تاوده بحثونه راپاریدلي دي اؤ دپاکستان وتلي خبریال مطیع الله جان ویلي پاکستان کې عدلیه هم دومره ازاده ده څومره چې په کې میډيا ازادي لري.

خبریال حامد میر هم دغه دستورې ته وینا کړې اؤ ویلي یې دي چې په نزدې وختونو کې خبریال مطیع الله جان یونیفارم اغوستو مسلح کسانو وتښتولو، خبریال اسد طور هم دکور دننه دتشدد ښکار شو اؤ بل خبریال ابصار عالم په ګولۍ وویشتل شو ،که چرې دسپریم کورټ مشر قاضي په دې پېښو له خپله انده نوټس اخستی وی نو معلومه شوې به وه چې ددې پېښو ترشا دچا لاس دی؟

حامد میر چې دکومو درېوؤ پېښو یادؤنه کړې پاکستان کې صحافتي تنظیمونه تور لګوي چې دې کې دهیواد استخباراتي شبکې لاس لري خو پوځ بیا دې تورونو ته لا څه قاطع ځواب نه دی ویلی.

پاکستان کې په ټولنیزه رسنۍ ټویټر د"عدلیه ازاده کړئ" په نوم ټرینډ کې د۶۵ زرو نه زیات ټویټس شوي دي اؤ زیاتره خلکو په عدلیه تور لګولی چې دپوځ په خوښه فعالیت کوي.

دټویټر ځینو فعالینو داسلام اباد هائیکورټ دپخواني جج شوکت عزیزصدیقي د وینا په لیکلې بڼه هغه برخې هم خپرې کړي چې پکې دعوه شوې چې ده(شوکت عزیز) ته دهیواد داستخباراتي ادارې ایي ایس ایي مشر جنرل فیض حمید وړاندیز کړی ؤ چې که دنوازشریف اپیلونه د۲۵م جولایي نه وړاندې اسلام اباد هایکورټ کې وانه شي نو په بدل کې به یې نوموړی جج داسلام اباد هایکورټ مشر قاضي جوړ کړل شي.

شوکت عزیز صدیقي چې کله اسلام اباد هایکورټ کې دجج په توګه دنده ترسره کوله نو دوکیلانو یوې دستورې ته وینا کې یې په پوځ اؤ استخباراتي شبکه ایي ایس ایي عدالتي چارو کې دمداخلې سنګین تورونه لګولي وؤ چې وروسته ددغو تورونو په رڼا کې سپریم جوډيشل کونسل هغه دخپلې دندې نه ګوښه کړی ؤ