د طالبانو د مشر نوی فرمان د ښځو په زده کړو او روزګار خاموشه دی

واشنګټن ـــ په افغانستان کې د واکمنو د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په تازه ‘فرمان’ کې د افغانو ښځو او د مېرمنو د تعلیم او روزګار په اړه نړیوالو غوښتنو ته ځای نه دی ورکړل شوی.

د نزدې څلورو میاشتو د واک اخستلو وروسته، د ښځو په اړه د طالبانو نوی فرمان د شریعت او د اسلام په چوکاټ کې د ښځو سره د چلند په اړه والیانو او حکومتي چارواکو ته د ‘هدایات’ په نامه په لیکلې بڼه کې خپور شوی دی. د فرمان نزدې ټولې برخې د افغان او مسلمان ټولنې لپاره په ظاهره کومې نوې خبرې نه دي.

د افغانستان د پخواني حکومت د امنيتي چارو سلاکار رحمت الله اندړ په خپل ټوېټر ليکلي، د ښځو د حقوقو په اړه فرمان نمايشي دی او په دوو بنسټيزو حقونو غلی پاتې شوی:

"‎اول د زده کړې حق او دویم د بيان د ازادۍ يا د خپل حق د اوچتولو حق. په اسلامي شريعت کې دا دواړه هغه اساسي حقوق دي چې له دې پرته نور حقونه نه زياتيږي او نه اخستل کيږي".

د طالبانو مشر حکم کړی چې د بالغو ښځو نه به د واده په وخت د خپلې خوښې پوښتنه کولی شي او هيڅوک به د ښځو په ودونو کې څه زور دباو نه کار نه اخلي.

دا حکم يې ټولو اړوند ادارو، علما او د طالبانو مشرانو ته د عملي کېدو د پاره لېږلی چې دواړه به يو شان وي او برابر حقونه به لري بلکې دا دې يقيني کړی شي چې د ښځو سره زور زبردستي ونه شي.

د شپږو برخو د فرمان غټ ټکي دا دي:

1. د نکاح په وخت د بالغو ښځو خوښه لازمي ده چې د بغاوت او سر غړونې خطر پاتې نه شي.

‎2. ښځه جايداد نه دی بلکې د احترام وړ انسان دی او څوک هم يوه ښځه بل چا له د روغې په بدل کې او لا د کومې شخړې د ختمولو د پاره په بدۍ (سوره) کې نه شي ورکولی.

3. د يوې ښځې د خاوند د مرګ په صورت کې به د بل واده نه وړاندې شرعي ايدت چې څلور مياشتې او لس شپې جوړيږي پوره کوي او لا که ښځه حامله وي تر بچي د پيدايش پورې به انتظار کوي.

هيڅوک يوه کونډه په زور نه شي ودولی ان تر دې خپل رشته دار يې هم نه شي او دا د ښځې خوښه ده که بل واده کوي او که د خپل مستقبل په اړه هر څه پرېکړه کوي نو کولی شي.

د برابرۍ د اوصولو او د بغاوت منع کولو خيال دې وساتل شي.

4. دا ښځې ته شريعت ورکړی حق دی چې د خپل نوي خاوند نه حق محر واخلي.

5. د ښځې د ميراث حق په ځای دی چې ټاکلې شوې برخه ورته د خاوند، بچو، پلار او د رشته دارو په جايداد کې ورکړل شي او هيڅوک يوه کونډه د خپل حق نه محرومولی نه شي.

6. چا چې ډېر ودونه کړي وي د شريعت په رڼا کې به ټولو ښځو ته يو شان حقوق ورکوي او د دوی په منځ کې به په انصاف چليږي. د دې حکم د عملي کولو د پاره اړوند ادارو له په دې ترتيب کار کول پکار دي.

الف. د حج او مذهبي چارو وزارت ته امر ورکول کيږي چې علما دې د ښځو د حقونو په حقله بيداري پيدا کړي او داسې ليکونه او بيانونه خواره کړي چې په ښځو ظلم کول به الله ناراضه کوي او د هغه غضب ته به د دعوت ورکولو په معنا وي.

ب. وزارت اطلاعات و کلتور دې داسې ليکنې او غږيز پيغامونه خواره کړي چې د ښځو د حقونو په حقله وي او ليکوالان او فعالين ډاډمن کړئ چې ليکل وکړي او دغه شان علما دې ته وهڅوي چې د ښځو شريعت ورکړي حقونه خوندي شي او د ښځو سره روان زياتی ودرول شي.

‏پ. سپريم کورټ دې نورو ټولو عدالتونو ته امر ورکړي چې د ښځو د حقونو په درخواستونو ته پام وکړي او په خصوصي توګه د کونډو حقونو ته دې داسې پام وشي چې د زور زياتي ښکار نه شي او دوی د شرعي حقوقو نه مايوسه نه شي.

ت. واليان او ولسوالان دې د يادو وزارتونو او سپريم کورټ د دې حکم په عملي کولو کې پوره پوره مرسته وکړي.

د طالبانو د مشر په نوي فرمان په سوشل مېډیا نیوکې روانې دي. ځيني څېړونکي وايي په ياد حکم کې د واده د پاره د هلک د کور نه د لکونو د ولور اخستلو په اړه هيڅ هم نشته چې دغه ناوړی او غير اسلامي رواج يې ختم کړی وی. د ښځو د حقونو فعالان وايي اکثر جينکۍ د ولور د لاسه په کورونو سپين سرې شي.

بل دا هم ويل کيږي د هېبت الله په حکم کې د کونډو ښځو په اړه ډېر زور ځکه راوړل شوی چې د افغانستان په جنګ کې په لکونو افغانان مړه شوي او دا امکان څرګنديږي طالبان خپلو کونډو ته څه نه څه پام او ګټه رسول غواړي.