پوځي محکمې نه دادریس خټک سزا به دبشري حقونو دفعلانو غږونه غلي کړي؟

د بشري حقونو فعالان وایي ادريس خټک ته په پوځي عدالت کې د څوارلسو کالو د بند سزا ورکول به د شري حقونو دنورو فعالانو غږونه هم غلي کړي.

دپاکستان دپوځ دعامو اړيکو څانګې ايي ايس پي ار لا هم ادريس خټک ته د سزا ورکولو په اړه څه نه دي ويلي خو عسکري سرچيني تايدوي چې ادريس خټک ته د قامي رازونو افشا کولو پسر دڅوارلسو کالو د بند سزا اورؤل شوې ده۔

سياستمداره او د بشري حقونو فعاله بشره ګوهر وایي ادريس خټک به د خلکو د جبري بې درکيو او بشري حقونو په اړه خبرې کولې نو بيا ولې د هغه کیس په پوځي عدالت کې وچلول شو۔

وي او ای ډیوه سره خبرو کې نوموړې وويل دا ډيره د خفګان خبره ده بايد چې نړۍ په دې اواز پورته کړي او سياسي ګوندونه هم غږ راوچت کړي۔

بشره ګوهر وويل اول ادريس خټک پخپله لادرکه کړی شو او اوس ورته په پوځي عدالت کې سزا ورکړل شوې چې ورسره به دبشري حقونو دپاره د غږ پورته کونکو شمېر نور هم کم شي۔

"په پښتوتخوا کې ډيرو خلکو خپلې خولې بندې کړې دي، څو تنان دي چې هغوئ خبرې کوي ، دا کار د سياسي پارټيو دی خو هغوئ هم غلي پاتي دي"

دخیبر پښتونخوا دنوښار دشیدو سیمې استوګن دبشري حقونو فعال ادریس خټک کال ۲۰۱۹م کې په ۱۳نومبر اسلام اباد نه د راتګ په وخت دصوابۍ انټرچینج سره نزدې نامعلومه وسله والو تښتولی ؤ .

تیرکال دجون میاشتې پورې هیڅ معلومه نه وه چې هغه چا تښتولی اؤ چرته دی خو کله چې په نړیواله کچه دهغه دخوشې کولو غوښتنې زور ونیولو نو بیا ددفاع وزارت عدالت ته وویل چې ادریس خټک دپوځ ولکه کې دی اؤ دهغه په ضد د پوځي قانون او حکومتي رازونو د مالوماتو د قانون 1923 لاندې مقدمه جوړه کړی شوې ده.

په یاده مقدمه کې تور لګول شوی چې ادريس خټک د (MI6) يو تن مايکل سېمپل ته د پاکستان د سلامتۍ خلاف حساس مالومات ورکړي دي.

د بشري حقونو مبارز او قانون پوهه طارق افغان وايي دغه ټول الزامات بې بنياده وؤ.

"د ادريس خټک ګناه دا ده چې د بشري حقونو د پاره يې اواز پورته کولو د ائيني حقونو د پاره يې اواز پورته کولو"

د ادريس خټک په پوځي عدالت کې وکيل خالد انور ډيوه ته وایي ده ته ادريس خټک سره د خبرو موقعه ډيره کمه ورکړل کيده .

"کومه کمره کې چې به مو خبرې کولې، زه سل فيصده يقيني يم چې زمونږ څارنه به کيده، چې پښتو کې به مې ورسره خبرې کولې نو راته به ويل کيدل چې اردو کې ورسره خبرې کوه او ماته به هغه سره د خبرو ډير کم وخت راکړل کيده"

دپاکستان فوځ لخوا له هم د ادريس خټک د سزا په اړه څه نه دي ويل شوي خو عسکري سر چينې وايي ادريس خټک ته د قومي رازونو افشا کولو او د ډرون بريدونو د پاره زمکنيو معلوماتو ورکولو دتورونو پسر سزا ورکړل شوې ده۔