د معيد یوسف د کابل د سفر هدف څه کېدی شي؟ د څيړونکو نظر

د پاکستان د ملي امنيت سلاکار معيد يوسف په داسې حال کې د کابل سفر کوي، چې په وروستو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پوله (ډېورنډ) باندې ځينې پېښې رامنځته شوې، د پاکستان پوځ او په افغانستان د واکمنو طالبانو حکومت يې تاييد کړی وو. څيړونکي وايي په دغه سفر کې ښايي د ډېورنډ د پولې د مسلې سره په يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وشي.

د معيد يوسف د سفر په اړه په سرکاري توګه تراوسه کومه نېټه نه ده ټاکل شوې خو پاکستاني مطبوعات وايي، دا دوه ورځنی سفر سبا د نهې/ سه شنبې د ورځې (18 جنورۍ) نه پېل کيږي.

د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي د معید يوسف په مشرۍ کې د پاکستان د بېن الوزارتي پلاوی د کابل د تګ مقصد هلته جوړو شوو حالاتو کې د افغانستان د معاشي‌ستونزو حل کولو کې مرستې کول دي.

تیر کال د اګست د 15 نېټې نه په کابل د افغان طالبانو د قبضې وروسته په افغانستان نړيوال بندیزونه لګول شوي دي او پاکستان بيا بيا د نړۍ نه د افغانستان د امداد غوښتنې کوي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ په پوله (ډېورنډ) د پېښو رامنځته کېدو وورسته د پاکستان پوځ او حکومت ويلې وو چې په هر حال به دې ازغن تار لګولو عمل سر ته رسوي.

د معيد يوسف د کابل د سفر هدف څه کېدی شي؟ دې پوښتنې ته په ځواب کې خبريال محمود جان بابر وايي، په پوله د ازغن تار ترڅنګ د دواړو خواو د څارنې دپاره په نظام هم خبرې کېدی شي، او ورسره په افغانستان کې د ترهګرۍ ډلې داعش په موجودګۍ، او د افغانستان دپاره په نړيوالو مرستو هم خبرې کېدی شي.

ولې په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو پس د ډېورڼد د کرښې مسله بیا راپورته شوه؟ ددې تپوس په ځواب کې په پاکستان کې د واشنګټن پوسټ خبریال حق نواز خان وایي، افغان تیر حکومتونو هم کله د پاکستان او افغانستان ترمینځ موجوده پوله نه وه منلې او د ډېورنډ په معامله افغان حکومتونو باندې د ولس فشار هم دی او کله چې افغانستان باندې طالبانو قبضه وکړه نو د پاکستان دا فکر وو چې دې ځلې به ا فغان طالبان دغه مسله حل کړي خو نتیجه د پاکستان د امیدونو پرضد وه.

حق نواز وایي د ازغن تار په معامله به پاکستان ته په راتلونکي کې هم مشکلات وي ځکه چې ډېرې سېمې په پوله داسې دي چې مالومې نه دي چې د پاکستان پرې حق دی او که د افغانستان.

د پاکستان دا دريځ دی چې په ډیورنډ کرښه ازغن تار ځکه لګوي چې د ترهګرو د تګ راتګ لاره ونیسي خو افغان طالبان د پاکستان د دې دريځ سره اتفاق نه لري.

د ډېورنډ کرښه په کال 1993 کې د برتانيې حکومت او د افغانستان امیر عبدالرحمان ترمینځ په یوه معاهده کې راښکل شوې وه، خو د افغانستان حکومتونو کله هم دا کرښه د نړيوال پولې يا باډر په توګه نه ده منلې خو پاکستان وایې دا يوه عالمي پوله ده.