بلینکن له سرګیلاوروف سره تر لیدو وروسته: پر یوکرېن د روس برید ته به چټک، سخت او ګډ جواب ورکړل شي

په جنېوا کې د اینټني‌ بلینکن او سرګیلاوروف لیدنه

واشنګټن ــــ د امریکې او روس د بهرنیو چارو وزیرانو په جنېوا کې سره لیدلي او راتلونکې اوونۍ هم د یوکرېن د کړکېچ د ختمولو لپاره پر خبرو همږغي شوي دي، خو د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن تر دې لیدنې وروسته بیا خبرداری ورکړی که روس پر یوکرېن برید وکړي، چټک او شدید جواب به ورکړل شي. بل لور ته د ترکي ولسمشر د روس او یوکرېن تر منځ د منځګړتوب وړاندیز کړی دی.

د یوکرېن د کړکېچ د ختمولو په اړه له تېرو لسو ورځو راهیسې د پیل شویو خبرو په ترڅ کې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن پرون په جنېوا کې له خپل روسي سیال سرګیلاورو سره ولیدل او دواړو شاوخوا 90 منټه خبرې وکړې.

اینټني بلینکن تر لیدو وروسته رسنیو ته وویل، امریکا او ملګري یې تیار دي چې پر یوکرېن د روس د ممکنه برید جواب ورکړي:

"موږ سپینه خبره کړې: که د روس هر ډول پوځ د یوکرېن پولې ته ور خوځېږي، دا به یو نوی یرغل وي، چې د امریکا او زموږ د متحدینو او ملګرو له خوا به چټک، سخت او ګډ غبرګون ورکول کېږي".

امریکا او په نېټو کې شامل غربي هېودونه له روسه غواړي چې د یوکرېن له پولې خپل پوځونه او وسلې لرې کړي، خو ماسکو پر نېټو ټینګار کوي چې په ختیځ او مرکزي یورپ کې خپل عملیات کم کړي او یوکرېن ته په نېټو اتحاد کې غړیتوب ور نه کړي.

په تېرو شاوخوا لسو ورځو کې چې امریکایي او روسي چارواکي د یوکرېن پر کړکېچ خبرې کوي دا څلورمه مخامخ ناسته ده چې د بلینکن او سرګیلاوروف تر منځ پرون په جنېوا کې وشوه او دواړو تر لیدو مخکې ویلي وو د خبرو د پرمختګ هیله نه لري.

اینټني بلینکن وایي امریکا او ملګري یې تیار دي چې د روس اندېښنې ختمې کړي خو خبرداری یې ورکړ چې که روس پر یوکرېن یرغل وکړي نو دوی به د دې هېواد له ملاتړه پر شا نه شي:

"ما بیا ښاغلي لاوروف ته په ټینګار وویل هغه اندېښنې چې روس په وروستیو اوونیو کې را پورته کړې دي، امریکا، زموږ متحدین او ملګري تیار دي چې د دوه اړخیزې مرستې په بنیاد ورته د حل ممکنه لار ولټوي، د دې معنا دا ده چې روس هم باید زموږ اندېښنې حل کړي".

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر وایي له روسي سیال سره یې خبرې «روښانه او ګټورې» وې، همدارنګه ښاغلي سرګیلاوروف هم دا خبرې «رغوونکې او ګټورې» بللې دي.

ښاغلي لاوروف تر لیدنې وروسته خبري غونډې ته یو ځل بیا په تکرار سره وویل، چې روس پر یوکرېن د برید هیڅ اراده نه لري، خو وایي د خپل امنیت ضمانت ضرور غواړي چې په هغه کې یوکرېن ته د نېټو غړیتوب نه ورکول هم شامل دي.

خو بلینکن وایي امریکا او ملګري به یې د ماسکو پر دې خبره تر هغه وخته ډاډمن نه وي چې د یوکرېن له پولې یې خپل پوځیان لرې کړي نه وي.

د روس د بهرنیو چارو وزیر وایي اینټني بلینکن ته یې وویل چې خبرې باید معقولې وي او وایي هیله لري چې د هغوی جذبات به ساړه شي خو وایي د دې خبرې څه ضمانت نه شته:

"زموږ امریکایي همکارانو بیا هڅه وکړه چې ستونځې ټولې د روس او یوکرېن پولې ته را غونډې کړي او د [پوځ] د تش په نامه لرې کولو د خبرې په بنیاد هره پرېکړه وکړي، دا هسې یو منتر دی چې دوی یې وایي، خو زه بیا په ټینګار وایم، موږ خبرې پر دې ختمې کړې چې بله اوونۍ به زموږ وړاندیزونو ته [امریکا] لیکلی جواب راوړي".

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر نن بیرته امریکې ته ستون شوی چې د یوکرېن پر کړکېچ له صدر جوبایډن، د امریکې د ملي‌ امنیت له ټولې ډلې، د کانګرس له غړو او خپلو متحدینو سره سلا مشورې وکړي.

بل لور ته ترکي وړاندیز کړی چې د روس او یوکرېن تر منځ د ممکنه جګړې د مخنیوي لپاره د دوی تر منځ منځګړی شي. ترکي ولسمشر رجب طیب اردوان په انقره کې خبري غونډې ته ویلي، د فرورۍ میاشتې په پیل کې به یوکرېن ته ځي او وایي هیله من دی چې د روس او یوکرېن له ولسمشرانو سره په لیدو به بریالی شي.