د پاکستان مرکزي کابينې په ملک کې د سرشمېرنې کولو ويلي او د دغه کار دپاره پينځه اربه روپۍ منظور کړی شوي دي.
د اطلاعاتو وزير فواد چودري پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ (25 جنورۍ) خبري غونډې ته په وېنا کې وویل، مرکزي کابينې په ملک کې د سرشمېرنې منظوري ورکړې ده.
هغه وویل د سرشمېرنې دپاره پينځه اربه روپۍ منظور کړی شوي او د روان کال د دسمبر پورې دغه عمل ترسره شي او د دې د پايلټ پروجېکټ نتیجې به د اپرېل، مې پورې حکومت ته ورکړی شي.
هغه زیاته کړه چې سرشمېرنه پوره شي د راتلونکې کال د جنورۍ نه به الېکشن کمېشن وکړی شي چې د سرشمېرنې په حساب انتخابي حلقه بندۍ وکړي.
هغه وويل راتلونکي انتخابات به په نوې حلقه بندۍ کيږي.
پاکستان کې د سرشمېرنې د ادارې يو پخوانی چارواکی حبيب الله خټک وايي، سرشمېرنې ډېرې مهمې وي ځکه چې د سرشمېرنو په حساب حلقه بنديانې کيږي، او د هغې په حساب د قومي او صوبايي اسمبليانو او بلدياتي ټاکنو څوکۍ جوړول کيږي.
وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي سرشمېرنې په دې حساب هم ضروري او مهمې دي ځکه چې د دې په حساب پرمختيایي فنډونه ورکول کيږي.
هغه وويل د سرشمېرنې د کره والي دپاره اوله زمه واري د حکومت ده چې سرشمېرنه سمه وکړي چې بيا پرې څوک نيوکې نه کوي او د هغې دپاره ضروري ده چې د سر شمېرنې د عمل کلکه څارنه وشي چې نه څوک د شمېرې د عمل نه پاتې شي او نه د چا شمېره دوه او درې ځله وليکل شي.
هغه دا هم وويل خلکو په خپله هم پکار ده چې پوره او کره شمېره وښايي او د سرشمېرنې د عملې سره مرسته وکړي.
په پاکستان کې په کال 2017 کې ترسره شوې سرشمېرنه نيوکې شوي چې شمېرې پکې سمې نه دي ليکل شوي، خو دغه سرشمېرنه د مشترکه مفاداتو کونسل د تير کال 2021 د اپرېل په میاشت کې منظوره کړې وه.
د سيند صوبې وزیراعلا مراد علي شاه وزيراعظم عمران خان ته بيا خط لېږلی وو او خپل تحفظات يې ورته وړاندې کړي چې د ټولې سيند صوبې شمېرې کمې ښودل شوي دي.
خو مرکزي وزير اسد عمر ويلي وو دوی نوې کمېټي جوړه کړې او ويلي يې ويلي وو د کال 2023 د انتخاباتو نه دومره وړاندې به دغه عمل سرته ورسول شي چې د نوو سرشمېرنو په حساب به پکې انتخابي حلقې هم جوړې شي.
د پاکستان د شمارياتو د ادارې ترمخه د کال 2017 په سرشمېرنه کې مالومه شوې چې د ملک ټوله ابادي 207اعشاريه 68 ملينه ده.