بلوچستان کې له بریدونو وروسته دپوځي مشرتابه مهمه غونډه، وایي دترهګرو نوغی به وباسي

په بلوچستان اؤ قبایلي ضلعو کې په امنیتي ځواکونو دترسره شوؤ وروستیو خونړیو بریدونو وروسته دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال باجوه هوډ ښکار کړی چې پوځ به هیواد نه دترهګرو،دهغوئ دهمکارانو اؤ ملګرو نوغی وباسي.

تیره اوونۍ دبلوچستان په نوشکي اؤ پنجګور سیمو کې په امنیتي ځواکونو خونړي بریدونه شوي وؤ چې پوځ پکې دنهو عسکرو د وژل کیدو پخلی کړی خو ددغو بریدونو ذمه وارۍ قبلونکې بلوڅ بیلتون غوښتونکې ډلې بلوچستان لبریشن ارمي بیا دعوه کړې ده چې بریدونو کې دپوځ ۱۹۵عسکر وژلي دي.

له دغو بریدونو وروسته نن دچهارشنبې په ورځ پینډۍ کې دپوځ په مرکز کې دپاکستان دپوځي مشرتابه یا کورکمانډرانو مهمه غونډه شوې چې ورته بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو دترسره شوؤ وروستیو ترهګریزو بریدونو په اړه احوال تیر کړل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد منلې چې افغانستان کې دطالبانو دحکومت جوړیدو راپدیخوا پاکستان کې ترهګریز بریدونه زیات شوي اؤ هغه اندېښنه ښودلې چې په راتلونکو دوؤ میاشتو کې دا بریدونه هم هم سیوا کیدای شي.

دپاکستان دپوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار دچهارشنبې په ورځ ویلي دجنرال قمر جاوید باجوه په مشرۍ دکورکمانډرانو ترسره شوې ۲۴۷مه غونډه کې پوځي مشرتابه ته په ګرد هیواد اؤ په ځانګړي ډول بلوچستان کې د اوسنیو پېښو په اړه احوال تېر کړل شوی دی.

دپوځ بیان کې راغلي چې پوځي مشرتابه دهغو ګامونو نه هم خبر کړل شوی دی چې پوځ یې دپاکستان دبې ثباتۍ دهڅو شنډولو لپاره پورته کوي.

دبیان له مخې دپوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه د دښمنو قوتونو د ناوړه ارادو شنډولو لپاره دپوځ په مسلکي تیاریو اؤ حفاظتي ګامونه ډاډ ښکاره کړو اؤ وئ ویل "مونږ دترهګرۍ په ضد جګړه کې یو اوږد سفر کړی دی "

جنرال باجوه ویلي دپاکستان وسله بندو ځواکونو دقام په ملاتړ دهر رنګ اؤ نسل دترهګرو په ضد کامیاب عملیات کړي اؤ اوس به هم پرې نه ښودل شي چې دامن پرځائ کولو هڅې د دښمن په لاسونو تالاترغۍ شي.

دپوځ بیان کې نه ده واضحه کړل شوې چې دښمن نه یې مراد څوک دي خو بلوچستان کې په پوځ دترسره شوؤ بریدونو نه وروسته دپاکستان حکومت ویلي وؤ چې برید کوونکو دبریدونو په مهال افغانستان سره تماسونه لرل.

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید تیره اوونۍ دپاکستان یو شخصي ټيلي ویژن جیو سره خبرو کې دعوه کړې وه چې بلوڅ یاغي وسله والو ډلو ته دپردې ترشا دپاکستاني طالبانو،داعش اؤ هند مرسته هم ترلاسه ده.

خو بلوچستان لبریشن ارمي بیا د وروستیو بریدونو په اړه خپله جاري کړې اعلامیه کې ویلي وؤ چې دوئ دبلوچستان دحقونو لپاره جنګیږي اؤ ددې توان لري چې دهیواد هره برخه کې دپوځ وینې توئ کړي.

دغه بیلتون غوښتونکې ډلې خپله اعلامیه کې په پوځ غږ کړی ؤ چې له بلوچستانه باید اوځي اؤ دسولې خبرو ته یې دنړیوال ثالث په موجودیت کې چمتووالی ښودلی ؤ.

په ۱۵م اګست افغانستان کې دطالبانو لخوا په حکومت له قبضې کولو وروسته پاکستان کې یو ځل بیا وسله والو ډلو په امنیتي ځواکونو دخپلو بریدونو لړۍ چټک کړې ده.

په دې بریدونو کې د زیاترو ذمه واري دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخستې ده اؤ یوازې د جنورۍ په مياشت کې یې د پاکستان بېلا بېلو برخو کې د۴۲ؤ بريدونو دعوه کړې وه چې پکې زيات په قبايلي ضلعو کې شوي وؤ،

روانه مياشت هم ټې ټې پي اؤ بلوچستان لبریشن ارمي تر اوسه دګڼ شمیر بریدونو ذمه واري په غاړه اخستې ده۔

د پاکستاني طالبانو او پاکستان حکومت ترمنځ تېر کال د نومبر دمياشتې نه تر دسمبر پوري د يوې مياشتې ډزبندي اعلان شوې وه چې بیا یې دطالبانو لخو په نهم دسمبر د ختمولو اعلان شوی ؤ.

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید منلې چې په دې وروستیو کې یې بیا هم پاکستاني طالبانو ته د روغې جوړې لپاره یو هئیت لیږلی ؤ خو هغه وایي دسولې لپاره دطالبانو غوښتنې دمنلو نه دي نو ځکه داسې ګڼي چې اوس هغوئ سره دمذاکراتو دروازې تړل شوي اؤ له جګړې پرته بله لاره نه ده پاتې شوې.