عمران خان افغانستان کې دبشري ناورین اندېښنه ښودلې خو څېړونکي وایي ددې ناورین ذمه وار به پاکستان وي

دپاکستان وزیراعظم عمران خان یو وارې بیا اندېښنه ښودلې ده چې که په افغانستان بهرنۍ مرستې وتړل شي نو په دې هیواد کې دانساني تاریخ تر ټولو ستر ناورین رامنځته کیدای شي.

خو څېړونکي بیا وایي دطالبانو حکومت دپاکستان په مرسته جوړ شوی دی اؤ که چرې پاکستان په طالبانو دنړۍ دغوښتنو پوره کولو لپاره فشار نه راوړي نو افغانستان کې دبشري ناورین مسولیت به په پاکستان راځي

وزیراعظم عمران خان دچین دفودان پوهنتون دمشر یا ډایریکټر ایرک لي سره پخپله یوه تازه مرکه کې ویلي دي امریکا دطالبانو دحکومت اؤ ولس ترمنځ فرق نه شي کولی.

هغه دطالبانو دحکومت دستاینې په ترڅ کې ویلي چې نن څلویښت کاله وروسته په وړومبي ځل افغانستان کې کومه شخړه نه لیدل کیږي اؤ نه هم په دغه هیواد کې کورنۍ جګړې شته.

خو هغه وایي دا چې بیا هم دطالبانو په حکومت بندیزونه لګول شوي نو ددې منفي اغیز دافغانستان په ولس کیږي .

په ۱۵ اګست په کابل دطالبانو له قبضې اؤ بیا دخپل حکومت جوړولو راپدیخوا پاکستاني چارواکي اؤ پخپله وزیراعظم عمران خان پرله پسې دنړۍ نه افغانستان سره دمرستو غوښتنې کوي اؤ وایي که نړۍ افغانستان سره مرستې ونه کړې نو افغانستان دیو ستر بشري ناورین سره مخ کیدای شي.

خو دسیاسي چارو وتلی څېړنکار ډاکټرخادم حسین وایي نن چې افغانستان کې دبشري ناورین خبره کیږي نو په دې واقعتاً خفګان پکار دی خو دا ناورین یافاجعه چې دچا له وجې مخې ته راغلې ده نو دهغې ذمه وار خلک هم معلوم دي.

ډاکټرخادم حسین وي او ای ډیوه ویب پاڼې ته وایي اوس چې په افغانستان کې کوم صورتحال جوړیږي اؤ دغلته کومې ترهګرې ډلې وجود لري هغه د روسیې،چین،ایران اؤ پاکستان حتی داروپا په ضد هم فعالیتونه کولی شي.

"نو ظاهره خبره ده چې ددې مسولیت اول په امارت اسلامي راځي اؤ بیا په پاکستان راځي"

عمران خان زیاته کړې چې دبندیزونو له امله افغانستان دیو سخت ناورین سره مخ دی ځکه چې دافغانستان دمعیشت ۷۰سلنه اډاڼه په بهرنیو مرستو ده.

هغه پخپله دې مرکه کې په امریکا هم نیوکې کړي اؤ ویلي یې دي چې افغانستان کې دامریکې مشن په دروغو ولاړ اؤ بې مقصده ؤ.

عمران خان زیاته کړې کله چې اسامه بن لادن ووژلی شو نو پکار وه چې بیا امریکا په افغانستان کې خپل مشن پائ ته رسولی ؤ .

نوموړی وایي په افغانستان کې دامریکامقاصد واضحه نه وؤ اؤ کله چې مقصدونه واضحه نه وي نو پایلې یې دناکامۍ په صورت کې مخې ته راځي.

خو څېړونکی خادم حسین بیا د وزیراعظم عمران خان ددې دریځ سره اتفاق نه لري چې ګنې امریکې په افغانستان کې ماتې خوړلې ده.

هغه وایي افغانستان کې دطالبانو حکومت دامریکې اؤ طالبانو ترمنځ د تړون په اساس مخې ته راغلی دی اؤ پاکستان دعوه کوي چې طالبان امریکې سره خبرو ته اسلام اباد کښینولي وؤ نو ځکه دا خبره به بې ځایه وي چې ګنې امریکې افغانستان کې ماتې خوړلې ده.

هغه زیاتوي په داسې حال کې چې نړۍ دطالبانو دحکومت نه غوښتنې کوي چې خپل حکومت ته پراخ بنسټه بڼه ورکړي، دبشر حقونو ته درناوی ولري اؤ پرې نه ږدي چې دافغانستان خاوره ترهګرې ډلې دنورو هیوادونو په ضد وکاروي، دپاکستان هم مسولیت جوړیږي چې خپل غږ په دې غږ کې شامل کړي.

دخادم حسین په وینا ترڅو چې طالبانو دنړۍ شرطونه نه وي منلي نو امکان نه لري چې نړۍ یا ګاونډي هیوادونه دطالبانو حکومت په رسمیت وپیژني.

هغه وایي نن چې افغانستان کې دبشري ناورین خبره کیږي نو په دې واقعتاً خفګان پکار دی خو دا ناورین یافاجعه چې دچا له وجې مخې ته راغلې ده نو دهغې ذمه وار خلک هم معلوم دي.

"دا فاجعه دامارت اسلامي له وجې راغلې ده،دپاکستان له وجې راغلې ده اؤ حتی دامریکې اؤ اروپا له وجې راغلې ده نو باید دا ټول قوتونه اوس خپل یو رول ولوبوي چې هلته یوه انساني فاجعه پېښه نه شي"

هغه وایي پاکستان دطالبانو دحکومت په بیا راوستو کې رول لوبولی دی اؤ دا هم معلومه خبره ده چې دپاکستان خاوره دطالبانو دمرستې لپاره پکار راغلې ده نو اوس پکار ده چې دبشري فعاجې دمخنیوي لپاره پاکستان په طالبانو فشار راوړي چې دنړیوالې ټولنې غوښتنې پوره کړي

نوموړی دا هم وایي چې که چرې پاکستان په طالبانو فشار نه راوړي اؤ هغوئ د رسمیت پیژندنې لپاره دنړۍ غوښتنې نه پوره کوي نو افغانستان کې دبشري ناورین مسولیت به په پاکستان راځي