صالح: طالبانو د انډریو نارت په ګډون نهه بهرنیان نیولي چې خبریالان هم پکې دي

د مخکیني ولسمشر مرستیال امرالله صالح

واشنګټن - د افغانستان د مخکیني ولسمشر مرستیال امرالله صالح په یو ټویټ کې د طالبانو لخوا د بهرنیو هېوادونو د نهو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی چې په هغو کې خبریالان هم شامل دي.

هغه ویلي، د رسنیو د نه شتون، د خلکو لخوا د راپور د نه ورکولو او خفک کونکي حالت له امله فساد، جرمونه او ظلمونه په سمه توګه نه ښکاره کېږي. د بیلګې په توګه د لویدیځو هېوادونو نهه کسان تښتول شوي چې په هغو کې د بي بي سي انډریو نارت او د ګندمک ریسټورانټ مالک پیټر جوینل هم شامل دي. طالبان دروغجن دي."

ځینې سرچینې وايي، طالبانو دغه خبریالان نیولي او بندیان کړي خو تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

انډریو نارټ د بي بي سي پخوانی همکار وو چې دا مهال یې د ملګروملتونو د کډوالو چارو له ادارې سره کار کاوه. بي بي سي یې هم نیول کېدل تایید کړي دي.

له طالب چارواکو سره د برتانوي پلاوي لخوا د اندېښنو شرېکول:

همدارنګه، د افغانستان لپاره د برتانیې د سفارت یو سفارتکار ویلي، تېره ورځ د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی او د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست امیر خان متقي او د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق سره یې لیدلي.

هغه ویلي، چې په بشري بحران، ترهګرۍ او د بشري حقونو په برخه کې د هغوی په جدي اندېښنو یې ورسره خبرې کړي.

هغه ویلي، په دې اندېښنو چې د اوږده وخت لپاره د ښځینه فعالانو بندي کول، د خلکو ځپل او له عدالت پرته د خلکو وژل په ژوره توګه د اندېښنې وړ دي.

دا دا هم ویلي،‌ چې دوی په دې ټینګار وکړ چې ټولې جونې باید په پسرلي کې بېرته ښونځیو ته لاړې شي.

ملګروملتونو د افغانستان د بشري‌ناورین په اړه اندېښنه څرګنده کړې:

د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش په یو ټویټ کې ویلي، د افغانستان خلک په نړۍ کې تر ټولو په تیزۍ سره د زیاتېدونکي بشري ناورین سره مخ دي.

هغه وویل، "مونږ ۲۲ میلینو اړمنو کسانو ته د مرستې پلان لرو خو تر اوسه مو یواځې نهه فیصده اړینې پیسې ورته ترلاسه کړي دي. زه په نړیوالې ټولنې غږ کوم چې له مونږ سره مرسته وکړي مخکې له دې چې ډېره ناوخته شي."

په ورته وخت کې رویټرز خبري رسنۍ خبری ورکړی چې ملګري ملتونه غواړي په روانه میاشت کې افغانستان ته د پیسو لېږلو یو نوی سیستم فعال کړي چې پرې د افغانستان بشري او اقتصادي ستونزې حل شي بې له دې چې په تور لست کې د شاملو طالب مشرانو لاسونو ته ورسېږي.

په اګسټ کې په واک د طالبانو د قبضې راهیسې بهرنۍ مرستې درېدلي او نړیوال بانکونه د ملګروملتونو او امریکا د بندیزونو له وېرې له افغانستان سره راکړه ورکړه نه کوي.

ملګرو ملتونو تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې د افغانستان خلک به د سخت ژمې په رارسېدو سره له لوږې او قحطۍ سره لاس او ګرېوان وي.

یاد سازمان ویلي و که چیري له دغه هیواد سره مرسته ونشي د افغانستان ۹۷سلنه وګړي به له اوسني اقتصادي وضعیت څخه اغېزمن شي.

بلخوا طالبانو د روان وضعیت څخه د وتلو لپاره د پنجشنبې په ورځ له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه له نړیوالې ټولنې سره د مستقیمو خبرو غوښتنه کړې ده..

د طالبانو هیئت چې د غیر دولتي موسساتو سره د خبرو په هدف په سویس کې دی، پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د بشري مرستو په اړه له طالبانو سره د شفافیت او حساب کتاب پر اساس پرمخ ولاړ شي.

په اعلامیه کې څرګنده شوي:"له ټولو مرسته رسونکو بنسټونو غواړو چې له افغانانو سره د بشر دوستانه مرستو د تسهیل او تدارکاتو، د پولو د پرانیستل کیدو او د بشري مرستو لپاره د یوه خوندي دهیلیز د رامنځ ته کیدو په برخه کې مرسته وکړئ."