واشنګټن - د امريکې درې غټو وزارتونو دفاع، صحت و انساني خدمت او وزارت خارجه په شريکه د 3.3 بيلين ډالرو نه زياتې پيسې لګولي چې په زرګونو هغه افغانان د افغانستان نه شپه په شپه وباسي او ژوند يې وژغوري چې د امريکا او د امريکا د ملګرو مرستې يې کړې دي.
دا افغانان د “ملګرو ته هرکلی اپريشن” په نوم په بيړنۍ توګه ويستل او په بهر ملکونو کې ځای په ځای کول هله پيل شو چې امريکايي او نېټو ځواکونه د افغانستان نه په وتلو شو.
څنګه چې د افغانستان پخواني حکومت تېر کال په اګست کې سقوط وکړو امريکا د افغان ملګرو او د هغو افغانانو- چې د طالبانو د راتګ سره يې ژوند په خطر کې وو- د افغانستان نه بهر وويستل.
د امريکا د خارجه چارو د وزير اینټني بلینکن په وينا “دا د تاريخ تر ټولو لوی هوايي اپريشن دی چې د کابل نه هغه خلک وباسي چې ژوند يې محفوظ نه دی”.
په اپرېشن کې ځينې وخت ځای په ځای بدنظمي جوړه شوه او داسې هم وشول کله چې د سورلو ډک جهازونه د کابل هوايي ميدانه پاڅېدل يو شمېر افغانان په پوځي جهازونو پورې ونښتل چې ځينو پکې ژوند د لاسه وکړو.
د اپرېشن په وخت د کابل په ايرپورټ ترهګر بريدونه هم وشول چې پکې د 180 نه زيات افغانان ووژل شول. په دې بريدونو کې 13 هغه امريکايي پوځيان هم و وژل شول چې په کابل هوايي ميدان کې د ژغورنې په کار بوخت وو.
داعش خراسان د دې حملې ذمه واري منلې وه.
د مېډيا رپورټونه د ځينو دستاويزونو چې د “2021 افغان ايواکوېشن بای نمبر” په نوم پټ ساتل شوي وو او د مېډيا سره «دي فريډم آف انفارمېشن ايکټ» لاندې شريک کړی شول ښيي چې اپرېشن ډېر په وارخطايۍ کې شوی او د امريکايي پوځيانو او سفارتکارانو د يو بل سره رابطې کمزورې وې.
د امريکايي چارواکو د شمېرو تر مخه د دوو اوونیو د اپرېشن د لارې 124.000 تنه د کابل نه په خيريت سره وويستل شو.
وزارت خارجه چې په اپرېشن کې مخکې مخکې وو 37 ميلين ډالر هغه تجارتي جهازونو ته ورکړې چې کله د 31 اګست نه امريکايي پوځي جهازونه د کابل نه الوتل بند شو خو لا ډېر خلک ژغورل پاتې وو.
د کابل نه ګڼ شمېر ژغورل شوي افغانان چې د سرکاري ريکارډ مطابق يواځې 76,000 تنه يې امريکا ته راوړل شوي او د ابادولو چارې يې روانې دي.
دا خلک وړومبی په قطر کې د امريکې پوځي مرکزونو ته يووړل شول چې امريکا ته د راوستلو او په نورو هېوادونو کې د ځای په ځای کولو نه وړاندې يې پوره معلومات واخستل شي.
ځينې ژغورل شوي افغانان جرمني او متحده عرب امارات ته هم ولېږل شول چې د مستقل رهايش بندوبست يې وکړل شي. يو شمېر افغانان لا امريکا د راوستلو په حال کې دي چې د افغانستان نه ويستل شوي خو په بهر ملکونو کې انتظار کوي.
د صحت وزارت مطابق په سلګونو افغانان په بیړنۍ توګه امريکا ته د انتقالولو نه منع کړل شو ځکه چې وایي نور معلومات يې په اړه اخستل ضروري وو.
تېره اوونۍ په سلګونو ژغورل شوو افغانانو د متحده عرب امارات په يو کيمپ کې تر درېو ورځو پورې احتجاج کړی وو او غوښتنه يې کوله چې امريکا ته دې ورسول شي.
د ويستل شوو افغانانو يو اکثريت د هغه خلکو دی چې په افغانستان کې يې د امريکايي ځواکونو سره کار کولو، په سپېشل ايمېګريشن ويزه امريکا ته راوستل شوي او د تېر کال په ژغورل شوو خلکو کې 3500 د امريکا مستقل اوسېدونکي لا ګرين کارډ لرونکي هم دي.
نزدې 36,000 داسې افغانان هم امريکا ته راوستل شوي چې هغه د امريکا د ايميګريشن د يو قانون لاندې هم نه راځي خو هغو ټولو ته د انساني خواخوږۍ په بنياد سر پناه ورکړی شوه.