د ذهني اؤ بدني ځورونې مخنیوي لپاره دپاکستان مرکزي محتسبه کشماله طارق وایي په دې وروستیو کې دپاکستان دننه دمیرمنو دذهني اؤ بدني ځورونې کچه لوړه شوې ده اؤ باشعوره میرمنو ته به په دې لړ کې خپل غږ پورته کول وي.
دمیرمنو دځورونې دقوانیو په اړه داګاهۍ خورولو په په غرض تیره ورځ کراچۍ کې راجوړې شوې یوې غونډې ته خپله وینا کې کشماله طارق ویلي چې ښځو ته نیغ، نیغ کاته هم دهغوئ په ځورونه کې راځي اؤ میرمنې باید دکار په ځایونو کې دهغوئ دتنګولو شکایتونه د دولتي ادارې فوسپا سره درج کړي.
هغې وویل تراوسه دمیرمنو دځورونې دڅلورو زرو نه زیاتې قضیې اوریدل شوي چې په دې کې د۹۹فیصدي میرمنو لخوا دځورونې لګول شوي تورونه سم ثابت شوي دي.
دکشماله طارق په وینا باشعوره میرمنو ته نه یوازې دخپلې ځورونې په ضد غږ پورته کول پکار دي بلکې اړینه ده چې دوئ په جایداد کې دخپل حق غوښتو دقانون سازۍ لپاره هم مبارزه وکړي.
د غېر دولتي تنظيم "پېمان" يوه کاروکونکې اقصا بي بي وي او ای ډیوه ته وايي پاکستان کې کار کوونکې ښځې د کار په ځايونو کې د جنسي ځورونې په ضد جوړ قانون څخه نه دي خبر او دوئ کولی شي چې د جنسي ځورونې په صورت کې اړونده ادارو ته لاړې شي.
هغه وایي "ډيرې زياتې مسلې هغو ښځو ته راځي، څوک چې سکول ته ځي او يا د کار ځايونو ته ځي، پاکستان کې قانون موجود دی بايد چې ښځې پرې پوهه شي او بيا د ضرورت په وخت هغه قانون وکارئ"
پاکستان کې د کارونو په ځائ کې د زنانه و د ځورنې په ضد قانون کال۲۰۱۰ م کې او د انټرنیټ دلارې د ځورونې دمخنیوي قانون ۲۰۱۶ کې منظور شوي دي.
خو د ګلوبل جنډر ګیپ انډکس د ۲۰۲۰م راپور تر مخې پاکستان د صنفي امتیاز په اړه ۱۵۳ هیوادونو کې په ۱۵۱م نمبر ولاړ دی.
د نړيوال بېنک دشمېرو ترمخه په پاکستان کې کارکونوکو ښځو او سړو کې د ښځو برخه نزدې درویشت فيصدي ده،
د ورلډ بېنک د کال۲۰۱۹م د رپورټ ترمخه د دریمې نړۍ هېوادونو کې ښځې د کورونو نه بهر کار د پاره لري نه ځي، زياتره ښځو ته د سړو مقابله کې يو شان د کار موقعې هم نه ترلاسه کیږي.
کارپوهان وايي. د ځورونې په هکله د عامو خلقو دپوهې په بېدارولو او په قوانینو په سختۍ سره دعمل کولو دلارې د زنانه و په ضد د ځورونې پیښو کې تر ډیره حده کمی راتلی شي.