د روس لخوا په یوکرین دحملې سره سم ماسکو کې دپاکستان د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ دپاکستاني چارواکو ترمنځ دمشورې مهمه غونډه شوې اؤ دپاکستان دولتي ټي وي وایي وزیراعظم عمران خان د رامنځته شوي تازه وضعیت په اړه دپاکستان اړونده ادارو سره تماس کې دی.
پاکستاني میډيا وایي له دې بریده وروسته نن د وزیراعظم عمران خان اؤ د روس د صدر ولادیمیر پوټين ترمنځ دټاکل شوي ملاقات مهال ویش بدل کړی شوی دی اؤ اوس به دیو ساعت دا لیدنه درې ساعتو ته اوږودولی شي.
په یوکرین د روس دا برید په داسې حال کې شوی چې دپاکستان وزیراعظم دخپل لوړ رتبه پلاوی سره ماسکو کې موجود دی اؤ په دې حساسو شرايطو کې ماسکو کې دپاکستان د وزیراعظم په موجودیت په نړیواله کچه په سوشل میډیا بحثونه پیل شوي دي.
څېړونکي وایي له دې برید وروسته پاکستان دتاریخ دیو سخت فشار لاندې راتلی شي اؤ داسې اندېښنې ښایي چې اوس دپاکستان اړېکې دامریکې اؤ لویدیخې نړۍ سره خرابیدای شي.
وزیراعظم عمران خان ماسکو ته دسفر نه وړاندې روسي ټيلي ویژن ته ویلي وؤ چې پاکستان تیرو وختونو کې دامریکې په ملګرتیا کولو درانه زیانونه لیدلي نو ځکه به دیوکرین اؤ روس شخړه کې دهیچا په طرف نه ودریږي.
خو دا چې اوس روسیې په یو کرین خپل برید په داسې حال کې پیل کړی چې دپاکستان وزیراعظم دخپلو لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره ماسکو کې موجود دی پاکستان کې دننه اؤ بهر څېړونکي عمران خان اؤ دهغه حکومت دسختو پوښتنو لاندې راولي.
روس ته دپاکستاني پلاوي له سفر وړاندې پاکستاني حکومت پلوه میډیا اؤ سیاسي فعالینو دعمران خان دا سفر تاریخي بللی ؤ خو وتلی پاکستاني خبریال طلعت حسین اوس په یو کرین له برید وروسته په ټویټر لیکي "رښتیا هم دماسکو سفر تاریخي ثابتیږي"
طلعت حسین لیکلي "دا (سفر) به نه یوازې مونږ په یاد ساتو بلکې دپوټین ترڅنګ به یې ټوله لویدیځه نړۍ هم نه هیروي،اؤ که مونږ یې دهیرولو هڅه هم وکړو نو واشنګټن ،لندن اؤ اروپا به زمونږ یاداښت ځائ ته راولي"
څېړونکي اؤ پاکستاني خبریال رضا احمد رومي روسیې ته موجوده شرایطو کې دعمران خان دسفر په اړوند دپاکستان خارجه دفتر اؤ ایجنسیو په توان پوښتنه راولاړه کړې ده اؤ په ټویټر یې لیکلي چې "دسوچ خبره داده چې زموږ خارجه دفتر اؤ ایجنسیو خان صیب په سمه توګه نه دی پوهه کړی که نا یا بیا هغوئ په نړیوالو چارو تر هرچا زیات پوهیږي؟"
خبریال سلیم ساپي وایي داسې ښکاري چې د روس صدر له قصده په داسې موقعه رابللی ؤ اؤ دهغه هرکلی یې په یو کرین دبرید په کولو سره کړی دی.
سلیم ساپي په ټویټر عمران خان سره د روس په سفر تللو حکومتي وزیرانو اؤ سلاکارانو ته مشوره ورکړې ده چې عمران خان باید په دې پوهه کړي چې هلته (ماسکو کې) داسې ـ څه خبره ونه کړي چې هغې نه دیوکرین په د روس دبرید ملاتړ تاثر راولاړیدلی شي
دپاکستان د دولتي ټيوي د رپورټ له مخې د روس لخوا په یو کرین له برید وروسته دبرید وروسته ماسکو کې دپاکستاني چارواکو راجوړه شوې دمشورې غونډه کې د وزیراعظم عمران خان ترڅنګ دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي،دملي امنیت سلاکار معید یوسف،دخزانې وزیر حماد اظهر،داطلاعاتو وزیر فواد چوهدري اؤ نورو مهمو چارواکو برخه اخستې ده.
روس په یو کرین دا برید په داسې حال کې کړی چې چې ټاکل شوې ده هم نن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د ماسکو په سفر تللی د پاکستان وزیراعظم عمران خان د روس صدر ولادیمیر پوټین سره لیدل کوي.
دپاکستاني میډیا له مخې ددې لیدنې دپاره وړاندې نه ټاکل شوی مهال ویش په یوکرین د روسیې له برید وروسته بدل کړل شوی دی اؤ هم د لیدنې وخت دیو ساعت په ځائ دریوؤ ساعتو ته اوږد کړل شوی دی خو روس یا پاکستان په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
پاکستان کې دمخکې نه څېړونکو ماسکو ته د روان کړکیچ په جریان کې د وزیراعظم عمران خان په سفر نیوکې کولې اؤ دریځ یې لرلو چې روسیې ته دعمران خان د سفر وخت مناسب نه دی.