امریکې له کېنېډا او ګڼو یورپي هېوادونو سره له «سویفټ» بېنکي نظامه د ځینو روسي بېنکونو ایستلو اعلان وکړ

واشنګټن ــــ امریکې له فرانس، جرمني، ایټلي، برتانیې او کېنېډا سره په ګډه اعلان وکړ، چې د روس ځینې بېنکونه به د «سویفټ» په نامه له بېنکي نظامه باسي، دا هغه سیسټم دی چې د نړۍ زرګونه بېنکونه یې له بل سره تړلي دي.

سپینې ماڼۍ د شنبې- خالي په ورځ ناوخته په یوه ګډه خبرپاڼه کې وویل، چې له دې اعلان سره به دا خبره باوري چې دغه روسي بېنکونه له نړیوال مالي نظام څخه پرې شي او په نړیواله کچه یې فعالیت ودرېږي:

"موږ د داسې بندیزونو د لګولو اراده کړې ده چې د روس مرکزي بېنک به نه شي کولای خپل نړیوالې ذخیرې په داسې توګه ځای پر ځای کړي چې زموږ د بندیزونو اغېز کموي".

سویفټ د «دي‌ سوسایټي فار ورلډوایډ انټربېنک فاینانشل ټیلي کمیونیکېشن» لنډیز دی چې معنا یې دی د بېنکونو تر منځ‌ د مالي اړیکو ټولنه، د دې نظام له مخې هېوادونه تر خپل منځ‌ په اسانه یو بل ته پیسې لېږي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د دې تازه اعلان په اړه لا څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې د شنبې- خالي په ورځ وختي په یو ویډیو پیغام کې د ځینو یورپي هېوادونو له خوا له «سویفټ» څخه د روس د ایستلو هرکلی کړی وو.

ولادیمیر زلنسکي ویلي وو د اوکراین سفیرانو پرون د یورپ د ټولو هېوادونو له مشرانو سره خبرې کړې او له هغوی یې په کلکه غوښتي چې روس له نړیوال بېنکي نظام «سویفټ» څخه وباسي:

"دا د روس لپاره د اربونو اربونو تاوان دی، دا زموږ پر هېواد د ناوړه یرغل بیه ده چې پرې کوي یې، اوکراین د ټولې مهذبې نړۍ د پام په را اړولو کې کامیاب شو، عملي نتیجه یې څه شوه؟ دا ده- سویفټ: له نړیوال مالي تهذیبه پرې کېدل".

سپینې ماڼۍ په ګډه خبرپاڼه کې ویلي د هغو کسانو او ادارو په ضد ګامونه اخلي چې په اوکراین کې د روس له جګړې او د روسي حکومت له زیان رسوونکو کارونو سره مرسته کوي:

"په ځانګړې توګه موږ اراده لرو چې د ښهریت ــ د ګولډ پاسپورټ ــ ورکول محدود کړو، چې د روس له حکومت سره تړلي شتمن روسان زموږ د هېوادونو ښهریان کېږي او زموږ مالي نظام ته رسایي پیدا کوي".

د اقتصادي چارو پوهان وایي که روس له «سویفټ» نظامه و ایستل شي نو له دې سره به د دې هېواد د بېنکونو نظام اغېزمن شي او په نړیواله کچه به یې فنډونو ته رسایي ګرانه شي.

خو وایي ځینې حکومتونه فکر کوي چې که روس په بشپړه توګه له سویفټ څخه وباسي نو د دوی خپل اقتصاد ته یې هم زیان رسېدای شي، ځکه چې وایي د روس د تېلو او ګېسو په اخیستلو کې به له ستونځو سره مخ شي.

امریکا وایي له خپلو ټولو متحدینو سره به راتلونکې اوونۍ ټرانزایټلانټیک ټاسک فورس شروع کړي چې ورسره به د دوی د مالي بندیزونو عملي کول باوري کړي، وایي له دې سره به د روس پر نورو چارواکو هم اقتصادي بندیزونه ولګوي.