پاکستان د يوکرېن او روس په شخړه کې څومره کردار ادا کولی شي؟

د پاکستان خارجه وزیرشاه محمود قرېشي د یوکرېن د بهرنیو چارو وزير سره په ټيليفون خبرې کړي، او د روس او یوکرېن ترمنځ روانو حالاتو باندې يې ورسره خپله اندېښنه شريکه کړې ده.

پاکستان يوکرېن ته ويلي باید دا شخړه دې د سفارتکارۍ د لارې هواره شي.

څيړونکي وايي، پاکستان په دې سیمه کې لا دومره حیثیت نه لري چې په روس يا يوکرېن زور راوړي، چې شخړه دې د خبرو د لارې حل کړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر ويلي، د يوکرېن د بهرنيو چارو وزیر ته شاه محمود قریشي‌ ويلي دي چې پاکستان ګڼي چې مسلې دې د خبرو او سفارتکارۍ د لارې حل کړی شي، او د روس او يوکرېن ترمنځ شخړه دې هم د خبرو په زریعه هواره شي.

او وزیراعظم عمران خان هم د روس په سفر کې دا تمه څرګنده کړې وه چې دا مسله د مذاکراتو د لارې حل کول ضروري دي.

په داسې حال کې چې روس په يوکرېن بريد کړی او هلته جګړه روانه ده، د پاکستان دغه بيان څومره اهميت لري؟،

څيړونکی عظیم کاکړ وایي چې يو خوا د پاکستان وزیراعظم په داسې حال کې د روس سفر کړی چې په نړيواله کچه د يوکرېن په شخړه اکثرو هېوادونو د روس غندنه کړې ده.

هغه وویل، بله دا چې د ترکي او سعودي عرب په شان هېوادونه په دغه شخړه په بیان ورکولو کې د ډېر احتیاط نه کار اخلي.

عظیم کاکړ وایې روس د پاکستان د وینا نه زیات خپلو ګټو ته ګوري او نه د پاکستان په شان هیوادونه د روس د پاره دومره اهمیت لري ځکه چې روس اوس هم ګڼي چې هغه په دې سیمه کې يو طاقتوره هېواد دی.

نوموړی زياتوي، د هغه په نظر د خارجه وزیر د دې ټیليفون مقصد په حقیقت کې دا وو چې په يوکرېن کې موجود پاکستانیان چې زیاتره پکې زده کونکي دي، هغه به څنګه بیرته پاکستان ته راوستل شي.

د نړيوالو اړيکو کار پوهه ډاکټر سرفراز خان وایي چې د روس دپاره پاکستان یو باوري او اهميت لرونکی هیواد نه دی، ځکه چې په تیرو وختونو کې داسې ډېر ځله شوي دي چې پاکستان د روس سره لوظنامې کړي خو بیا ترې وروسته شوی دی لکه د پوځي امر پرویز مشرف په وخت کې د پاکستان سټيل ميل د پراخه کولو يوه معاهده د روس سره شوې وه، خو عمل پرې نه وو شوی.

هغه وويل، دغه شان نور هم ډېر مثالونه په خصوصي توګه د جنګي وسلو اخستو په معاهدو عمل نه کول پکې شامل دي.

ډاکټر سرفراز خان وایي په داسې حال کې چې د نړۍ اکثره هېوادونه د يوکرېن په مسله د روس غندنه کوي، د وزیراعظم عمران خان د روس سفر به پاکستان ته د ګټو ورکولو په ځای د غربي هېوادونو سره اړيکو باندې منفي اغېزې وکړي.

عمران خان د وړاندې نه څو وارې دا خبره کړې وه چې پاکستان به د یو بلاک برخه هم نه جوړيږي خو وروسته په داسې حال کې د پاکستان وزیراعظم د روس سفر کړی چې د دغه سفر په مهال روس په يوکرېن بريد وکړو.

پاکستان کې اکثره ناقدین دا نظر لري چې په داسې حال کې د وزیراعظم عمران خان د روس دغه سفر به د ګټو په ځای د پاکستان دپاره د تاوان سبب جوړيږي.