په ګرده نړۍ کې نن دمیرمنو نړیواله ورځ په داسې حالاتو کې نمانځل کیږي ملګرو ملتونو افغانستان کې دطالبانو دحکومت رامنځته کیدو نه وروسته دغه هیواد کې دښځو په وضعیت اندېښنه ښودلې اؤ دبشري حقونو اؤ دښځو سازمانونه وایي چې پاکستان کې هم دمیرمنو په ضد دتاؤتریخوالي اؤ تشدد لړۍ نوره غځېدلې ده.
دپاکستان په بیلابیلو سترو ښارونو کې په اتم مارچ دښځو دنړیوالې ورځې په اړه دعورت مارچ په نوم لاریونونه شوي چې دغه لاریونونو کې ګڼ شمیر میرمنو اؤ دمدني ټولنې فعالانو برخه اخستې اؤ ښځو ته د دهغوئ دټولو،سماجي ،انساني اؤ جمهوري حقونو په ورکولو ټینګار کړی دی.
دښځو دنړیوالې ورځې دپیل څخه دپاکستان دمذهبي چارو مرکزي وزیر نورالحق قادري دپاکستان د وزیراعظم په نوم یو لیک استولی ؤ اؤ په دغه لیک کې یې دښځو مارچ دبندیز غوښتنه کړې وه خو وزیراعظم عمران خان یا سرکاري محکمو په رسمي په عورت مارچ دبندیز په اړه هیڅ امر نه دی کړی.
د هوا لور په نوم د مېرمنو دحقونو دپاره دغږ پورته کوونکي سازمان يوې مشرې خورشيد بانو دمذهبي چارو د وزير دغه لیک ليک د هغه بيانيې برخه ګرځولې چې تر مخه يې زنانه د دويمې درجې مخلوق ګنل کيږي ۔
نوموړې وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي ،د زنانه ؤ په جايداد کې برخه ، د غېرت په نوم وژنې ،دکورني تشدد پېښې او داسې نورې ستونزې دي چې پرې غږ پورته کول پکار دي خو بيا په دغه ستونزو ولې دمذهبي چارو د وزير له لوري وینا نه اورېدل کيږي ؟
پاکستان کې دتیرو پینځوؤ کالو راپدیخوا هرکال په اتم مارچ دهیواد بیلابیلو برخو کې دعورت مارچ په نوم میرمنې لاریونونه کوي اؤ پروسکال پلازمینه اسلام اباد کې په عورت مارچ کې دګډوډۍ رپورټونه مخې ته هم راغلي وؤ اؤ داسې دعوې شوې وې چې ځېنو سخت دریځو طبقو ددغه لاریون دمخنیوي هڅې کړې وې.
دعورت مارچ پرضد مذهب پلوه طبقه دریځ لري، چې اسلامي ټولنه کې دښځو دغسې لاریونونه په کورونو دناستو میرمنو ذهنونه خرابوي اؤ باید داسلامي ټولنې د وګړو په توګه پاکستانۍ ښځې دچادرۍ یا برقعې ورځ ونمانځي.
دپاکستان دمرکزي پارلیمان پخوانۍ غړې جمیله ګیلاني بیا دا دریځ دښځو دحقونو په وړاندې زیاتی بولي اؤ وایي ښځې که چرې دخپل حق لپاره غږ پورته کوي نو دا د دوئ اییني،قانوني ،بشري اؤ جمهوري حق دی اؤ باید ددې غږ په وړاندې خنډان راولاړ نه کړل شي.
وي او ای ډيوه ته جمیله ګیلاني ویلي دي دنړۍ په ګڼو هیوادونو کې ښځې د سړو برابر حقونه لري خو په پاکستان کې دښځو د حقونو دپاره غږ پورته کول اړین دي.
پاکستان کې د بشري حقونو د څار غېر دولتي خپلواک کمیسیون ايچ ار سي پى د رپورټ ترمخه په هېواد کې هرکال نيزدې 800 ښځې د غېرت په نامه وژل کېږي.
سږکال دا ورځ په داسې حالاتو کې نمانځل کیږي چې دتیرکال داګست په پینځلسمه افغانستان کې دخلکو لخوا یو منتخب حکومت له مینځه تللی اؤ طالبانو دټوپک په زور په واک قبضه کړې ده.
دطالبانو حکومت تراوسه دنړۍ یو هیواد هم په رسمیت نه دی منلی اؤ نړیواله ټولنه دطالبانو حکومت نه دښځو دحقونو باوري کولو اؤ جینکو ته د زده کړو لپاره دحالاتو په سازګارولو ټینګار کوي.
د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت دملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ پخپله اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې رامنځته شوي بحران ټول اغېزمن کړي، دمیرمنو حقونو ته یې ګڼ شمیر چیلنجونه راولاړ کړي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په اعلامیه کې ددغه ادارې یبورا لاینز له خولې ویل شوي "هغه څه چې موږ یې نن په افغانستان کې وینو، د ناورین بحراني کچه ده. هر یو په دې هیواد کې له اوسني بحران څخه اغیزمن شوی، خو د ښځو او نجونو وضعیت په ځانګړې توګه د اندیښنې وړ دی، ځکه چې د دوئ حقونه او فرصتونو ته د دوی لاسرسي په زیاتیدونکي توګه ننګول شوی دی."
یوناما په عام ژوند کې د افغان ښځو او نجونو په بشپړه او مساوي ګډون ټینګار کړی او هغه یې د افغانستان لپاره مهم بللی دی او زیاتوي چې په عام ژوند کې له ګډون او زده کړو محرومول، په لویه کچه د هیواد د اقتصادي پرمختګ مخه نیسي.
دطالبانو دحکومت د نزدې شپږو میاشتو په موده کې څو،څو کرته دافغانستان میرمنې سړکونو ته راوتلي اؤ خپلو حقونو لپاره یې احتجاجونه کړي چې دنړیوالو رسنیو د رپورټونو له مخې په ځېنو مواردو کې طالبانو په دغو میرمنو تشدد هم کړې دی .
دافغانستان دځېنو ولایتونو نه دهغو میرمنو د مرموزو وژنو راپورونه هم مخې ته راغلي چې دعوه کیږي دښځو دحقونو لپاره یې غږ پورته کولو.
تیرکال هم دنومبر په میاشت کې دافغانستان دبلخ ولایت نه دمدني ټولنې د څلورو فعالانو میرمنو دبې درکه کیدو اؤ وروسته د وژل کیدو رپورټونه مخې ته راغلي وؤ.
طالبان دښځو دحقونو څخه دسرغړاوې ادعاوې ردوي اؤ وایي دافغانستان په څېر یوه پښتني اؤ اسلامي ټولنه کې ښځو ته د هغو ټولو حقونو په ورکولو ژمن دي چې اسلام دوئ ته ورکړي دي.