په اوکراین کې یو امریکایي خبریال مړ او یو بل زخمي شوی دی

رائیټرز - د اوکراین امنیتي چارواکو ویلي چې روسي ځواکونو د کیېف ښار ته نږدې اېرپېن سیمه کې یو امریکایي خبریال په ګولۍ ویشتلی او وژلی یې دی، او یو بل خبریال یې زخمي کړی دی.

د کيېف د ځایي پولیسو مشر انډري نایبیتوف د اتوار/یکشنبې په ورځ دا خبر ورکړ. هغه ویلي و چې وژل شوي صحافي، د امریکا نیویارک ټایمز اخبار ته کار کاوه، خو وروسته نیویارک ټایمز وویل چې هغه خبریال پخوا یو وخت د دوی دپاره کار کړی و، مګر اوس یې د دوی خبریال نه و. نیویارک ټایمز د وژل شوي خبریال نوم، برېنټ رېناډ ښودلی دی.

د نیویارک ټایمز اخبار ویاند په ټویټر باندې یو بیان خپور کړی چې په کې ویل شوي: «مونږ د برېنټ رېناډ د مرګ د خبر په اورېدو سخت خوابدي شوو. برېنټ یو تکړه فوټوګرافر او فلم جوړوونکی و چې څو کاله یې نیویارک ټایمز اخبار سره کار کړی و.»

خو نیویارک ټایمز پخپل بیان کې د وژل شوي خبریال په اړه دا وضاحت هم ورکړی چې، «که څه هم هغه پخوا (آخر ځل په ۲۰۱۵ کې) نیویارک ټایمز سره همکاري کړې وه، خو په اوکراین کې د نیویارک ټایمز هېڅ برخې له اړخه هغه په کار نه و ګومارل شوی.»

نیویارک ټایمز زیاته کړې، دا چې اول رپوټونه خپاره شول چې ګنې برېنټ نیویارک ټایمز ته کار کاوه، له دې وجې و چې هغه د نیویارک ټایمز یو ډېر پخوانی نشاني کارډ په غاړه کړی و.

دویم خبریال چي زخمي شوی دی، هم امریکایی دی او د معالجې دپاره روغتون ته رسول شوی دی. هغه چې خپل نوم یې خوان ښودلی، وایي چې برېنټ رېناډ په غاړه کې په مرمۍ ولګېد.

خوان په هسپتال کې مطبوعاتو ته وویل: «مونږ په اېرپین کې اول پل نه تېر شوو، مونږ تللو چې نورو تلونکو کډوالو نه تصویرونه وباسو، او یو ګاډي ته وروختلو. یو چا مونږ ته وړاندیز وکړ چې د پل هغې بلې غاړې ته مو بوزي. مونږ د یو چېک پواینټ نه تېر شوو، او هغو په مونږ ډزې پیل کړې. نو ډرایور ګاډی راوګرځاوه، او هغو همداسې لا ډزې کولې. زما ملګری برېنټ رېناډ ولګېد او تر شا پاته شو.»

د کیېف د ځایي پولیسو مشر ویلي، برېنټ ریناډ په اېرپېن کې د روسي ځواکونو له خوا ویشتل شوی، مګر د دې واقعې په اړه یې نور تفصیل ندی ورکړی.