سپریم کورټ:عدلیه به سیاسي معاملو کې لاسوهنه نه کوي

واکمن پاکستان تحریک انصاف د خپل ګوند هغو دپارلیمان غړو ته نوټسونه ورکړي چې د وزیراعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ دتحریک مخې ته د راتلو ترڅ کې د مخالفو ګوندونو سره یوځائ شوي دي.

په عین حال کې دپاکستان سترې محکمې ویلي چې عدلیه به سیاسي معاملو کښې مداخلت نه کوي.

د وکیلانو دمرکزي تنظیم سپریم کورټ بار ایسوسي ایشن لخوا د بې باورۍ تحریک په وخت د حکومت اؤ مخالفو ګوندونو لخوا اسلام اباد کې داعلان شوؤ جلسو له امله د جګړې د ویرې په هکله د خواست اوریدنې په وخت دسپریم کورټ مشر قاضي عمر عطا بندیال ویلې تمه ده چې سیاسي خواوې به د صبر نه کار اخلي اؤ عدالت به د بې باورۍ تحریک اؤ سیاسي معاملو کښې مداخلت نه کوي.

مشر قاضي وایي څه چې روان دي هغې سره هم د عدلیې څه کار نشته خو عدالت به په دستور عمل باوري کوي.

سترې محکمې هم ددغه اوریدنې په وخت تیره ورځ د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف دغړو لخوا په سیند هاوس دشوي برید په هکله د پولیسو نه رپورټ هم غوښتی دی.

ستر عدالت د وکیلانو دتنظیم لخوا دې خواست کښې ټاکل شوؤ فریقینو، پاکستان مسلم لیګ، پیپلز ګوند، جمعیت علما اسلام اؤ واکمن ګوندپاکستان تحریک انصاف ته هم نوټسونه جاري کړي دي.

عدالت کې ددغه اوریدنې په مهال د پارلیمان دغړو د رکنیت ختمولو په اړه د دستور په آرټیکل 63-A هم خبرې شوي دي خو عدالت ویلې دي په دې به غوڅې خبرې د صدراتي امر یا ارډینس نه وروسته کوي.

حکومت ددې ارټیکل دتشریح یا سپیناوي د پاره سپریم کورټ ته خواست کړی دی.

قانون پوهه قاضي انور ډیوه ته وایي ددې ارټیکل ترمخه یو ګوند د خپل پارلیماني غړي رکنیت هغه وخت ختمولی شي کله چې هغه د خپل ګوند پرضد ووټ وکاروي نو یو کار چې تراوسه شوی نه دی په هغې به څوک څنګه چاته سزا ورکړي؟

بلخوا واکمن پاکستان تحریک انصاف ګوند خپلو هغو غړو ته نوټسونه جاري کړي دي چې موجوده وخت کې د تحریک عدم اعتماد په لړ کې یې اپوزیشن ګوندونو ته دملاتړ باور ورکړی دی .

داطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري میډیا ته ویلې دي دغه غړي دې توبه وباسي اؤ بیرته دې خپل ګوند ته راشي اؤ که نه راځي نو وړومبی دې د پارلیمان نه استفا ورکړي اؤ پخپل زور دې انتخابات وګتي، بیا چې څه کوي، ددوئ به ورنه څه ګیله نه وي.


دا مهال په ښکاره څلېریشتو نه زیات د پاکستان تحریک انصاف غړي دعمران خان په ضد دبې باورۍ تحریک کښې مخالفو ګوندونو سره یوځائ شوې دي اؤ حکومت وایې اپوزیشن د پیسو په زور ددغو غړو وفادارۍ اخستې دي.

د مخالفو ګوندونو ایتلاف د مارچ داتمې نېټې نه قامي اسمبلۍ کښې دوزیراعظم عمران خان پرضد د بې باورې تحریک جمع کړی دی اؤ د دستور ترمخه سپیکر پابند دی چې په دغه تحریک رایې اخستو د پاره د قامي اسمبلۍ غونډه راوبلي خو تراسه سپیکر اسد قیصر دا غونډه نه ده رابللې.