د چين د بهرنيو چارو وزير د کابل سفر کړی

په افغانستان کې واکمنو طالبانو ویلي، د چين سفير د کابل سفر کړی دی، خو دا يې نه دي ویلي چې د چين د سفير د کابل د تګ ايجنډا څه ده.

په افغانستان کې د طالبانو د بهرنيو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ټويټر ويلي،

"د چین د بهرنیو چارو وزیر نن په یوه ځانګړي سفر افغانستان ته راغی او له خپل سیال محترم متقي صاحب سره یې غونډه جریان لري".

بلخي ويلي په دغه اړه به نور جزيات وروسته خپاره کړي.

په 15 اګست په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته دا د چين د بهرنيو چارو د وزير لومړی سفر دی چې کابل ته تللی دی.

د چين سفير په داسې وخت کې د کابل سفر کړی چې په اسلام اباد کې د اسلامي هيوادونو د همکارۍ تنظيم (او ايي سي) غونډه شوې او د چين سفير پکې هم ګډون کړی دی.

د چين د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې د کابل سفر کړی چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت تراوسه پورې يو هيواد هم په رسميت نه دی پېژندلی.

د جنورۍ په مياشت کې د چين د خارجه وزارت وياند چاو لي جيان په يو خبري کانفرنس کې ویلي وو، که چېرې طالبان غواړي چې دنیا یې په کابل کې حکومت په رسميت وپېژني نو زر تر زره دې د نړۍ غوښتنې ومني.

هغه دغه خبره د خبريالانو دهغې پوښتنې په ځواب کې کړې وه چې ګنې طالبان د خپل حکومت په نړۍ د منلو د پاره د چين نه مرستې اخلي.

نوموړي ويلي‌ وو چين هيله لري چې طالبان به د نړيوالې ټولنې په غوښتنو عمل وکړي او په ملک کې به يو آزاد سياسي نظام ته لاره هواره کړي چې پکې د هرې ټولنې استازيتوب ښکاري او يوه مينځ رويه کورنۍ او خارجه پاليسي به جوړه کړي او د ټولو ترهګرو ډلو په ضد به مبارزه وکړي نو نړيواله ټولنه به یې هله حکومت تسليم کړي.

د چين د خارجه وزارت وياند په طالبانو غږ کړی وو چې په ملک دننه او بهر دې د هر ډول ترهګرې ډلې سره اړيکې پرېکړي او د ګاونډي ملکونو سره دې خپلې اړيکې سمې کړي.