بلوچستان:پوځ وایي عملیاتو کې یې شپږ ترهګر وژلي

دپاکستان پوځ وایي دبلوچستان دسبي سیمې ترڅنګ په ناګاؤ کې یې دترهګرو په ضد عملیات کړي چې پکې شپږ ترهګر وژل شوي دي.

پوځ وایي دې عملیاتو کې دترهګرو په ډزو یو عسکر هم وژل شوی اؤ بل ژوبل شوی دی.

دپوځ د ویاندې ادارې ایي ایس پي ار په بیان کې ویل شوي دغه عملیات تیره ورځ په یوه غرییزه سیمه کې دترهګرو د موجودیت په اطلاع شوي دي.

دبیان له مخې کله چې پوځ دناګاؤ سیمې ته په ترهګرو پسې ورسیدو نو هغوئ له دغه ځایه دتېښتې په هڅه کې امنیتي ځواکونو سره په نښته شول.

پوځ وایي دامنیتي سرتیرو په ډزو کې دبي این ای سره دتړاؤ لرونکو نصیب الله عرف جهانګیر،پیرجان اؤ رکئ کهويي په ګډون شپږ ترهګر وژل شوي دي اؤ هم دترهګرو په ډزو کې یو پوځي وژل شوی اؤ بل ژوبل شوی دی.

د ایي ایس پي ار له مخې دې عملیاتو کې وژل شوي ترهګر په سبي اؤ خواوشا سیمو کې په دې وروستیو کې په پوځ شوؤ بریدونو کې ککړ وؤ اؤ هم یې په ۲۰مه جنورۍ دلاهور انارکلۍ بازار کې شوې چاودنې سره تړاؤ درلودو.

په دې وروستیو کې چې طالبانو د وسلې په زور دافغانستان په حکومت قبضه کړې ده،دپاکستان دننه هم دهغې راپدیخوا ترهګریز بریدونه سیوا شوي اؤ څېړونکي وایي ترهګرو ډلو دلته خپلې پښې یو وارې بیا مضبوطې کړې دي.

د پاکستان انسټيټوټ فار کانفلېکټ اينډ سيکيورټي سټډيز اسلام اباد مشر عبدالله خان وي او ای ډيوه ته ویلي د کال 2021 د وړومبیو دریوؤ مياشتو په نسبت چې 49 حملې پکې شوې وې،سږکال هم په دومره موده کې 48 ترهګر بريدونه شوي.

د ادارې شمېرې ښيي سږکال د جنورۍ نه تر 15 مارچ پورې په پاکستان کې 48 ترهګر بريدونه شوي چې 28 پکې په امنيتي ځواکونو دي او د ځواک 41 تنه پکې وژل شوي.

په يادو بريدونو کې د وژل شوو ولسي وګړو شمېر 106 دی چې تېر کال پکې 73 تنه وژل شوي او 91 نور ټپيان شوي وو خو سږکال په درېوؤ مياشتو کې د وژل شوو شمېر 147 ته ختلی او 369 تنه پکې زخميان شوي.

عبدالله خان وايي دې سږکال په ياد وخت کې په پښتونخوا کې 30 ترهګر بريدونه شوي چې 10 پکې په پخوانۍ فاټا کې دي او ټول 82 تنه په دې بریدونو کې وژل شوي او 209 زخميان شوي،

په بلوچستان کې 15 حملې شوي چې 47 پکې وژل شوي او 96 پکې ژوبل شوي دي.