اسلام اباد کې دحکومت اؤ اپوزیشن دسیاسي قوت څرګندونه،شاهزین بګټي هم حکومت نه خپله لار جدا کړه

پاکستان کې دسخت سیاسي تاؤ تریخوالي په فضاء کې نن داتوار په ورځ دحکومتي اؤ اپوزیشن ګوندونو فعالین دخپل سیاسي قوت دښودلو لپاره پلازمینې اسلام اباد ته ورټولیږي اؤ ټاکل شوې ده وزیراعظم عمران خان نن پلازمینه کې یوې سترې ولسي جلسې ته وینا هم کوي.

اپوزیشن ګوندونه هم د وزیراعظم عمران خان په ضد اسمبلۍ ته د بې باورۍ په وړاندې کړل شوي تحریک د رایې اچول کیدو نه وړاندې داسلام اباد په لوري لاریون کوي خو دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید ګواښ کړی دی چې که اسلام اباد کې کوم ګوند پرلت وغځولو په نو په ضد به یې سخت قانوني ګامونه اخستل کیږي.

د حکومت مخالفې ډلې جمعیت علماء اسلام(ف) فعالین له وړاندې څخه اسلام اباد کې سرینګر هائي وی ته رسیدلي اؤ د مسلم لیګ نواز ډلې یو ستر لاریون دمریم نواز شریف اؤ حمزه شهباز په مشرۍ دلور نه اسلام اباد ته کوچیدلی دی.

په عین حال کې دبلوچستان دچارو لپاره د وزیراعظم عمران خان ځانګړي معاون اؤ دبلوچستان جمهوري ګوند مشر شاهزین بګټي هم حکومت نه دخپلې لارې دجدا کولو اؤ داپوزیشن لیکې ته د ورګډيدو اعلان کړی دی.

اتوار په ورځ دکورنیو چارو مرکزي وزیر شیخ رشید اسلام اباد کې مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په مهال ویلي اسلام اباد کې سیاسي ګوندونو ته دجلسو کولو اجازه شته خو که چا پرلت وغځولو نو په سختۍ سره به چقول کیږي.

هغه وویل مخالف ګوندونه ګڼي چې وزیراعظم عمران خان به له اقتداره لاس ووینځی خو وایي داسې هیڅ نه کیدونکي دي اؤ اپوزیشن ډلو ته به په لاس هیڅ ورنه شي.

خو په قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو مشر شهباز شریف پخپل یو ویډیو بیان کې بیا له خلکو غوښتنه کړې چې د ګرانۍ په ضد مسلم لیک نواز ګوند داسلام اباد لوري ته کوم لاریون پیل کړی هغې کې دګډون کولو له لارې دعمران خان دحکومت په ختمولو باید دهیواد راتلونکی وژغوري.

حکومت مخالفو ګوندونو دقامي اسمبلۍ سیکرټریټ کې د وزیراعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ تحریک جمع کړی چې په دغه تحریک د رایې اچلو لپاره دجمعې په ورځ دقامي اسمبلۍ رابلل شوې غونډه داسپیکر اسد قیصر د ګل د وځې پورې ځنډولې ده.

تیره ورځ دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ویلي وؤ داسې احتمال شته چې دبې باورۍ په تحریک به رایې د دریم یا څلورم اپریل ورکړل شي.

څېړونکي وایي دپاکستان سیاست کې مدام ددغه هیواد دطاقتور پوځ یو مضبوط کردار پاتې شوی خو اپوزیشن ګوندونه بیا وایي چې اوس اسټیبلشمنټ (چې دا اصطلاح اکثره دپوځ لپاره کارول کیږي) ځان بې پلوه ساتلی دی.

تر دې وړاندې به دعمران خان دکابینې وزیرانو په جار ویل چې پوځ اؤ حکومت په یوه لیکه دي خو داتوار په ورځ چې کله دکورنیو چارو د وزیر شیخ رشید نه خبریالانو وپوښتل اسټیبلشمنټ دچا سره ولاړ دی نو دهغه جواب ؤ "اسټیبلشمنټ دپاکستان سره ولاړ دی"

وزیراعظم عمران خان اؤ دهغه دکابینې وزیرانو تر اوسه دعوې کولې چې وزیراعظم به پارلیمان نه دباور ووټ ترلاسه کولو کې بریالی شي خو شیخ رشید اوس پخپلو تازو څرګندونو کې ویلي چې که عمران خان دپارلیمان دننه دبې باورۍ تحریک نه بچ ونه اوځي نو هم به الله تر دې عزت ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې اپوزیشن ګوندونه دعوه کوي چې د حکومتي ګوند ګڼ شمیر غړي هم د دوئ تر شا ولاړ دي اؤ دبې باورۍ تحریک کې به خپلې رایې د عمران خان په ضد ورکړي.

ددې ترڅنګ د حکومت ایتلافي ګوندونو هم اپوزیشن سره مذاکرات کړي دي اؤ څېړونکي احتمال ښایي چې د حکومت یو شمیر ایتلافي غړي به هم خپلې رایې د وزیراعظم پرضد وکاروي.

په عین حال کې دبلوچستان دچارو لپاره د وزیراعظم عمران خان ځانګړي معاون اؤ دبلوچستان جمهوري ګوند مشر شاهزین بګټي هم حکومت نه دخپلې لارې دجدا کولو اؤ داپوزیشن لیکې ته د ورګډيدو اعلان کړی دی.

دپیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري سره له لیدنې وروسته یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې شاهزین بکټی وویل چې هغه دحالاتو ښه کولو اؤ امن لپاره دحکومت سره ملګرتیا کړې وه خو وایي حکومت هیڅ ونه کړی شول نو ځکه ترې هغه خپله لاره جدا کړی اؤ اپوزیشن سره ملګری شو

دحکومت یو بل ایتلافي ګوند مسلم لیګ(ق) هم که هرڅو تر دې وخته د حکومت نه دخپلو لارو جدا کولو ډاګیز اعلان نه دی کړی خو داپوزیشن اؤ حکومتي مشرانو سره ددغه ګوند مشرانو پرله پسې لیدنې کړي اؤ وایي ډير زر به پرېکړه وکړي چې دحکومت په طرف ودریږي که داپوزیشن ملګرتیا کوي.

په قامي اسمبلۍ کې دا مهال حکومتي ایتلاف 179 څوکۍ په لاس کې لري اؤ اپوزیشن ګوندونه162 څوکۍ لري، خو په دې وروستیو کې دپاکستان په میډیا داسې دعوې مخې ته راغلې دي چې د حکومت تر24ؤ زیات غړي داپوزیشن ملګري شوې دي اؤ خپلې رایې به دعمران خان پرضد ورکړي.

دپاکستان په سیاسي چارو ژور نظر لرونکي صحافي صفي الله ګل اوړمه ورځ وي او ای ډيوه ته ویلي وؤ هرڅو که اپوزیشن ډلې دعوې کوي چې دعمران خان دګوند نه یې ملګري ځانته رامات کړي دي خو وایي اپوزیشن ډلو کې پخبله هم په ډيرو نکتو اختلافات موجود دي اؤ دا به ډيره اسانه نه وي چې دعمران خان په ضد دبې باورۍ تحریک بریالی کړی.