"دنیا هم راسره په مقابله کې ده اؤ د ډيرو نزدې خلکو ،همسایه ګانو څخه هم رنځ اؤ مشکل وینو چې ښکاره مثال یې څو ورځې وړاندې په کونړ کې زموږ پرخاوره ددوئ تجاوز ؤ"
دا خبرې دافغانستان دطالبانو دحکومت ددفاع د وزیر مولوي محمد یعقوب دي چې دیکشنبې په ورځ یې دخپل پلار اؤ دطالبانو دپخواني مشر (چې هغوئ یې امیرالمومنین بولي) ملامحمد عمر مجاهد دتلین په اړه کابل کې راجوړې شوې غونډې ته پخپله وینا کې کړې دي.
ددفاع وزیر مولوي محمد یعقوب خپله وینا کې ګاونډي هیواد پاکستان ته په څرګنده اشاره وکړه چې دافغانستان په خاوره یې تجاوز کړی اؤ دافغانستان دمشکلاتو ذمه وار یې له نوم اخستو پرته پاکستان وګرځولو.
د روانې اپریل میاشتې په پینځلسمه نیټه پاکستان د ډرون الوتکو دلارې دافغانستان په خوست اؤ کونړ کې بریدونه کړي وؤ چې دافغان چارواکو په وینا دښځو اؤ ماشومانو په ګډون پکې ۴۷کسان وژل شوي وؤ.
دطالبانوحکومت په دغه برید کابل کې دپاکستان سفیر اخظار کړی ؤ خو دپاکستان دبهرنیو چارو دفتر بیا افغانستان نه دپاکستان په امنیتي سرتیرو په کیدونکو بریدونو اندېښنه ښودلې وه اؤ په افغان حکومت یې غږ کړی ؤ چې دخپلې خاورې دپاکستان پرضد دکارول کیدو مخه ونیسي.
مولوي محمد یعقوب وایي افغانستان اوس هم دډيرو زیاتو مشکلاتو سره مخ دی اؤ "په هره کچه چیلنجونه مونږ ته متوجې دي"
هغه پخپله وینا کې دپاکستان نوم وانه خستو خو په کونړ شوي بریدونه یې دخپل هیواد پرضد تیری وبللو اؤ وئ ویل "دنیا هم راسره په مقابله کې ده اؤ دنزدې همسایه ګانو رنځ اؤ مشکل وینو"
هغه وویل مونږ چې څنګه دهیواد په ساتلو کې دروند مسولیت لرو همداسې دخپلو وګړو په ساتلو کې هم دروند مسولیت لرو.
هغه دافغانستان په خاوره شوؤ بریدونو په یادونې سره وویل "مونږ چې داپېښه برداشت کړې ده نو دملي مصالحو په وجه مو برداشت کړې ده خو کیدای شي بل وخت دا برداشت ونه لرو"
هغه وویل په دې وروستیو کې چې دافغانستان بیلابیلو سیمو کې دجوماتونو دننه اؤ نورو مقاماتو کې کومې دتروریستۍ پېښې شوي دي "مونږ دافغانستان اؤ مسلمانانو دښمنانو ته وایو چې په دغسې بزدلانه اعمالو خپل هدف ته نه شئ رسیدلی"
هغه وویل دطالبانو کوم څوک دې ته نه پریږدي چې دافغانستان دننه امنیت ګډوډ کړي اؤ یا له بهر څخه تهدیدونه راولاړ کړي.
دنوموړي وینا وه "هرچاته به جواب ښه په مړانه ورکوؤ اؤ هیڅ وارخطایي هم نه لرو"
تر دې وړاندې هم په افغانستان کې واکمنو طالبانو په خوست اؤ کونړ دپاکستان له لوري شوي بریدونه په سختو ټکو کې غندلي وؤ اؤ دطالبانو دحکومت وياند ذبیح الله مجاهد په ټويټر ويلي وؤ په پاکستاني لوري غږ کوي چې په داسې مسايلو کې د افغانانو حوصلې ونه ازمايي او بيا دغه راز تېروتنه ونه کړي ګنې بدې نتيجې به يې ولري.
د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاند عاصم افتخار ويلي وؤ ، پاکستان څو، څو ځل افغان دولت نه غوښتي چې د سرحدي سیمو خوندیتوب ته پام وګرځوي خو د هغې باوجود ترهګر د افغانستان خاوره د پاکستان دننه د ترهګریزو پېښو لپاره کاروي.
پاکستان وړاندې هم دغه رنګ تورونه لګولي، خو په افغانستان کې د طالبانو اوسني حکومت او له دې وړاندې حکومتونو هم د پاکستان دغه ډول تورونه رد کړي، بلکې افغانستان او امریکا به په پاکستان داسې تورونه لګول چې پاکستان هغو وسله والو ته پناه ورکړې څوک چې په افغانستان کې ترهګري کوي، خو پاکستان او افغانستان تل دغه تورونه رد کړي دي
په کابل کې مېشت د پوهنتون استاز او د سياسي چارو څېړونکی پروفېسر عبدالناصر شفيق وي او اې ډيوه ته ویلي دپاکستان اؤ افغانستان د پولې دواړو خواؤ ته د وسله والو مخنيوي لپاره بايد دواړه هېوادونه په ګډه کار وکړي.
نوموړي زياته کړې ده بايد د افغانستان موجوده حکومت او د پاکستان حکومت يو بل ته داسې مشورې ورکړي چې په يو بل یې باور سیوا شي او بيا د باور په نتيجه کې يو مشترک کمېشن جوړ کړي چې د يو هېواد نه بل هېواد ته وسله وال وانه وړي.