افغانستان دې د مذهبي آزادۍ په برخه کې، د ترټولو بدتره ملکونو په لېست کې شامل کړی شي - امریکایي کمېشن

په افغانستان کې شیعه هزاره ګان د خونړیو ترهګریزو بریدونو ښکار پاته شوي دي

اې پي - واشنګټن - امریکا کې په نړېوال کچ د مذهبي آزادیو د څار کمېشن، د امریکا خارجه وزارت ته سپارښتنه کړې ده چې د طالبانو واکمنۍ ته په کتو سره، په کار ده افغانستان د مذهبي آزادیو د "تر ټولو بدتره" خلافکارو په لېست کې شامل کړي.

په نړېوال کچ د مذهبي آزادیو د څار کمېشن د ګل/دوشنبې په ورځ خپل کلنی رپوټ خپور کړ او هغه کې یې ویلي چې د کله نه طالبانو بیا ځلي په افغانستان کې د سني اسلام نه خپل سختدریځه تشریح قایمه کړې ده، په هغه ملک کې مذهبي اقلیتونه "د خپلو عقایدو یا باورونو له کبله د ځورولو، قید کېدلو، او آن د مرګ سره مخامخ کیږي."

طالبانو تر اوسه دې رپوټ ته څه رسمي غبرګون ندی ښودلی.

په رپوټ کې همدا شان د هغو حملو یادونه هم شوې ده چې داعش سره د یوې تړلې ډلې، داعش-خراسان، له اړخه په مذهبي اقلیتونو ترسره کیږي، او داعش ډله پخپله د طالبانو سره هم دښمنه ده.

امریکایي کمېشن پخپل رپوټ کې سپارښتنه کړې چې د افغانستان په شمول، پنځلس ملکونه دې د امریکې خارجه وزارت په هغه لېست کې واچول شي کوم چې "د خاصې فکرمندۍ وړ هېوادونه" ګڼل کیږي.

دغه کمېشن د خپل کلني رپوټ په لنډیز کې، دغه پنځلس ملکونه، هغه ریاستونه بللي دي چې "د بشري حقونو په منظم، جاري او د پام وړ خلاف ورزیو" کې دخیل دي او یا هم د هغه برداشت کوي، او دې کې یې رویه "تر ټولو بدتره" ده.

په نړېوال کچ د مذهبي آزادیو د څار کمېشن په کال ۱۹۹۸ کې د نړېوالو مذهبي آزادیو د قانون لاندې جوړ شوی چې د امریکې حکومت او کانګرس ته د پالیسي جوړولو په برخه کې غیرپابند سپارښتنې کوي.

د امریکې خارجه وزارت په تېرو وختونو کې د دې کمېشن ځینې سپارښتنې پرځای کړي، خو ټوله یې ندي منلي.

کمېشن پخپل تازه رپوټ کې دا سپارښتنه هم کړې چې د پاکستان، چین، ایران، سعودي عرب، ارېټریا، میانمر، شمالي کوریا، روس، تاجکستان او ترکمنستان ملکونه چې د مذهبي آزادۍ له اړخه د خارجه وزارت په تور لېست کې دي، لا دې هم په همدې لېست کې پرځای پاته شي.

په سپارښتنو کې راغلي چې د دې نه علاوه، افغانستان، هند، نایجریا، شام، او ویټنام دې هغه لېست ته وراضافه کړی شي. کمېشن د بایډن انتظامیې په دې پرېکړې چې نایجریا یې تېر کال د لېست نه اېستلې وه، تنقید کړی دی.

د کلني رپوټ ترمخه، په افغانستان کې د مذهبي اقلیتونو زیاتره وګړي، لکه یهودیان، هندواڼ او سېکهان د طالبانو د واکمنېدو نه پس د خپل وطن نه فراره شوي دي. همدا شان نور مذهبي اقلیتونه، لکه احمدیان، بهائیان، او عیسایان د سزا د یرې، په پټه خپل عبادتونه کوي.

زیاتره افغان هندواڼ او سېکهان د وژل کېدو د یرې افغانستان ته هندوستان ته تللي دي

زیاتره مذهبي اقلیتونه د طالبانو د کوم ځانګړي ګام یا فرمان له وجې وطن ندی پرې ايښی، بلکې له دې یرې فراري شوي چې د طالبانو د واک لاندې خطر ورته پېښېدلی شي.

د رپوټ ترمخه، ځیني سېکهان اوس هم په کابل کې پاته دي او خپل عبادتونه کوي، او د طالبانو نمایندګان د سیکهانو یوې ګوردوارې ته تللي چې هغو ته د تحفظ یقین ورکړي، مګر بیا هم زیاتره هندواڼ او سېکهان د افغانستان نه هندوستان ته تښتېدلي ځکه "امن او تحفظ یې نه درلود."

کميشن د بشري حقونو د څار ډلې یا هیومن رایټس واچ د یو رپوټ یادونه هم کړې ده چې وایي طالبانو د شیعه هزاره ګانو په ملکیتونو قبضې لګولي او ورباندې یې حملې کړي، او همدا شان د اېمنسټي انټرنشنل د یو رپوټ یادونه یې کړې چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له اړخه د هزاره سړیو د قتل عام یوې پېښې ته په کې اشاره شوې ده.

په هزاره ګانو څو مرګونې حملې هم شوي چې ذمه واري یې داعش-خراسان ډلې په غاړه اخېستې ده.