د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یوه ډله ماهرین وایي چې په افغانستان کې د طالبانو مشران د ښځو او جینکو په ضد په پراخه کچه او سیسټماټیک ډول صنفي تفریق بنیادي وګرځوي.
د دوی وینا ده چې په افغانستان کې طالبانو "دوامداره او سیسټماټیکه" هڅه شروع کړې چې ښځې د هېواد د ټولنیز، اقتصادي او سیاسي برخو نه ورکې کړي.
د بشري حقونو د ماهرینو دغې ډلې چې د تېر اګسټ میاشتې راهیسي یې افغانستان کې د ښځو او جینکو د حالاتو په اړه فکرمندۍ ښودلي دي، د ګل/دوشنبې په ورځ یو ځل بیا پخپلو فکرمندیو ټینګار وکړ او د هغو ګامونو یادونه یې وکړه چې طالبانو افغانستان باندې د قبضې لګولو نه پس، تر اوسه یې د خلکو، او په خاص ډول د ښځو/جینکو د محدودیت په برخه کې اخیستي دي.
دغو ماهرینو په یو بیان کې ویلي: «دا ټولې تګلارې، په مجموعي توګه، ښځو او جینکو دپاره یوه اجتماعي سزا ګڼل کیږي چې د جنس په بنیاد تفریق او نقصان اړوونکي اعمال پکې شامل دي.»
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې ماهرینو ویلي چې په ځانګړې توګه د هغو ښځو په هکله فکرمندۍ زیاتې دي کومې چې د مذهبي او یا هم ژبنیزو اقلیتونو سره تعلق ساتي، لکه هزاره ګان، تاجکان، هندواڼ او نور هغه نسلي ډلې چې د ژبې او یا څهرې نه یې د خلکو منځ کې زیات پېژندل کیدی شي.
دا فکرمندۍ هم څرګندې شوي دي چې د افغانستان ښځې او جینکۍ د استحصال له زیاتېدونکي خطر سره هم مخامخ شوي، چې په هغه کې د کم عمره جینکو د واده کولو او د جبري واده کولو، او یا هم د جنسي استحصال او جبري کار مقاصد شاملیږي.
محدود کوونکي ګامونه
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر میاشت کې چې په کابل قبضه ولګوله، د هغه نه پس د افغانستان د خلکو، په خاص ډول د ښځو او جینکو حالات زښت زیات بدل شول. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ماهرین وایي، طالبانو د ښځو/جینکو خلاف تفریقي تګلارې شروع کړي او د دې کار دپاره یې یو لړ اقدامات کړي دي، لکه د ښځو په کار او نوکریو پابندي، په عام ځایونو کې د ښځو سره د یو محرم سړي د موجودیت شرط، په دې باندې پابندي چې یوه ښځه دې یوازې په عام ټرانسپورټ یا ټېکسي ګاډي کې سفر وکړي، او همدا شان ښځو جینکو دپاره د یو سختدریځه ډول حجاب ټاکل، چې دې ټولو د افغان ښځو او جینکو ژوند سخت کړی دی.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، ددوی ماهرینو ویلي چې د یوه اړخه که دغو تګلارو په افغانستان کې د ښځو/جینکو د تګ راتګ آزادي، د اظهار رای آزادي او د جلسو جوړولو آزادي او په عامو او سیاسي چارو کې د هغو برخه اخیستل محدود کړي دي، له بله اړخه د دوی د کار او معیشت ګټلو مخه یې هم نیولې چې په دې سره ښځې/جینکې نور هم غریبان شوي دي، په خصوص هغه ښځې چې د خپلې کورنۍ خرڅ یې ترغاړې دی او د پیسې ګټلو سړي یې په کور کې نشته.
د ملګرو ملتونو د بشري ماهرینو دې ډلې په افغانستان کې د جینکو په تعلیم باندې پابندي هم د فکرمندۍ یوه اهمه وجه ښودلې ده. طالبانو د جینکو په تعلیم په دې دلیل تر اوسه پابندي لګولې چې ګني د دوی تعلیم باید د هلکانو نه جدا وي او اسلامي ماحول ورته برابر وي. د یادونې وړ ده چې د طالبانو د حکومت نه وړاندې هم په افغانستان کې د جینکو سکولونه ټول جدا و، او د هغو دپاره پړوني په سر کول هم جبري و.
د طالبانو چارواکو ویلي چې په آینده پسرلي کې به د جینکو تعلیم بېرته پیل شي، خو معلومه نده چې طالبان به څنګه شرایط ورته برابر کړي او تر کوم جماعته به سکولونه جینکو ته پرانېستل شي.
«د طالبانو نه دې بازخواست وشي»
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ماهرینو د ګل/دوشنبې په ورځ خپل مشترک بیان کې د دې ترڅنګ چې د طالبانو د سختدریځه او تفریقي تګلارو یادونه کړې او فکرمندي یې ښودلې ده، په نړېوالې برادرۍ یې غږ کړی چې د افغانستان خلک فوري بشري امداد ته ضرورت لري او باید دا امداد ورته ورسول شي.
دوی زیاتوي چې مالياتي او بشري بحران، په خاص ډول هغو افغانانو ته چې د زیان خطره ورته ډېره ده، لکه ښځې/جینکۍ، ماشومان، اقلیتونه، او هغه ښځې چې د ګټې سړي نلري او د کور خرچه باید پیدا کړي، ډېر زیات تباه کوونکی دی.
د ملګرو ملتونو ماهرینو دا هم ویلي چې نړېواله برادري ته په کار ده د افغانستان اوسني چارواکو (طالبانو) نه د افغانانو د حقونو خلاف ورزۍ په خاطر بازخواست وکړي او دا یقیني کړي چې د ښځو او جینکو په حقونو باندې لګېدل شوې پابندي په فوري توګه لېرې کړی شي.
دا رپوټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د هائی کمېشنرۍ د ویب سايټ نه اخیستل شوی دی