لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شبهاز شریف: امنیتي ځواکونه د ترهګرو مخې ته د فولادو د دېوال په څېر ولاړ دي


د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې د هیواد امنیتي ځواکونه د ترهګرو مخې ته د فولادو د دیوال په څېر ولاړ دي اؤ حکومت ملک نه د هر رقم ترهګرۍ ختمولو ته کوټلې ولوله لري.

هغه دا څرګندونې وړمه شپه په جنوبي وزیرستان کې له شوي هغه ترهګریز برید وړوسته کړي چې د پوځ په وینا شپاړس پاکستاني عسکر پکې وژل شوي.

وزیراعظم شهباز شریف خپل یو بیان کې په شوي دغه ترهګریز برید کې امنیتي ځواکونو ته په اوښتې مرګ ژوبله خواشیني ښکاره کړې اؤ د امنیتي ځواکونو مړانه یې ستایلې ده.

وزیراعظم د وژل شوؤ امنیتي عسکرو د کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې اؤ ویلي یې دي ټول قام د خپلو زړوړو امنیتي سرتېرو په قربانیو ویاړ کوي اؤ د ترهګرۍ په ضد دې جګړه کې د خپلو ځواکونو تر څنګ ولاړ دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې آي ایس پي ار د بیان له مخې اوړمه شپه د افغانستان د پولې تر څنګ د قبایلي ضلعې جنوبي وزیرستان په مکین سیمه کې د امنیتي ځواکونو په پوسته شوي ترهګر برید کې 16 امنیتي عسکر وژل شوي.

پوځ پخپل بیان کې دعوه کړې ده چې د برید په مهال د امنیتي ځواکونو په ډزو کې اته وسله وال هم وژل شوي دي.

پوځ پخپل بیان کې د وژل شوؤ عسکرو نومونه د لانس ناییک لیاقت علی، محمد اسحاق، حوالدار ایوب خان، حوالدار عمر حیات، سپاهي محبوب رحمان، حوالدار محمد حیات، لانس ناییک شیر محمد، سپاهي احسان الحق، سپاهي جنید، لانس ناییک حامد علي، سپاهي کلیم الله، حوالدار طاهر محمود، لانس ناییک مصور شاهین، سپاهي فیض محمد،سپاهي طیب علی او سپاهي جنید ښودلي دي.

تحریک طالبان پاکستان ددې برید ذمه واري پغاړه اخستې ده اؤ پخپل یو بیان کې یې دعوه کړې ده چې په برید کې لږ تر لږه 35 عسکر وژل شوي اؤ 15 نور ژوبل شوي خو ازادو سرچینو د طالبانو دا دعوه نه ده تایید کړې.

د سیمې څخه ځېنو سرچینو د خالي یا شنبې په ورځ ډیوه ته ویلي وؤ چې په مکین کې په امنیتي پوسته شوي ترهګریز برید کې د ایف سي ځواک د 16 عسکرو د وژل کېدو تر څنګ 8 نور عسکر ژوبل شوي هم دي .

امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي په برید کې ژوبل شوي د ملیشه ځواک عسکر په فوري توګه د شمالي وزیرستان په رزمک سیمه کې پوځي روغتون ته رسول شوي دي،د روغتون سرچینو د ځېنو ژوبلو عسکرو حالت د اندېښنې وړ بللی دی .

څېړونکي وایي پاکستان ته به ارومرو خپلو ناکامو تګلارو ته بیا کتنه پکار وي ځکه چې د دوی په نظر هم ددې تګلارو په نتیجه کې نن یو ځل بیا پاکستان کې وسله والې ډلې د وړاندې په پرتله زیاتې منظمې شوي اؤ پیاوړې شوې دي اؤ چې چرته اؤ کله هم وغواړي نو پوځي اؤ حکومتي اهداف په نخښه کولی شي.

د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې د روان کال په 10 میاشتو کې د هیواد دننه د ترهګرۍ 1566 پېښو کې د 573 امنیتي اهلکارو یا مامورینو په ګډون 924 کسان وژل شوي اؤ 2 زره اؤ 121 نور ژوبل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت روانه میاشت پارلیمان ته وړاندې کړو معلوماتو کې ویلي چې د ترهګرۍ دې پېښو کې د 573 امنیتي عسکرو د وژل کېدو ترڅنګ 353 امنیتي مامورین ژوبل شوي هم دي.

دا شمیرې ښیي چې په ترهګریزو بریدونو کې 351 عام وګړي وژل شوي اؤ 768 نور ژوبل شوي دي.

د کورنیو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې سږکال له جنورۍ تر اکتوبر میاشتو په هیواد کې د استخباراتي معلوماتو په اساس 2 زره اؤ 801 عملیات شوي چې پکې 341 ترهګر وژل شوي دي.

یاد وزارت پویلي چې د 10 میاشتو په مهال نور څلور ترهګر تنظیمونه زینبیون بریګیډ،مجید بریګیډ، حافظ ګل بهادر ډله اؤ پښتون تحفظ موومنټ ( پي ټي ایم) کالعدم ګرځولی شوي چې دې سره ملک کې په مجموعي توګه د کالعدم تنظیمونو شمیره 82 ته رسېدلې ده.

داخله وزارت زیاته کړې ده چې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره یو شمیر ګامونه اخستل شوي اؤ ددې ګامونو په اساس د 800 کسانو نومونه د ترهګرۍ د مخنیوي د قانون لاندې فورتهـ شیډول کې شامل کړی شوي دي.

شمیري ښیي چې په دې فورتهـ شیډول ته د پنجاب څخه د 400 ، خېبر پښتونخوا څخه د 203 ،بلوچستان څخه د 173 کا بلوچستان اؤ د سیند اؤ ګلګت بلتستان څخه د21 کسانو نومونه اچول شوي دي.

ددې ترڅنګ ویل شوي چې د ترهګرو د مالي سرچینو وچولو لپاره 2 زره اؤ 350 مقدمې درج شوي اؤ 2 زره اؤ 466 کسان ترهګرو سره د مالي مرستو په تورونو نیولو شوي چې هغوي کې 526 کسانو ته سزاګانې هم اورول شوي اؤ په مجموعي ډول 58 کروړه 12 لکه اؤ 6 زره روپۍ ترې ولکه کې اخستل شوي دي.

رپورټ کې ویل شوي چې د تېرو لسو میاشت په مهال په ګرد هیواد کې د ترهګرو لخوا په بنیادي توګه قانون نافد کوونکې ادارې په نخښه کړل شوي دي.

څېړونکی اؤ خبریال ناصر داوړ وایي پاکستان کې د ترهګرۍ د هرې پېښې پړه چارواکي په افغان طالبانو ور اچوي خو یوازې په افغان طالبانو د نیوکو سره د ترهګرۍ ستونزه نه حل کیږي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل د پاکستان خپل حکومتي اؤ پوځي چارواکي هم دا مني چې د افغان طالبانو حکومت سره دومره مضبوط پوځ، استخباراتي نیټ ورک اؤ وسایل نشته چې د ترهګرو ډلو سره پرې مقابله وکړي یا د هغوي مخه ونیسي .

"خو بیا پاکستان خو دعوه کوي چې یو قوي پوځ، تکړه استخباراتي شبکې اؤ عصري وسایل لري نو خامخا به پوښتنه راولاړیږي چې هر کله دافغانستان څخه وسله وال د ترهګرۍ لپاره د پاکستان خاورې ته را اړوي نو پاکستاني ځواکونه يې پخپله خاوره کې ولې مخه نه نیسي؟ "

ناصر داوړ وایي پاکستان ته به ارو مرو خپلو ناکامو تګلارو ته بیا کتنه پکار وي ځکه چې هم ددې تګلارو په نتیجه کې نن یو ځل بیا پاکستان کې وسله والې ډلې د وړاندې په پرتله زیاتې منظم شوي اؤ پیاوړې شوې دي اؤ چې چرته اؤ کله هم وغواړي نو پوځي اؤ حکومتي اهداف په نخښه کوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG