لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د امریکا سره د بندیانو په تبادله کې دوه امریکایان خوشې کړي


د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویل شوي چې خان محمد شاوخوا دوه لسیزې وړاندې د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې نیول شوی و او وروسته بیا امریکا ته وسپارل شو.
تصویر: د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په مننه
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویل شوي چې خان محمد شاوخوا دوه لسیزې وړاندې د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې نیول شوی و او وروسته بیا امریکا ته وسپارل شو. تصویر: د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په مننه

په افغانستان کې واکمن طالبانو د نهې، سه شنبې په ورځ ویلي چې په امریکا کې د منشیاتو یا مخدره موادو او ترهګرۍ په تورونو کې بندي د دوی د یوه غړي په بدل کې یې افغانستان کې قید دوه امریکایان خوشې کړي.

په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خوشې شوی افغان د خان محمد په نوم ښودلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویل شوي چې خان محمد شاوخوا دوه لسیزې وړاندې د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې نیول شوی و او وروسته بیا امریکا ته وسپارل شو ، چې د امریکا په کېليفورنیا ریاست کې یو فېډرل عدالت ورته د عمر قید سزا ورکړه.

طالب چارواکو د دغو دوو خوشې شوو امریکايانو نومونه نه دي په ډاګه کړي او نه یې هم ویلي چې څومره خوشې شوي دي، خو دغو کسانو خپلوانو او امریکايي میډیا د دوی نومونه 42 کلن رېان کوربېټ او 69 کلن ویلیم والېس مېکېنټي ښودلي دي.

د رېان کوربېټ کورنۍ لخوا جاري شوي بیان کې د صدر ټرمپ انتظامیې او د پخواني صدر جو بايډن انتظامیې د هڅو ستاینه شوې چې د بندیانو تبادله یې اسانه کړې.

deewa
deewa

طالبانو د نهۍ سه شنبې په ورځ وویل چې قطر د امریکا سره د بندیانو د تبادلې په معاملې کې "موثر رول" لوبولی دی.

امریکايي چارواکو او خپلوانو خبر ورکړی چې دوه نور امریکايي بندیان، جارج ګلېرمن چې د هوايي شرکت پخوانی مېکنک دی او محمود حبیبي چې د امریکا شهریت یې ترلاسه کړی په افغانستان کې د طالبانو په قید کې دي.

حبیبي او ګلېزمن د 2022م کال د جولایي په میاشت کې وروسته د هغه ونیول شول چې د امریکا په ډرون برید کې د افغانستان پایه تخت کابل کې د القاعده مشر ایمن الظواهري په خپل پټنځای کې ووژل شو.

د 65 کلن ګلېزمن خپلوانو ویلي چې هغه په قانوني توګه د یوه ټورسټ یا سیاح په توګه کابل ته تللی و، کله چې د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شو.

د محمود حبیبي کورنۍ وايي، د امریکا د ډرون الوتکې د برید وروسته ښاغلی حبیبي او د هغه شرکت د 30 نورو کارکوونکو سره د طالبانو له خوا ونیول شو. پداسې حال کې چې د هغه همکاران خوشې شوي خو د حبیبي ځای نه دی معلوم، او طالب چارواکو هغه دعوې رد کړې چې ګنې هغه د دوی په قید کې دی.

د حبیبي خپلوانو د کوربېټ او والېس مېکېنټي د خپلو کورنیو سره د یوځای کېدو هرکلی کړی، او ویلي چې دوی ډاډه دي چې د صدر ټرمپ انتظامیه به د "غلط" قید څخه د دوی د خلاصیدو لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

د محمود حبیبي ورور احمد حبیبي وویل، ”مونږ باور لرو چې محمود ژوندی دی او د طالبانو په قید کې دی، سره له دې چې هغوی د هغه د نیول کېدو نه انکار کوي. “

د دې وړاندې د امریکا ورځپاڼې وال سټریټ جرنل په یو رپورټ کې ویلي وو چې د امریکا صدر بایډن انتظامیه په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره د دریو امریکایانو د خوشې کولو په بدل کې په ګوانټانامو کې د القاعده د یو مهم غړي د خوشې کولو په اړه خبرې کوي.

وال سټریټ جرنل په رپورټ کې ویل شوي وو چې په ګوانټانامو کې د امریکا په قېد کې د ترهګرې ډلې القاعده دغه مهم سړی محمد رحیم الافغاني نومېږي، او وايي چې د اسامه بن لادن نزدې ملګری وو.

د بایډن انتظامیه چې د جولای د میاشتې راهیسې د طالبانو سره پر یوه لوظنامې خبرې کوي، رپوټ وایي، د نومبر په 14مه يې طالبانو ته وویل چې امریکا به محمد رحیم الافغاني چې د امریکا حکومت ترمخه د القاعدې د یو جګپوړي غړی دی خوشې کړي، که په افغانستان کې واکمن طالبان په کال 2022 کې افغانستان کې نیول شوي امریکایان جارج ګلېزمن، ریان کوربېټ ، او محمود حبیبي خوشې کړي .

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG