نن درېمه مې چې د ازاد جرنلزم نړیواله ورځ نمانځل کيږي، پاکستان کې د ازادۍ د اظهار د ساتنې او د هغې د څار ادارې فریډم نېټ ورک ويلي، په پاکستان کې يو ځای هم د جرنلسټانو دپاره خوندي نه دی هر ځای پرې بريدونه کيږي.
د بشري حقونو نړیوال تنظیم اېمنسټي انټرنيشنل ويلي، افغانستان کې جرنلزم د خطرو سره مخ دی.
او ملګرو ملتونو د مطبوعاتو د ازادۍ نړيوالې ورځې ته (جرنلزم د ډيجيټل محاصرې لاندې دی) نوم ورکړی دی.
فريډم نېټ ورک ويلي، د کال 2021 د مې د میاشتې نه تر کال 2022 د اپرېل د مياشتې پورې په پاکستان کې په جرنلسټانو د بريدونو او د مطبوعاتو د سرغړونو لږ تر لږه 86 پېښې مخې ته راغلي دي.
يادې ادارې ويلي په پاکستان کې د ډيجيټل مطبوعاتو دپاره کار کوونکي جرنلسټان په دوامداره توګه په نخښه کيږي. پاکستان کې رياستي عناصر د جرنلسټانو دپاره تر ټولو غټ ګواښ دی او د عمران خان په تېر حکومت کې د جرنلسټانو د وژنو، پرضد یې د مقدمو جوړولو، تښتولو او نيولو سره د دړکو پېښې رامنځته شوي دي.
خو مخکني وزيراعظم عمران خان به ويل په پاکستان مطبوعات په ازاده کار کوي.
فريډم نېټ ورک ویلي، په پاکستان کې څلور واړه صوبې، پلازمينه اسلام اباد، تر دې چې ګلګت بلتستان، او ازاد جمو و کشمير هم د جرنلسټانو دپاره خوندي نه دی.
ويل شوي پاکستان کې د جرنلسټانو دپاره تر ټولو خطرناک ځای اسلام اباد دی، چرته چې په ټولو 86 پېښو کې 32 پېښې په اسلام اباد کې رامنځته شوي دي، په دوېم نمبر سیند صوبه ده چرته چې 23 پېښې، خېبرپښتونخوا په درېم نمبر چرته چې 16 پېښې او پنجاب کې 11 او بلوچستان کې دوه پېښې رامنځته شوي دي.
د رپورټ ترمخه په 86 پېښو کې درې ښځینه جرنلسټانو ته هم دړکې ورکړل شوي دي.
بل لور ته اېمنسټي انټرنيشنل ويلي، په افغانستان کې جرنلزم د دړکو او خطرو لاندې دی، یو وخت چې په افغانستان کې جرنلزم/ مطبوعات ازاد پېژندل کېدو، د طالبانو په واکمنۍ کې مطبوعات د سقوط په حال کې دي، په افغانستان کې رسنۍ بايد وده وکړي.
په افغانستان کې د ازاد جرنلزم رپورټ په داسې حال کې ورکړی شوی چې تېر کال د اګست په 15 طالبان په افغانستان کې په واک کې راغلي دي.
ويل شوي په افغانستان کې د 4600 نه زياتو جرنلسټانو دندې د لاسه ورکړي، 231 مطبوعاتي ادارې د امنيت او مالي چېلنجونو له امله تړل شوي، 80 خبريالان او په مطبوعاتو کې کار کوونکي نيول شوي، بريدونه پرې شوي، تشدد پرې شوی او بندي کړی شوي دي.
د اېمنسټي انټرنيشنل ترمخه په ښځينه جرنلسټانو کې په پينځه و کې څلورو دندې د لاسه ورکړي، ښځينه جرنلسټانې د مطبوعاتو نه ورکې شوي دي.
اېمنسټي انټرنيشنل ويلي، جرنلسټان او په مطبوعاتو کې کار کوونکي بايد خوندي شي، دوی ته اجازه ورکړی شي چې د تشدد د ويرې پرته په ازاده کار وکړي، او طالبان دې د اظهار راې ازادۍ ته احترام ولري.