څيړونکي: په پوځ نيغې نيوکې وشوې ځکه وايي د سياسي خبرو دې لرې وساتل شي

په پاکستان کې څيړونکي وايي، پوځ چې دغه خبره کوي چې د سياسي خبرو نه دې لرې وساتل شي، په پوځ په سياست کې په لاسوهنو نيغې نيوکې وشوې او د پاکستان مخکني وزيراعظم عمران خان که څه هم پرون په اېبټ اباد کې په خپله وېنا کې د پوځ د مشر نوم نه دی اخستی، خو څيړونکي وايي د هغه اشاره نېغه د پوځ سر مشر ته وه.

د پېښور اسلاميه کالج پوهنتون د پوليټیکل ساينس د څانګې استاز شاه نواز مشال وايي، د پاکستان په سياست کې د پوځ کردار پاتې شوی دی، باوجود د دې چې پوځ وايي چې پوځ دې د سياست نه لرې وساتل شي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، د عمران خان د دهرنو نه واخله تر انتخاباتو او بيا په حکومت کې د راتلو پورې، داسې نيوکې کيږي چې دا هر څه د پوځ په مرسته شوي وو. هغه زياته کړه، اوس داسې ويل کيږي چې د پوځ او عمران خان ترمنځ اختلاف جوړ شو، پوځ د هغه نه لاس واخسته، د عمران خان حکومت لاړو او بيا د عمران خان ډلې د پوځ پرضد ښکاره څرګندونې وکړې.

نوموړي وويل، عمران خان پرون ډېر په ښکاره د ميرجعفر مثال د پوځ د مشر سره ورکړی دی، نو پوځ چې اوس دغه خبره کوي چې د سياسي خبرو دې لرې وساتل شي نو د هغه په نظر، دا د پوځ په نرم انداز کې خبرداری دی، عمران خان ته نېغ په نېغه دی، د هغه پلوي صحافیانو ته دی او د عمران خان د ټولنيزو خلکو دی چې د پوځ خبرې نه کوي.

څیړونکی شاه رضا شاه هم وايي، د عمران خان د وېنا نه وروسته پوځ خپل بيان جاري کړو، او پوځ سخته ژبه کارولې ده، پکار ده چې پوځ خپل سياسي کردار ته پرېښودل شي نو که پوځ وايي چې اوس په سياست کې کار نه لري نو ولې بيا د پوځ يادګېرنه کيږي.

نوموړي زياته کړه د عمران خان د خبرو نه ښکاري چې هغه د پوځ نه غوښتنه کوي چې بيا يې په واک کې راولي، نو دا خو غېر سياسي او غېراييني غوښتنه ده.

هغه وويل، د عمران خان خلکو د مشرتابه نه تر لاندې پلوي پورې نېغ په نېغه په پوځ او د پوځ په مشر جنرل قمر جاوېد باجوه باندې نيوکې کړي دي، ځکه پوځ بيا دغه جاري کړی دی.

د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې استاز ډاکټر حمزه بنګش وايي، پوځ بيا بيا د سياست نه د لرې والي خبره کوي ځکه چې دغه خبره د پوځ د بدنامۍ سبب ګرځي او بله خبره دا ده چې پوځ د خپلو غلطيانو نه زده کړې کړي دي او اوس کوشش کوي چې دوی په شا پاتې شي مخامخ دې يې يادګېرنه ونه شي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، که پوځ د چا سره هم ودریږي نو دا نه يواځې د پوځ د بدنامۍ سبب ګرځي بلکې په سياسي ګوندونو هم د پوځ ټاپې لګي.

هغه زياته کړه د عمران خان د وزیراعظمۍ د لرې کېدو وروسته په ټولنيزو رسنيو ډېرې په ښکاره د پوځ په اړه څرګندونې وشوې، او په پوځ ښکاره تنقيدونه وشو، د پوځي مشرانو د نومونو او عکسونو بېنرې پورته کړی شوې چې پوځ دې د سياست نه لاس واخلي.

هغه وويل د ټولنيزو رسنيو د لارې اوس په نړيواله کچه هرڅوک خبريږي چې څه روان دي او خلک څه نظر لري، ځکه پوځ چې ځان ته پېشه ور پوځ وايي او ځان د سياست نه لرې ګڼي، نو دغه ډول څرګندونې بيا په راتلونکې کې د پوځ دپاره د نېک ناکامۍ سبب نه ګرځي، ځکه پوځ وايي چې نوم دې يې په سياست کې وانه خستل شي.

عمران خان پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ (اتمه مې) په اېبټ اباد کې يوې جلسې ته په وېنا کې د چا د نوم اخستو پرته بيا تور لګولی ، چې د امریکايي سازش لاندې د 22 کروړه خلکو منتخب د هغه حکومت لرې کړی شوی او دلته ورسره ميرجعفر او میرصادق شامل وو.

هغه وویل، ميرجعفر د مسلمانانو د مغلو د ګورنر سراج الدوله سپه لار، کمانډر انچيف وو، هغه د انګرېزانو سره په شريکه د سراج الدوله پرضد غداري کړې وه د مسلمانانو سره، او انګرېزانو ګټه وکړه، بنګال چې د مسلمانانو تر ټولو شتمنه صوبه وه د ميرجعفر له وجې د انګرېزانو غلامۍ ته لاړه.

عمران خان وويل، مير صادق د ټپيو سلطان پرضد د انګرېزانو ملګرتيا کړې وه.

پوځ بيا ويلي، هڅې کيږي چې پوځ سیاسي بحثونو ته راوستل شي، خو پوځ دې د سياست نه لرې وساتل شي. او په وروستيو کې په ملک کې د پاکستان وسله وال پوځ او مشرانو، روانو سياسي خبرو ته راکاږلو هڅې روانې دي، سياسي مشرتابه، صحافيان، څيړونکي او په ټولنيزو رسنيو پرې خبرې روانې دي.

او د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د عمران خان پرونۍ وېنا سازش ګرځولې، او ویلي يې دي، په اېبټ اباد کې د پاکستان رياست، ايين او قومې ادارې چېلنج کړی شوي دي، قانوني کارروايي به کولی شي.