امريکا: د ښځو دپاره د طالبانو تګلارې د دوی په نړيوالو اړيکو منفي اغېزې کوي

د افغانستان دپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، د ښځو دپاره د طالبانو تګلارې/ پاليسيانې د بشري حقونو سرغړونه ده، او دا به د دوی په نړيوالو اړيکو منفي اغېزې دوامداره وساتي.

تهامس ويسټ دغه څرګندونې د طالبانو لخوا د ښځو دپاره د حجاب د حکمنامې جاري کولو ته په غبرګون کې کړي دي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت دوه ورځې وړاندې په اوومه جنورۍ په هيواد کې ښځو ته د حجاب حکم کړی چې "د مسلمانو اصيلو، بالغو، ښځو لپاره شرعي حجاب رعايت کول فرض او ضروري دی".

د طالبانو دغه پرېکړې په افغانستان او نړۍ کې زیات غبرګونونه را پارولي او د دوی دغه پرېکړه یې د ښځې د ازادۍ خلاف او د بنیادي بشري حق سرغړونه بللې ده.

د افغانستان دپاره د امریکا ځانګړي استازي تهامس ويسټ په ټويټر ويلي،

"زه د افغانانو او په ګرده نړۍ کې ملګری کېږم، د طالبانو لخوا د ښځو او جينکو د حقونو د تازه بندېزونو په اړوند خپله ژوره اندېښنه څرګندوم".

"نوموړي ویلي، د جينکو د شپږم ټولګي پورته په زده کړو بندېز، د دوی هلې ځلې محدوده کول، او پرامنه احتجاج کوونکي په نخښه کول، د ښځو دپاره د طالبانو تګلارې/ پاليسيانې د بشري حقونو سرغړونه ده، او دا به د دوی په نړيوالو اړيکو منفي اغېزې دوامداره وساتي".

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر انتونيو ګېټرس هم د طالبانو لخوا د ښځو د حجاب په پرېکړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړي ویلي، "زه يو ځل بيا د طالبانو غواړم چې د افغان مېرمنو او جينکو په اړوند د بشري حقونو د نړیوال قانون له مخې خپلې ژمنې عملي کړي".

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما د طالبانو پر دې پرېکړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او وایي کېدای شي د طالبانو دا کار له نړیوالې ټولنې سره د دوی اړیکې نورې هم ترینګلې کړي.

یورپي ټولنې د طالبانو له دې پرېکړې سره مخالفت کړی او وایي د دوی حکومت پرله پسې داسې مسایل را مخې ته کوي چې یا لږ ارزښت لري او یا د خلکو ستونځه نه ده.

د بشري حقونو د څار سازمان وایي‌ پر ښځو د حجاب د جبري کولو له پرېکړې د طالبانو هدفونه دا ښکاره کوي چې دوی غواړي ښځې او نجونه په بشپړه توګه له ولسي ژونده ورکې کړي.

خو طالبانو د حجاب په اړوند ويلي، دوی غواړي چې خوېندې يې په عزت سره او محفوظ ډول ژوند وکړي.