پاکستان کې د تيلو (پټرول، ډيزلو) قيمونو کې د يو ليټر په سر 30 روپۍ سېوا کړی شوي دي، د تيلو ګرانولو ته سخت غبرګون ويل شوی خو حکومت ويلي د تيلو قيمتونه سېوا کول ضروري شوي وو.
د خزانې وزیر مفتاح اسماعيل ويلي ملک د مالي تاوان سره مخ دی، او دغه ګام اخستل د نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) څخه د پور/ قرض اخستو دپاره اخستل شوی دی.
پاکستان کې د 30 روپو ګرانولو سره د يو ليټر پټرولو بيعه 179 روپو 86پېسو ته رسېدلې ده، ډيزل 174 روپۍ 15 پېسې، د خاورو تېل 155روپۍ 56 پېسو او لايټ ډيزل 148 روپو 31 پېسو ته رسېدلي دي.
د تيلو نوي قيمتونه د زيارت او جمعې په مينځنۍ شپه کې عملي شوي دي.
د خزانې وزیر مفتاح اسماعيل د تيلو ګرانولو په اړوند په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې ویلي، په سختو معاشي حالاتو کې په ولس بوج اچول ضروري شوي وو.
هغه وویل په پټرول او ډيزلو په رعايتونو ورکولو په تيرو دوه اوونیو کې حکومت ته د 55 اربه روپو تاوان اوښتی دي.
پاکستان دغه پرېکړه په داسې حال کې کړې چې نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) د شورو/ چهارشنبې په ورځ 25 مې ويلي وو، د پاکستان سره یې د 18 نه تر 25 مې پورې په قطر کې ليدنه شوې، او دغو خبرو ته رغنده ويل شوې وې خو ادارې په پاکستان ټينګار کړی وو چې د ادارې سره د پور اخستو د پروګرام د بحالۍ دپاره به په تيلواو بجلۍ ورکوونکي مراعات ختموي.
پاکستان تازه د تيلو بيعې په داسې حال کې سېوا کړي، چې هم روانه مياشت مفتاح اسماعيل ويلي وو، وزيراعظم ته يې د تيلو، پټرولو او ډيزلو د بيعو سېوا کولو سپارښتنه کړې خو وزيراعظم ویلي چې خلک د وړاندې نه د ګرانۍ سره مخ دی، په ولس نور بوج نه شي اچولی.
د پاکستان مخکني وزیراعظم عمران خان په 28 فرورۍ د تيلو قيمتونه لس روپۍ او د بجلۍ قيمتونه پينځه روپۍ راکم کړي وو.
هغه وخت د عمران خان دغه اعلان ستايل شوي خو ورسره پرې نيوکې هم شوې وې چې دغه پېسې به د کوم ځای نه ورکوي.
مفتاح اسماعيل په 15 مې ويلي وو، وزیراعظم شهباز شريف ويلي چې دا وخت ګراني نه شي جوړولی او په اولس نور بوج نه شي اچولی. او زياته يې کړه خلک دې نه پرېشانه کيږي دا وخت تېل نه ګرانول کيږي.
د ايي اېم اېف د پروګرام په اړه يې ويلي وو، د مينځ يوه لاره به را اوباسو.
د خزانې د وزير په وېنا حکومت په پټرول او ډيزلو د 120 ارب روپو سبسډي/ مراعات ورکوي، او تور يې لګولی وو، چې د تحریک انصاف د حکومت له امله ډالر په بره خيژي او د روپۍ قدر کميږي.
د پاکستان مخکني وزیراعظم عمران خان د تيلو په بيعو سېوا کولو په حکومت نيوکې کړي دي.
هغه ويلي، د پټرولو او ډيزلو په بيعو کې 20 فيصده يا 30 روپۍ په ليټر کې سېوا کول، د ملک په تاريخ کې په يو ځای تر ټولو سېوا اضافه ده. قوم د اېمپورټډ سرکار د بهرنۍ غلامۍ قیمت ورکول پېل کړل، نااهل او بې حسه حکومت د 30 فيصده ارزانو تيلو اخيستو دپاره د روس نه زمونږ سودا ترلاسه نه کړه.