تخار: طالبان وایي د داعش وسله وال یې وژلي خو مخالفه جبهه وایي ځایي خلکو سره یې نښته کړې

ISIS

پېښور ــــ د طالبانو مخالفې دملي مقاومت جبهې ادعا کړې چې تخار کې دطالبانو پرضد خلکو قیام کړی اؤ د ولس اؤ طالبانو ترمنځ نښته کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

سرچینې وایي دې نښته کې د طالبانو د استخباراتو ۱۲ غړي اؤ اووه ملکي وګړي وژل شوي دي خو طالبان بیا وایي چې دا نښته یې دداعش د وسله والو پرضد کړې اؤ د هغوئ اته غړي یې وژلي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا غږ ته ددې پېښې پخلی کړی اؤ وایي دشنبې په ورځ ناوخته په تالقان کې دداعش فتنه ګړې ډلې اته غړي پخپل یو پټنځائ کې وژل شوي اؤ دهغوئ څخه وسلې اؤ مهمات هم ترلاسه شوي دي.

خو د ملي مقاومت د جبهې ویاند علي میثم نظري بیا امریکا غږ ته ویلي چې"دا قضیه داعش سره هیڅ ارتباط نه لري.

هغه ویلي" په سیمه کې یو مولوي صیب چې له څه مودې یې اختلافات له طالبانو سره زیات شوی ؤ، نن یې په تالقانو کې د دستاربندي په مراسمو کې ګډون کړی ؤ او غوښتل یې چې وینا وکړي خو طالبانو یې مخه ونیوله او خلکو قیام وکړ"

وي او اې پښتو ته د مقاومت جبهې ویاند ویلي په دې نښته کې خلکو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو د وژل شویو او ټپیانو په اړه یې څه ونه ویل.

خو هغه معلومات چې امریکا غږ له تخار ولایت څخه ترلاسه کړي ویل کیږي چې دا نښته په سیمه ایزو وخت له غرمې وروسته په ۲:۳۰ دقیقو پیل شوه او له امله یې د طالبانو د استخباراتو ۱۲ غړي او اووه ملکي کسان ووژل شول.

د دې سرچینې په وینا، په دې نښته کې د طالبانو د مخالف لوري اووه غړي هم وژل شوي او یو تن یې د طالبانو له خوا نیول شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې پيښه کې د خپلو تلفات په اړه څه نه دي ویلي.

( د وي او اې اشنا په مننه)