بلوچستان: سي ټي ډي په ځانمرګو بريدونو او چاودنو کې د ککړ ترهګر د نیولو دعوه کړې

د پاکستان د بلوچستان صوبې سي ټي ډي پوليسو دعوه کړې، په کوټه کې په ځانمرګو بريدونو او بمي چاودنو کې د لاس لرونکې ډلې يو بريدګر يې نيولی او د نورو بريدونو پلان یې شنډ کړی دی.

سي ټي ډي پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ [12] په خبر پاڼه کې دعوه کړې چې د پټو معلوماتو پر اساس يې د نظام الدين عرف خالد په نوم د کوټې استوګن يو تن هغه وخت نيولي چې هغه د بلوچستان په هايکورټ، سيشن کورټ او يا پر ايف سي او پوليس ځواک د بريد پلان درلود.

ويل شوي نيول شوی تن او د هغه اته تنه نور ملګري له 2017م کال څخه راهيسې په کوټه کې درې ځانمرګي بريدونه او اووه بمي بمي چاودنو کې ککړ پاتې شوي.

سي ټي ډي دعوه کړې نيول شوي تن په تفتيش کې منلي چې، په کال 2021م د اپريل پر 21مه د کوټې د سرينا هوټل په موټر تم ځای (پارکينګ) کې تر سره شوي ځانمرګي بريد کې هم لاس درلود.

په سرينا دغه بريد هغه وخت تر سره شوی وو چې د چين سفير د کوټې د ښار په دوره وو او استوګنه يې په هم دې هوتل کې وه، خو حکومتي چارواکو ويلي وو چې د بريد پر وخت د چين سفير په ياد هوټل کې نه وو.

هغه وخت د بلوچستان د کورنيو چارو وزير ضيا لانګو وډيوه ته ويلي و چې "دا نشي ويلی چې د بريد هدف به چينايي وګړي نه وو".

د سرينا هوټل په ځانمرګي بريد کې پينځه تنه وژل شوي او لس ته نېږدې ټپيان شوي وو.

د دې بريد زمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه، او ويلي يې وو چې د بريد هدف يې پاکستاني عسکر وو.

خو تر دې وړاندې او يا هم له دې وروسته په بلوچستان او سيند ايالت کې پر چينايي وګړو د تر سره شووځانمرګو بريدونو او چاودنو زمه واري زياتره وخت بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسلوالو ډلو منلي دي.

چين تل له پاکستان څخه غوښتي چې د چينايي وګړو حفاظت دې په هر قيمت وکړي او پر دوی بريد کونکو ته دې سختې سزاګانې ورکړي.

سي ټي ډي د نيول شوي تن په اړه ويلي، تعلق يې د يو لاقانونه ګرځول شوي تنظيم سره دی خو د تنظيم نوم يې نه دی ویلي.

دغه تن په داسې وخت کې نيول شوی، چې د پاکستان او د تحريک طالبان پاکستان تر مينځ د افغان طالبانو په منځګړيتوب د روغې جوړې خبرې روانې دي.

د سي ټي ډي په اعلاميه کې زياته شوې چې د نيول شوي ترهګر د نورو 7 ملګرو د نيولو لپاره يې پلټنې پيل کړې او چاپي هم وهل شوي دي.

بلوچستان د پاکستان تر ټولو لويه صوبه ده، چرته چې له تيرو دو لسيزو راهسي نا امني ده.

په بلوچستان کې د مذهبې تندروو ډلو په شمول بلوڅ بيلتون غوښتونکې وسلوالي ډلې هم وخت نا وخته پر پاکستاني ځواکونو د بريدونو زمه واري مني.