رپورټ: د ټي ټي پي او پاکستان تر منځ روانې خبرې ودرېدلې دي

د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] او د حکومت ترمنځ روانې خبرې د قبايلي سيمې بيرته پخواني حيثيت [فاټا] ته اړولو په سر ودرېدلې دي، دا خبره د پاکستان ټريبيون ورځپاڼې د سرکاري سرچینو له قوله خپره کړې ده.

او بيا د ټي ټي پي سرچينو هم منلې چې دا مهال خبرې ودرېدلي خو علما او قبايلي مشران لګيا دي جرګې کوي چې د دواړو فرېقينو اعتماد سازي وکړي.

خو ټي ټي پي نه ده په ډاګه کړې چې دغه جرګې چرته روانې دي او په دغو جرګو کې څوک شامل دي.

د ټي ټي پي سره خبرو دپاره د خېبرپښتونخوا د ملاکنډ ډويژن او قبايلي ضلعو د 50 پورې مشران چې افغانستان ته تللي او د دوه ورځو د خبرو وروسته په درېم جون بيرته راغلي وو، د خېبرپښتونخوا د وزیراعلا د اطلاعاتو مرستيال بېرسټر محمد علي سېف چې د دغه جرګې برخه وو، هغه ويلي وو د ټي ټي پي سره شوي مذاکرات په حکومتي کچه نه بلکې د صوبې علاقايي مشرانو کړي او هغه [بېرسټر سېف] د دغه جرګې مرستیال وو.

د ټي ټي پي سرچينو ویلي وو، کابل ته تللې جرګې ته يې يو ليک ورکړی او په دغه لیک کې د نورو خبرو سره ويل شوي، چې دوی د قبايلي سیمې پخوانی ازاد حیثيت په ځای کول غواړي.

ټريبيون ورڅپاڼې په خپل خبر کې زياته کړې چارواکی چې د دغو خبرو د نزدې نه مالومات لري، د نوم نه څرګندونو په شرط يې ویلي، چې خبرې لا بشپړ شوي نه دي او داسې ستونزې شته چې خبرې پرې کېدی شي.

يادې خبرې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په کورب توب ترسره شوې وې او کابل ته په جرګه تللو قبايلي مشرانو ويلي وو، د طالبانو د حکومت د داخله چارو وزير سراج الدين حقاني هم د دوی سره ملاقات کړی وو او د مذاکراتو د کاميابۍ هيله يې څرګنده کړې وه.

ټريبيون د پاکستاني چارواکي له قوله ويلي، پاکستان غواړي چې امن ته یوه موقع ورکړي او خوشبينه دی چې د دې به يو څه نتيجې راووځي، خو ورسره یې خبرداری ورکړی چې افغان طالبان به د ټي ټي پي او د پاکستان ترمنځ د یو انتخاب کوي.

دوه ورځې وړاندې پاکستان کې د بشري حقونو تنظيم د پارليمان په اعتماد کې د اخستو پرته په افغانستان کې د جنګيالو سره په پټو مذاکراتو نيوکې کړې وې.

د ټي ټي پي سره د خبرو په اړه د اطلاعاتو مرکزي وزيرې مريم اورنګزېب په درېم جون ویلي وو،"د کال 2021 د اکتوبر په مياشت کې دا خبرې پېل شوې وې، دا خبرې په حکومتي کچه روانې دي د افغانستان حکومت يې سهولت کاري کوي او په دې کې حکومتي او پوځي استازي شامل دي".

هغې ويلي وو د ټي ټي پي لخوا د ډز بندۍ غځولو هر کلی کوي او زياته کړې يې وه دا ټولې خبرې د ايين په دايره کې کيږي، او کله چې دا خبرې پای ته رسي حکومت به يې منظوري ورکوي.

تير کال د اکتوبر په میاشت کې مخکني وزيراعظم عمران خان د ټي ټي پي د ځينو ډلو سره د خبرو کولو ويلي وو، او بيا د نومبر او دسمبر په میاشتو کې د يوې میاشتې ډز بندي شوې وه، او د دغې وروسته بيا د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار د ډز بندۍ ختمېدو او د وسله والو پرضد د عملیاتو کولو ويلي وو.

د پاکستان حکومت د کال 2004 نه تر 2009 پورې د ټي ټي پي د بېلابيلو مشرانو سره وخت په وخت معاهدې کړي خو دغه معاهدې نزدې ټولې ماتې شوي دي او بيا وخت په وخت د پاکستان پوځ د وسله والو طالبانو پرضد پوځي عمليات کړي دي.