کابل کې پر ګوردواره تر برید وروسته افغان سیکان له نړۍ غواړي دوی دې له افغانستانه وباسي

واشنګټن ــــ په کابل کې په لسګونو افغان سیکان د جون پر شلمه د خپلې سوځېدلې ګوردوارې د کنډوالو شاته په یوه کوټه کې راټول شوي وو، دوی په دې هیله وو ژر تر ژره بهر و ایستل شي او اخر خپل د زېږون هیواد پرېږدي.

د افغانو مېرمنو لپاره د امریکې استازې رینا امیري د سیکانو پر عبادتخانه وسلوال برید په کلکه غندلی او په یو ټویټ کې یې په افغانستان کې پر سیکانو او هندوانو په زیاتېدو بریدونو باندې اندېښنه څرګنده کړې ده. رینا لیکلي:

"د افغانستان بډای مختلف رنګونه د دې هېواد ستره خزانه ده، یوې ډلې ته خطر د ټول افغانستان پېژندنې ته خطره ده. امریکا دا برید په کلکه غندي".

د جون پر اتلسمه په کابل کې پر ګوردواره په برید کې یو سیک ځوان رګبیر سینګ هم ټپي شوی او له اې ایف پي سره په وېډیویي خبرو کې لیدل کېږي چې پر څېره یې ویره او خفګان خپاره دي:

"دا درېیم ځل دی چې پر موږ برید وشو او دا هم ډېر خطرناک وو چې بیانېدل یې ګران دي. زموږ یو سیک ملګری پکې شهید شو او زه ټپي شوم. موږ هر ځای له خطر سره مخ یو".

د شنبې- خالي په سهار وختي د کابل په کارتې پروان سیمه کې د سیکانو پر ګوردواره لومړی بمي چاودنې شوې وې او وروسته د وسلوالو کسانو او طالبانو تر منځ نښته پیل شوې وه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور رسنیو ته ویلي وو، چې له درو چاودنو او جګړې وروسته یو سیک وګړی او یو طالب وژل شوي او اوه تنه ټپیان شوي دي.

پر ګوردواره د هغه برید ذمه واري داعش خراسان ډلې ومنله. افغان سیکانو له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتي په کابل کې د پاته سیکانو په اړه دې فکر وکړي او ژر دې یې له دې ښاره وباسي. رګبیر سینګ وایي:

"په دې وطن کې مو راتلونکی وو هیله مو وه، خو اوس مو ټولې هیلې بایللې دي، نه یواځې موږ بلکې هر هغه څوک چې په افغانستان کې ژوند کوي د امید تمه نه لري".

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل حکومت له خوا درې ورځې وړاندې په کابل کې پر ګوردواره برید "په کلکو ټکو" غندلی او د بریدکوونکو په خلاف د ګامونو اخیستلو ډاډ یې ورکړی وو.

په 1970م کال کې په افغانستان کې د سیکانو او هندوانو شمېر شاوخوا پینځه لکه وو، خو د طالبانو له واکمنۍ وروسته د تېر کال تر پایه دا شمېر دوه سوه ته را ټیټ شوی دی.

په افغانستان کې زېږېدلی منموهن سینګ وایي ګوردواره د دوی لپاره نه یواځې د عبادت ځای وو، بلکې د ټولو سیکانو کور وو:

"زه وېرېږم چې که موږ ټول په یو ځای کې د عبادت لپاره را غونډ شو، کېدای شي بله داسې پېښه وشي، دا اندېښنه ځکه لرو چې پر موږ درې ځله بریدونه شوي او نور موږ غافل نه شو اوسېدای".

په افغانستان کې د سیکانو پر ګوردواره مخکې هم بریدونه شوي خو تر ټولو خونړی برید د کابل په زاړه ښار کې پر ګردواره د 2020 کال د مارچ په 25مه شوی وو چې پکې لږ تر لږه 25 تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي وو.

په 2018م کال کې په جلال اباد کې هم په یوه ځانمرګي برید کې 19 تنه وژل شوي وو چې اکثره یې سیکان وو.