د حج مناسک د نن نه پیل شول، یو میلین مسلمانان سږ کال حج کوي

نن د زیارت یا پنجشنبې د ورځې نه دحج مناسک پیل شوي دي اؤ په نړۍ کې دکرونا وایرس خورېدو را په دې خوا په وړومبي ځل لس لکه مسلمانان دحج فریضه ترسره کوي.

نن په اتمه ذي الحجه دسهار له نمانځه وروسته حج کوونکو احرامونه تړلي او دحج په نيت دمکې څخه منا ته روان شوي دي.

حاجیان به نن دغرمې ، مازيګر ، ماښام او ماسخوتن نمونځونه پخپلو خېمو کې کوي او ټوله شپه به په عبادت تيروي.

ددغو حاجيانو دپاره په منا کې دسپينو خيمو يو ښار ودان کړل شوى دى ،چې پکې لارښودان هم دحاجيانو لارښودنې دپاره موجود دي.

دحج تر ټولو ستر رکن وقوف عرفه به دجمعې په ورځ ادا کیږي.

دسعودي دحج اؤ عمرې د وزارت وینا ده چې سږکال دحج مناسکو کې 185 حاجیان شاهي یا دولتي میلمانه دي

دکرونا وبا دپیل راپدیخوا سږکال لمړی ځل دی چې سعودي عرب دنړۍ نزدې یو میلیون مسلمانانو ته دحج کولو اجازه ورکړې ده.

تر کرونا وبا وړاندې په کال 2019م کې دنړۍ دوه نیم میلیونه مسلمانانو دحج فریضه ترسره کړې وه خو بیا ورپسې په کال 2020 کې چې ټوله نړۍ کې کرونا وایرس په چټکتیا سره خواره شول په دغه کال دسعودي حکومت حج اؤ عمرې تړلې وې اؤ یوازې 1000 کسانو ته دحج دفریضې اجازه ورکړل شوې وه.

دکرونا وبا دسختې څپې وروسته سږکال سعودي عرب لس لکه کسان دټولې نړۍ څخه دحج لپاره منلي دي چې په دې کې تر ټولو زیات حاجیان دانډونیشیاء اؤ بیا ورپسې دپاکستان دی.

دسعودي ګزټ د رپورټ له مخې دانډونیشیاء څخه یو لک اؤ 51 زره کسان حج ته پرېښودل شوي اؤ دپاکستان څخه به بیا 81زره اؤ132کسانو ته دحج کولو اجازه ورکړل شوې ده.

همدا شان سږکال دافغانستان څخه 13زره اؤ 582 کسان دحج اجازه لري،دبنګله دیش دحج کوټه 57زره،585،دنایجیریا 43زره اؤ 8،دترکي37زره اؤ770،دبرتانیې12زره اؤ348،دامریکې 9زره اؤ504 اؤ دفرانسیې 9زره 268 ټاکل شوې ده.

په دې کې به تر ټولو کم شمیر کې دافریقایي هیواد انګولا وګړي حج ترسره کوي چې شمیره یې یوازې 23 ده

سعودي عرب هرکال داسلامي هیوادونو لپاره ددغو هیوادونو دابادۍ په تناسب سره دحج کوټه مقرروي اؤ سږکال یې پرېکړه کړې چې اته نیم لکه کسان به دبهرنۍ نړۍ نه حج ته پرېښودی شي اؤ یو نیم لک به سیمه ییز کسان دحج فریضه ادا کوي.

سعودي عرب چې نور کله بهرنیو هیوادونو ته دحج کومه کوټه ورکوله سږکال په هغې کې دکرونا وایرس له امله 42اعشاریه 2 فیصدي کمی راوستل شوی دی