د جاپان پخوانی وزيراعظم په برید کې و وژل شو، بریدګر نیول شوی

د جاپان په پخواني وزیراعظم شینزو ابې باندې نن د جمعې په ورځ وژونکی بريد شوی او تر سختو ټپونو وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې. شېنزو ابې هغه وخت په نخښه شوی چې هغه انتخابي مهم ته یې وینا کوله. جاپاني چارواکي وایي پر هغه برید کوونکی یې نیولی دی.

د جاپان پر مخکیني وزیراعظم شینزو ابې نن د دې هېواد په نارا ښار کې په داسې وخت کې یو تن ډزې وکړې چې په دې هېواد کې د وسلو ګرځولو قوانین سخت دي او د شخړو کچه پکې خورا ټیټه ده.

خبري ادارو د پېښې د يوې عېنې شاهدې ښځې له خولې ويلي، شېنزو ابې د انتخاباتو لپاره د کمپېن یوې غونډې ته وینا کوله، په دغه مهال يو تن راښکاره شوی، اواز اورېدل شوی او بيا شېنزو ابې پر مځکه لوېدلی دی.

د شېنزو واکمن ګوند لبرل ډېموکرېټک ویلي، چې شېنزو کله پر مځکه ولوېده د هغه تر ستوني وينې وبهېدې.

د جاپان د کابینې عمومي مشر هیروکازو ماتسونو خبریالانو ته په دې هکله وویل چې له ځايي وخت سره سم پر مخکیني وزیراعظم شینزو ابې په ځایي وخت شاوخوا یوولس نیمې بجې په نارا ښار کې ډزې وشوې.

د جاپان وزيراعظم فوميو کیشيدا ویلي وو، چې د شينزو ابې حالت نازک دی خو هغه ویلي چې هغه به بچ کړی شي، خو د ډاکټرانو تر څلور نیمو ساعتونو عملیاتو وروسته د هغه د ژغورنې هڅې ناکامه شوې او له نړۍ یې سترګې پټې کړې.

پولیسو پر مخکیني وزیراعظم برید کوونکی د پېښې په ځای کې تر ډزو کولو سمدستي وروسته نیولی دی،‌ وایي 41 کلن بریدګر تیتڅویا یماګامي نومېږي چې د نارا ښار اوسېدونکی او د جاپان د سمندري ځواکونو مخکینی غړی دی.

د مطبوعاتي راپورونو ترمخه وزيراعظم فوميو کيشيدا تر پېښې وروسته انتخابي کمپاين پرېښی او بيرته پلازمېنې ټوکيو ته رسېدلی دی. وزیراعظم کشیدا له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، په شېنزو ابې وحشي حمله شوې او زياته کړې يې ده چې په پخواني وزيراعظم حمله د قبلولو وړ نه ده.

د جاپان پر مخکیني وزیراعظم د برید او د هغه د مړینې په اړه د نړۍ ګڼ شمېر مشرانو خواشیني څرګنده کړې او د هغه له کورنۍ سره یې خواخوږي کړې ده.

شېنزو ابې د جاپان په تاریخ کې تر ټولو اوږدې مودې پورې د وزیراعظم په څوکۍ پاتې شوی سیاستوال وو.

هغه په لومړي ځل په کال 2006 کې په لومړي ځل وزیراعظم شوی او یو کال په دغه څوکۍ وو او له هغې وروسته بيا د کال 2012 نه تر 2020 پورې په دغه څوکۍ پاتې شوی دی.

وروسته بيا ويل شوي هغه ناروغه شوی وو او د کال 2020 د اګست په میاشت کې يې بيا د وزیراعظم له څوکۍ استعفا ورکړې وه.