دپاکستان تحریک انصاف اؤ مسلم لیک (ق) لخوا دحمزه شهباز دپنجاب صوبې د وزیراعلا ټاکل کیدو پرضد سپریم کورټ ته رجوع کولو پاکستان کې نوې ناندرې راپورته کړي اؤ اؤ واکمن ایتلاف پي ډي ایم خبرداری ورکړی چې هیواد کې به دانصاف یو شان معیار خپلول اؤ ادارو ته به یوازې خپل اییني کردار خپلول وي.
دسپریم کورټ لخوا دپنجاب اسمبلۍ د ډپټي اسپیکر په رابلل کیدو هم په سوشل میډیا سخت ټکونه شوي دي اؤ پوښتنه راپورته کړل شوې ده چې په تیر وخت کې کله دقامي اسمبلۍ ډپټي اسپیکر یو لانجمن اؤ غیر قانوني رولنګ ورکړی ؤ نو په هغه وخت سپریم کورټ ولې دقامي اسمبلۍ اسپیکر نه ؤ رابللی.
دجمعې په ماښام پنجاب اسمبلۍ کې دپي ډي ایم دامیدوار حمزه شهباز اؤ دتحریک انصاف اؤ مسلم لیګ ق دامیدوار ترمنځ د وزیراعلا دڅوکۍ لپاره شوې ټاکنه کې حمزه شهباز 179 اؤ پرویز الهي 186 رایې اخستې وې خو داسمبلۍ ډپټي اسپیکر د مسلم لیګ ق دلسو غړو رایې ناچله ګرځولې وې چې دمسلم لیګ ق امیدوار ددې پرضد شپه په شپه سپریم کورټ ته عریضه کړې ده.
دخالي په ورځ دسپریم کورټ درې کسیز پینج ددې عریضې دابتدایي اوریدنې په مهال دپنجاب اسمبلۍ ډپټي اسپیکر په شخصي حیثیت کې محکمې ته رابللی دی .
دا بینچ چې مشري یې دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي عمر عطا بندیال پغاړه لري پکې جسټس اعجاز الحسن اؤ جسټس منیب اختر هم شامل دي.
خو واکمن ایتلاف پي ډي ایم پخپله یوه ګډه اعلامیه کې غوښتنه کړې ده چې دا ډيره مهمه معامله ده ځکه نو د اوریدنې لپاره دې یې فل کورټ تشکیل کړل شي.
د سپریم کورټ لخوا دپنجاب اسمبلۍ د ډپټي اسپیکر په رابللو په سوشل میډیا سختې نیوکې شوي دي اؤ خبریال مطیع الله جان په ټویټر لیکلي دسپریم کورټ لخوا د ډپټي اسپیکر رابلل به دصوبایي اسمبلۍ اؤ منتخب ایوان سپکاوی وي
دخبریال مطیع الله جان ددې ټویټ په ځواب کې وتلي صحافي ابصار عالم لیکلي نو بیا دې صوبایي اسمبلي اؤ منتخب ایوان هم راپورته شي اؤ سبا دې مشر قاضي راوغواړي ،په پبلک اکاونټس کمیټۍ کې اؤ دبجټ حساب دې ترې وغوښتل شي چې ولې یې دحساب کتاب نه ډډه کوي
بلاګ لیکونکي وقاص ګورایه پوښتنه راولاړه کړې ده چې ایا اوس به سپریم کورټ دا پرېکړه کوي چې مسلم لیګ قاف به یوازې دعمران خان سره ایتلاف کوي
خبریال طلعت حسین وایي عمران خان پخپله یا دخپلو ایتلافیانو دلارې دخپل سیاست اؤ طاقت بچ کولو لپاره نن عدالت ته داسې ورځي لکه مخکې چې به پینډۍ اؤ ابپاره ته ورتللو.
خو هغه وایي دا ځل به دپنجاب د وزیراعلا په انتخاب کې ورته مرسته هغه وخت ترلاسه کیږي چې ججان صاحبان دخپلې تیرې فیصلې نه په بشپړ ډول مخ وګرځوي اؤ یو "د ژغورنې اپریشن" وکړي
په عین حال کې دپاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان یو وارې بیا ادارو نه دمداخلت غوښتنه تکرار کړې ده اؤ ویلي یې دي مونږ دسریلنکا په څېر دحالاتو نه په ډیره فاصله نه یو ولاړ .
په ټولنیزو رسنیو خپل بیان کې عمران خان ویلي یوازې په دریوؤ میاشتو کې زرداري اؤ شریف مافیا ملک په سیاسي اؤ معاشي توګه په ګونډو ودرولی دی .
هغه تور لګولی چې دا مافیا د۳۰کالو نه دخپل لوټ کړي دولت بچ کولو لپاره ملګ تباه کوي اؤ پوښتنه یې کړې ده چې ترڅو پورې به ریاستي ادارې ددې اجازت ورکوي؟
خو بل لوري ته واکمن ایتلاف پي ډي ایم تور لګولی چې عمران خان په سیاست کې پرله پسې انتشار پیدا کوي چې مقصد یې داحتساب څخه ځان بچ کول ، خپلې کرپشن پټول اؤ دغلا په دروازه اقتدار ترلاسه کول دي.
پخپله ګډه اعلامیه کې پي ډي ایم دپاکستان دسپریم کورټ دمشر قاضي نه غوښتنه کړې ده چې دپنجاب د وزیراعلا دانتخاب په هکله دمقدمې اوریدنه باید فل کورټ وکړي
اعلامیه کې ویل شوي چې دانصاف تقاضه داده چې دسپریم کورټ ټول ججان باید دنظرثانۍ په خواست اؤ نورو عریضو اوریدنه په یو وخت وکړي اؤ خپله پریکړه صادره کړي ځکه چې دا ډیرې مهمې قامي،سیاسي اؤ اییني معاملې دي اؤ ددې نتیجه کې پیدا شوې بې ثباتي دقامي معیشت دسقوط دخطرې،ګرانۍ اؤ بې روزګارۍ په شکل کې ولس ویني.
تر دې وړاندې سپریم کورټ دپاکستان دصدر په ریفرنس دایین د 63 ای مادې دتشریح په ترڅ کې پرېکړه کړې وه چې دګوند نه د اوښتي یا منحرف غړي رایې به په شمیر کې نه راوستل کیږي چې ددغه پرېکړې په اساس دتحریک انصاف نه داوښتو 25 دصوبایي اسمبلۍ دغړو غړیتوب ختم کړل شوی ؤ .
دپنجاب اسمبلۍ دپټي اسپیکر دحمزه شهباز د بیا وزیراعلا ټاکل کیدو داعلان په موقعه ویلي چې هغه دمسلم لیګ ق دلسو غړو رایې دسپریم کورټ ددغه فیصلې په اساس رد کړي دي.