سپریم کورټ سره له تاؤتریخوالي وروسته پارلیمان عدلیه کې اصلاحاتو لپاره د کمیټۍ جوړولو قرارداد منظور کړی

Pakistan's prime minister-elect Shehbaz Sharif speaks after winning a parliamentary vote to elect a new prime minister, at the national assembly, in Islamabad, Apr. 11, 2022. (Press Information Department (PID)/Handout via Reuters)

دسپریم کورټ لخوا دپاکستان تر ټولو ستره صوبه پنجاب کې د واکمن ایتلاف دحکومت ختمولو نه وروسته حکومت دججانو اختیاراتو کمولو ته مټې رابډ وهلي دي دچهارشنبې په ورځ قامي اسمبلۍ کې دعدالتي اصلاحاتو لپاره دګډې پارلیماني کمیټۍ دجوړولو پرېکړه لیک یا قرارداد په ګډ ډول منظور کړل شوی دی.

وزیراعظم شهباز شریف په سپینو ټکو کې ویلي چې "د ریاست اؤ ملک سمبالولو لپاره مو حکومت په لاس کې اخستی دی، جنګیږو به وژل کیږو به خو ماتې به ونه منو"

دپيپلز ګوند شریک چیرمین اؤ دهیواد خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري هم ویلي دي چې اوس به پاکستان کې دوه دستورونه ونه کارول شي،" دپارلیمان کمیټي دې جوړه کړل شي اؤ مونږ به پرېکړه کوؤ چې څومره ججان به کښیني"

خو حکومت مخالف تحریک انصاف وایي چې عدلیه کې اصلاحات باید د رایو په اتفاق رامنځته کړل شي ګنې دداسې پارلیماني کمیټیو هیڅ حیثیت نشته.

دشورو په ورځ دپاکستان دقانون مرکزي وزیر سنیټر اعظم نزیر تارړ دقامي اسمبلۍ غونډې ته عدالتي اصلاحاتو لپاره دکمیټۍ جوړولو قرارداد وړاندې کړی دی چې پارلیمان دغه قرارداد په ګډ ډول منظور کړی دی.

قرارداد کې ویل شوي چې پارلیمان د ولسي هیلو استازی فورم دی اؤ پارلیمان به هیڅ یوې ادارې ته پخپلو اختیاراتو دتیري کولو اجازت ورنه کړي.

دقانون وزیر دقرارداد وړاندې کولو په مهال ویلي چې ایین کې قانون سازانو ته دقانون جوړولو واک ورکړل شوی اؤ مقننه به په دې عمل کوي اؤ عدلیه به پرې فیصلې کوي.

هغه ویلي یوه برخه د بلې برخې په اختیاراتو کې لاسوهنه نه شي کولی اؤ هیڅ یوې ادارې ته اجازه نه شي ورکړل کیدلی چې هغه په پارلیمان قبضه وکړي.

دقانون وزیر ویلي چې عدالتي اصلاحات د وخت اهم ضرورت دی.

قرارداد کې ویل شوي چې دقوانینو منظوري اؤ ایین کې بدلون کول یوازې دپارلیمان حق دی اؤ ایین د انتظامیې، مقننې اؤ عدلیې ترمنځ واکونه ویشي.

دقرارداد له مخې د ریاست هیڅ یوه ستنه دبلې ستنې په اختیاراتو کې لاسوهنه نه شي کولی اؤ دایین د175A مادې په اساس اعلا عدلیې کې دججانو دټاکنې توثیق یا منظوري هم دپارلیمان واک دی.

پارلیمان عدلیه کې داصلاحاتو لپاره دکمیټۍ جوړولو دا قرارداد وروسته له هغې په ګډ ډول منظور کړی چې اوړمه ورځ دسپریم کورټ دمشر قاضي په مشرۍ درې کسیزه بینچ دپنجاب د وزیراعلا دټاکنې پرضد داپوزیشن ډلې قضیه کې دحکومتي ایتلاف لخوا دفل کورټ جوړولو غوښتنه رد کړه اؤ‌ په پنجاب کې یې دحکومتي ایتلاف دحکومت په ختمولو داپوزیشن امیدوار پرویز الهي د وزیراعلا په توګه اعلان کړو.

دحکومتي ایتلاف مشرانو دسپریم کورټ له دغې پرېکړې وروسته عدلیه دمخالف ګوند تحریک انصاف په خواخوږۍ تورنه کړې ده خو دسپریم کورټ مشر قاضي دمقدمې اوریدنې په مهال ویلي وؤ چې فیصلې دخپل ضمیر مطابق کوي.

دقامي اسمبلۍ غونډې ته خپله وینا کې وزیراعظم شهباز شریف ویلي "مړه به شو خو ماتې به ونه منو"

وزیراعظم ویلي عدلیې ته ډیر درناوی لري خو دا یې هم ویلي چې که دحق خبره نن ونه کړي نو کله به یې کوي.

دشهباز شریف وینا وه که عدالت ته فیصله کوي نو باید چې فیصله یې په انصاف ولاړه وي.

هغه وویل "د ریاست اؤ ملک سمبالولو لپاره مو حکومت په لاس کې اخستی دی، جنګیږو به وژل کیږو به خو ماتې به ونه منو"

دپارلیمان غونډې ته خپله وینا کې دپیپلز ګوند شریک چیرمن بلاول بوټو زرداري ویلي زمونږ مسولیت دی چې دپارلیمان دکردار دفاع وکړو د هغوئ(عدلیې) دا کار نه دی چې ایین کې ترمیمونه وکړي.

هغه ویلي "ترڅو چې مو دا ستونزه هواره کړې نه وي پاکستان جمهوري هیواد نه شي جوړیدای"

خو په عین حال کې بیا دمخالف ګوند پاکستان تحریک انصاف یو مرکزي مشر فواد چوهدري ویلي چې عدالتي اصلاحات باید د رایو په اتفاق سره وکړل شي ګنې که داسې ونه شي نو بیا دې لپاره دجوړې کړل شوې کمیټۍ هیڅ حیثیت نشته.

هغه په ټویټر دا پوښتنه هم کړې ده چې دغیر نماینده پارلیمان لخوا دعدلیې داختیاراتو کمولو لپاره دجوړې کړل شوې کمیټۍ حیثیت به څه وي؟