سږ کال په وړومبیو شپږو میاشتو کې د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې پېښې پښتونخوا کې شوې دي

د پاکستان دحکومت وینا ده چې سږکال د جنورۍ د میاشتې نه تر جون میاشتې هیواد کښې د ترهه ګرۍ تر ټولو زیات پیښې خیبر پښتونخوا صوبه کښې مخې ته راغلې دي.

څېړونکي د زیاتیدونکې ترهه ګرۍ لویه وجه د پاکستان د ریاست لخوا لاقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرت ښايي اؤ وایي د رېاست لخوا دمذاکراتو له امله ددې تنظیم حوصلې لوړې شوې دي.

د کورینو چارو د وزارت لخوا قامي اسمبلۍ ته یو لیکلي ځواب کښې ویل شوې دي چې سږکال وړمبیو شپږو میاشتو کښې د ترهه ګرۍ 434 پیښې رپورټ شوې دي اؤ په دې کښې په مجموعي توګه 323 کسان وژل شوې دي چې پکښې 188 امنیتي مامورین اؤ 135 عام وګړي وو.

دکورنیو چارو د وزارت دا لیکلی ځواب وایي چې تر ټولو زیاتې 247 دترهه ګرۍ پیښې خیبر پښتونخوا صوبه کښې شوې دي اؤ په دې د امنیتي سرتېرو اؤ عامو خلکو په ګډون 223 تنان وژل شوي دي.

په دویم نمبر تر ټولو زیاتې د ترهه ګرۍ پیښې بلوچستان صوبه کښې شوې دي.

څېړونکی اؤ دپاکستان دپوځ پخوانی افسر لیفټینټ جنرل ر طلعت مسعود په پاکستان کښې د زیاتیدونکې ترهه ګرۍ ېوه وجه په افغانستان کښې د طالبانو دحکومت رامتځته کیدل ښایي خو دا هم وایي چې پاکستان کښې دکمزوری حکومت اؤ ریاست لخوا د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک‌طالبان سره دمذاکراتو له وجې هم دې تنظیم ته ډاډ ترلاسه شوی دی.

طلعت مسعود وایي د پاکستان ریاست ته تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرت نه دي کول پکار ځکه چې دوي د بې ګناه خلکو قاتلان دي اؤ تګلارې یې هم داسې نه دي چې ورسره خبرې وشي.

هغه وایي د خبرو پرځائ د تحریک طالبان پرضد کوټلي عملیات پکار دي چې وجود یې ختم شي.

څېړنکار اؤ دفاټا ریسرچ سنټر مشر منصور محسود هم افغانستان کښې د طالبانو حکومت پاکستان کښې د زیاتیدونکې ترهه ګرۍ ېوه وجه ګڼي خو دا هم وایي چې ریاست هم ځان دې طالبانو ته کمزوری کړی دی اؤ دپاکستان لخوا بیا بیا پاکستاني طالبانو ته د مذاکراتو د وړانديز په لړ کې دجرګو لیږلو له امله طالبان اوس په خپلو شرطونو مذاکرات کول غواړي.

د پاکستان حکومت مني چې تیر کال د اکتوبر د میاشتې نه لاقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره د ریاست مذاکرات روان دي.

تیره ورځ قامي اسمبلۍ کښې دشمالي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ یو ځل بیا په دې مذاکراتو سختې نیوکې کړي اؤ ویلي یې دي چې ددې مطلب طالبان ېو خل بیا قبائلي سیمو ته راوستل اؤ قبایلي سیمې هغوئ ته سپارل دي.