ولسمشر جوبایډن له کورونا جوړ شو، ټیسټ یې منفي راغلی خو لا به هم له خلکو ګوښه وي

واشنګټن ـــــ د امریکې ولسمشر جوبایډن په یوه میاشت کې دوه ځله په کورونا وایرس تر اخته کېدو وروسته له دې ناروغۍ ښه شوی او وروستی ټیسټ یې منفي راغلی دی.

د اګست پر لومړۍ نېټه صدر بایډن په کابل کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري د وژنې اعلان هم په داسې وخت وکړ، چې لا له کورونا وایرسه نه وو جوړ شوی.

د رویټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر بایډن علاج کوونکي ډاکټر کېوین اوکانر په خط کې ویلي:

"د ولسمشر [بایډن] صحت اوس ډېر ښه دی خو تر هغه وخته به له خلکو ګوښه وي چې دویم ټیسټ یې منفي نه وي راغلی".

79 کلن صدر جوبایډن د تېرې شورو- چارشنبې په ورځ وروسته له هغه د خلکو په وړاندې را ښکاره شو، چې لومړی ځل د جولای پر 21مه او بیا پر 30 دوه ځله کورونا وایرس ور پورې شو.

رپوټونه وایي په تېرو اوولسو ورځو کې ولسمشر بایډن له سپینې ماڼۍ نه دی وتلی او اوس یې هم تر بل منفي ټیسټ راتلو د دفتر د معمول چارو مهالوېش نه دی ټاکل شوی.

خو هغه د خپل دفتر په غونډو کې په آنلاین بڼه ګډون کاوه او یواځې د ایمن الظواهري د وژنې د اعلان او د هغو قانوني مسودو د لاسلیک لپاره د سپینې ماڼۍ بالکنۍ ته ورغلی وو، چې د کورونا وایرس د طبي مرستو په برخه کې د درغلیو په ضد منظور شوي وو.

د یادونې وړ ده چې د 2020م کال په لومړیو کې چې کورونا وایرس په امریکا کې خپور شو، مخکینی ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د هغه مېرمن هم په دې ناروغۍ اخته شوي وو.