په سیاسي، امنیتي اؤ اقتصادي لومو کې ښکېل پاکستان نن د خپلې ازادۍ ورځ نمانځي

پاکستان نن دخپلې ازادۍ ۷۵مه کلیزه په داسې حال کې نمانځي چې یو خوا یې دسیاسي ناقرارۍ له امله اقتصاد دتباهۍ په غاړه ولاړ دی اؤ بل لوري ته دمیډیا رپورټونه وایي چې په دغه هیواد کې یو ځل بیا ترهګرې ډلې غلبه پیدا کوي.

دپاکستان د وزیراعظم شهباز شریف وینا ده" موږ هرکال په خوښیو سره دازادۍ ورځ نمانځو،دلکونو قربانیو ورکولو وروسته پاکستان ترلاسه شوی دی خو ریښتیا دادي چې له ۷۵کالو راهسې دا ورځې نمانځو خو اصل مقصدونه مو نه دي خپل کړي"

دازادۍ د ورځې پیل نن داتوار په سهار پلازمینه اسلام اباد کې د۳۱ اؤ صوبایي دارالحکومتونو کې د۲۱،۲۱ توپو له سلامۍ شوی دی اؤ ټاکل شوې ده د ازادۍ د ورځې په مناسبت نن دهیواد بیلابیلو ښارونو کې غونډې،دستورې اؤ سیمینارونو راجوړیږي.

دا څنګه ازادي ده؟

خو په عین حال کې په ټولنیزو رسنیو ګڼو پښتنو اؤ بلوڅ فعالینو دپاکستان په ازادۍ ،دلته دبشري حقونو په وضعیت،دقانون اؤ ایین په سرلوړۍ پوښتنې راولاړې کړې دي اؤ وایي پاکستان کې یوازې دنوم ازادي ده خو په عمل کې له خلکو سیاسي،جمهوري اؤ بشري حقونه تروړل شوي دي .

دپښتون ژغورنې غورځنګ ګڼ شمیر فعالینو د ازادۍ د ورځې په مناسبت سره په ټویټر د "داڅنګه ازادي ده" هیش ټیګ لاندې ټویټونه کړي اؤ دپښتنو په سیمو کې په روانه ترهګرۍ اؤ ناامنۍ یې کلکې نیوکې کړې دي.

پاکستان په کال ۱۹۴۷ کې له برتانوي هند څخه ازادي ترلاسه کړې وه اؤ دتیرو ۷۵کالو راهسې اوس هرکال په ۱۴م اګست دخپلې ازادۍ ورځ په جوش اؤ جذبه په داسې حال کې نمانځي چې ددغه هیواد دننه دغربت اؤ بې وزلۍ لمنه ورځ تر بلې غځيږي.

دپاکستان سیاسي اؤ اقتصادي وضعیت په څه حال دی:

سږکال چې پاکستان دخپلې ازادۍ ورځ نمانځي نو په دې هیواد کې سخت سیاسي اړی ګړی رامنځته شوی چې دڅېړونکو په وینا بدې اغېزې یې دهیواد په ضعیف اقتصاد شوي دي اؤ پاکستان اړ دی چې دسقوط نه دځان ژغورلو لپاره دنړیوالو مالیاتي ادارو اؤ هیوادونو څخه په سود پورونه ترلاسه کړي.

دپاکستان د اقتصادي چارو وزارت پخپل یو وروستي رپورټ کې ویلي پاکستان په تیر مالي کال 2022 کې نزدې 17 اربه ډالره غیر ملکي قرضه ترلاسه کړې ده.

د رپورټ ترمخه پاکستان تير مالي کال 2021م او 2022م کی 16 اربه او 94 کروړه ډالره مجموعي قرضه ترلاسه کړي او په کال 2021 کی د پاکستان حکومت 14 اربه ډالره غیر ملکي قرضه اخستې وه .

د اقتصاد ماهر طاهر امين وي او ای ډیوه ته ویلي په دې قرضو کې د ایي ايم ايف لخوا ورکړل شوي يو ارب ډالر نه دي شامل او که چرې دغه يو ارب ډالر او د روشن ډيجيټل اکاونټس دلارې راتلونکې پېسې په دې حساب کې شاملې شي نو مجموعي غېر ملکي قرضې 22 اربو ډالرو ته رسي۔

اقتصادي پوهان وایي سږکال پاکستان ته د 40 اربو ډالرو نه زیات ضرورت دی چې پکې 21اربه ډالره قرضې هم ستنول دي او د ډالر د قیمت د زیاتوالي سره په قرضو کې نوره هم اضافه کیږي.

دغیرملکي قرضو دبار اؤ ځپل شوي اقتصادي وضعیت ترڅنګ پاکستان دا مهال دترهګرۍ دیوې خطرناکې څپې سره هم مخ دی اؤ رپورټونه وایي چې تیرکال په 15م اګست افغانستان کې دطالبانو له واکمنۍ ټینګیدو راپدیخوا پاکستان کې هم ترهګرو ډلو یو ځل بیا خپلې پښې مضبوطې کړې دي.

هیواد ته پېښې دبدامنۍ خطرې:

دپاکستان پوځ په کال 2014م کې دضرب عضب په نوم قبایلي سیمو کې دترهګرۍ پرضد په پراخه کچه عملیات کړي اؤ تر هغې وروسته یې د ردالفساد په نوم هم یوه اوږده موده عملیات کړي اؤ دعوه لري چې په دې عملیاتو کې یې دترهګرو ملا ماته کړې ده.

خو دپوځ ددې دعوؤ برعکس دپاکستان بیلابیلو سیمو کې نه یوازې وخت په وخت دپاکستان په امنیتي ځواکونو دترهګریزو بریدونو رپورټونه مخې ته راځي بلکې دخیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې دپاکستاني طالبانو دبیا فعاله کیدو رپورټونه هم په دې وروستیو کې مخې ته راغلي دي.

دپاکستان پوځ هم پخپله یوه تازه اعلامیه کې منلې ده چې دسوات اؤ دیر ترمنځ غرونو کې وسله وال(طالبان) لیدل شوي خو وایي هغوئ له ابادۍ لرې دي اؤ پوځ به دخلکو دحفاظت لپاره هر رقم ګامونه اخلي.

په عین حال کې په بلوچستان ایالت کې هم بیلتون خوښو بلوڅ وسله والو ډلو دپوځ پرضد د وسله وال مقاومت لړۍ چټک کړې اؤ په دې نزدې وختونو کې یې په پوځ دشوؤ ګڼ شمیر بریدونو اؤ بمي چاودنو پړه پغاړه اخستې ده.

په دې بریدونو کې دسوؤنو په شمیر دپوځ،لیویز اؤ پولیسو سرتیري وژل شوي دي.

دپښتنو اؤ بلوڅو مقاومتي غږونه:

په بلوچستان اؤ خیبر پښتونخوا صوبو کې دجبري بې درکیو پسر دخلکو احتجاجونه هم دوامداره دي اؤ تور لګوي چې په دې جبري بې درکیو کې دهیواد دطاقتور پوځي استخباراتي ادارې لاس لري خو پوځ بیا دا تورونه په کلکه ردوي اؤ وایي لادرکه خلک یا خو دترهګرو ډلو لیکو کې شامل شوي اؤ یاهم امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي.

په جبري توګه د لادرکه تنانو د قضيو څېړونکي حکومتي کمېشن لخوا جارى کړل شوؤ تازه شمېرو کې ویل شوي چې سږکال د جولایي په مياشت کې د کمېشن سره د جبري لا درکيو 42 نوې قضيې درج شوي دي.

په جبري توګه د لادرکه تنانو د موندنې د کمېشن د شمېرو ترمخه هغه کسان چې دکمېشن سره د لادرکه تنانو په توګه درج دي او درک یې نه دی لګیدلی شمېره یې 2 زره، 186 ته رسېدلې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال عالمزيب محسود ډيوه ته وايي دا ستونزه د کمېدو پرځائ ورځ تر بلې سېوا کېږي.

نوموړی وايي د مېر علي شمالي وزیرستان څخه د تېر جون په میاشت کې يوازې 10 هلکان د کورونو څخه پورته کړی شوي چې عمرونه یې د اتلسو کلونو نه هم کم دي.

د وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز تنظیم مشر قدير بلوچ ډيوه ته وايي په تېرو کلونو کې نزدې 55 زره بلوڅان په جبري توګه لادرکه کړی شوي دي چې پکې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

هغه وایي د خلکو په زوره د لادرکه کولو لړۍ اوس هم روانه ده او روزانه 5 یا 6 بلوڅان پورته کړل کېږي.

دماما قدیر بلوڅ په وینا په دغو 55 زرو لادرکه بلوڅانو کې 350 ښځې او 172 تنکي ماشومان هم شامل دي.

شهباز شریف ولې مایوسه دی؟

دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف تیره شپه قام ته خپله وینا کې ویلي "د ازادۍ د ورځې په موقعه زما زړه خوشحاله هم دی اؤ ناقراره هم ،ټوله نړۍ کې پاکستانیانو ته مبارکي ورکوم خو په پراخه زړه به به نن دا منل وي چې مونږ خپلو اولادونو ته هغه څه ورنکړی شول دکوم څه چې هغوئ حقدار دي"

دشهباز شریف په وینا نن دقام د ویشلو اؤ پاره پاره کولو ناوړه هڅې روانې دي ،تیرحکومت دا هیواد په مالي توګه محتاجه کړی دی اؤ نن مونږ دګڼ شمیر بحرانونو ترڅنګ دجذباتي بحران سره هم مخ یو.

څېړونکي وایي دایټمي وسلې لرونکی پاکستان په داسې حال کې هم هرکال تر ټولو زیاتې پیسې د وسلو اؤ جنګي سامانونو په اخستو لګوي چې دې هیواد کې په کروړونو خلک د ولږې،بې وزلۍ،صحت،تعلیم اؤ بې روزګارۍ دستونزو سره مخ دي.