پاکستان کې د بارانونو او سېلابونو له امله نور 73 تنه مړه شوي

پاکستان کې د روانو پشکالي بارانونو او سېلابونو له امله په پېښو کې نور 73 کسان مړه شوي او د سرکاري شمېرو ترمخه د جون د نيمايۍ نه پس تراوسه پورې په ملک کې د بارانونو او سېلابونو له امله د مړو ټوله شمېره 903 ته رسېدلې ده.

بل لور ته حکومت ويلي په ملک کې د بارانونو 30 کلن ريکارډ مات شوی حکومت په خلکو د سېلاب ځپلو د مرستو غږ کړی دی.

د افتونو په وخت د انتظام ادارې [اېن ډي اېم اې] ويلي، په تير شوا روز کې د بارانونو او سېلابونو له امله يواځې 54 کسان په سيند صوبه کې مړه شوي دي چې پکې 31 سړي، 10 ښځې او 13 ماشومان شامل دي.

پرون د صوبې د وزیراعلا مراد علي شاه په سکهر کې مطبوعاتو سره په خبرو کې ويلي د صوبې زیاتې برخې په اوبو کې ډوبي دي او دوی په سمدستي توګه د خلکو د سر دپاره په لټه کې دي چې خېمې او ټېنټونه ورته برابر کړي.

اېن ډي اېم اې ويلي پرون 13 تنه په پنجاب، پينځه په بلوچستان او يو په خېبرپښتونخوا کې مړ شوی دی.

خو د خېبرپښتونخوا د بره دير ضلعې نه د ژغورنې ادارې [رېسکيو 1122] وي او اې ډیوه ته ویلي، په براول علاقه کې د سکول پينځه ماشومان سېلابي څپې وړلي چې پکې د درېو جسدونه ترلاسه شوي او دوه نه دي موندل شوي.

د ادارې ترمخه په ملک کې د بارانونو او سېلابونو له امله 903 کسان مړه شوي دي.

د اطلاعاتو مرکزي وزيرې مريم اورنګزېب د سېلاب ځپلو د مرستو دپاره په ملک کې دننه او د ملک نه بهر پاکستانيانو باندې غږ کړی چې په ملک کې بارانونو 30 کلن ريکارډ مات کړی خلک دې د سېلاب ځپلو سره په خلاص مټ مرستې وکړي او د مرستو دپاره د وزيراعظم د ښېګړې فنډ جوړ کړی شوی دی.

هغې ويلي په ملک کې په ځانګړي ډول بلوچستان او سيند صوبو کې ډېره تباهي شوې ده په ګډه به د خپلو وطندارو مرسته کوو.

بل لور ته مراد علي شاه ویلي، دومره تاوان ورته اوښتی چې د صوبې او ملک په يواځې سره د تاوان پوره کولو کار نه دی په نړيوالو به د مرستو غږ کول وي.

بل لور ته د موسمياتو محمکې په ملک کې د 23 اګست نه تر 26 اګست پورې د نورو بارانونو امکان څرګند کړی دی.

د نهې/ سه شنبې په ورځ [23 اګست] د موسمياتو محکمې ويلي، د 23 نه تر 26 اګست پورې په سيند صوبه، جنوبي پنجاب او جنوبي او شمال ختيځ بلوچستان کې د بارانونو امکان دی.

ويل شوي د 23 اګست د شپې نه تر 26 اګست پورې په خېبرپښتونخوا، پنجاب، کشمير او ګلګت بلتستان کې د تيزو هواګانو سره په ځینو ځايونو کې د تيز باران امکان څرګند کړی شوی دی.

د موسمياتو محکمې د بارانونو له امله په ممکنه توګه د سېلابونو راتلو، په ژورو مېداني علاقو کې د اوبو ډنډ کېدو او په غرييزه علاقو کې د غرونو ښوېدو، او مسافرو ته او سېلانيانو ته د سفر په مهال د احتياط کولو ويلي دي.

د ممکنه بارانونو له امله د سيند صوبايي حکومت نن په 24 او سبا په 25 اګست په ټوله صوبه کې په تعلیمي ادارو کې رخصتي اعلان کړې ده.