پاکستان کې بارانونه او سېلابونه: په بېلابيلو پېښو کې نور 34 کسان مړه شوي

پاکستان کې د سرکاري شمېرو ترمخه د روانو پشکالي بارانونو او سېلابونو له امله په بېلابيلو پېښو کې نور 34 کسان مړه شوي او د جون د نيمايۍ نه تراوسه پورې په ملک کې د روانو بارانونو او سېلابونو له امله د مړو ټوله شمېره 937 ته رسېدلې ده.

د افتونو په وخت د انتظام ادارې [اېن ډي اېم اې] په 25 اګست خپل رپورټ کې ويلي، په تير شوا روز کې د بارانونو او سېلابونو له امله په خېبرپښتونخوا کې 16، سيند صوبه کې 13 او بلوچستان کې څلور تنه مړه شوي دي او ټول 50 تنه ژوبل شوي هم دي.

ويل شوي تازه مرګ ژوبلې د کورونو نړيدو او سېلابي پېښو کې شوي دي.

د تازه رپورټونو ترمخه د خېبرپښتونخوا په سوات، دير، کوهستان، ډېره اسماعيل خان او نورو جنوبي برخو کې د تيزو بارانونو سره سېلابونه راغلي دي. په صوبه کې پرون په څو ضلعو کې په سکولونو کې رخصتيانې هم اعلان شوي دي.

دغه رنګ چارواکو ويلي د بلوچستان صوبې مرکزي ښار کوټې ته سېلابي اوبه ننوتي دي.

او په سيند صوبه کې چارواکو ويلي، په داخلي سيند کې زياتې برخې د سېلابي صورتحال سره مخ دي.

د اېن ډي اېم اې ترمخه د غرونو ښوېدو او سېلابونو له امله د بلوچستان صوبې د کوټه او کراچۍ، د ژوب او ډېره اسماعيل خان، د لورالايي او ډېره غازي خان او د کوټه او سبي لارې بندې شوي دي.

خېبرپښتونخوا کې پرون په سوات اېکسپرېس په پلۍ سيمه کې غر راښوېدلی خو وروسته ویل شوي دغه لاره ازاده کړی شوې وه.

د پاکستان د سرکاري ميډيا [رېډيو پاکستان] ترمخه د وزیراعظم شهباز شريف په غږ نړيوالو ادارو د سېلاب ځپلو د مرستو دپاره د 550 ملينه ډالرو مرستو اعلان کړی دی چې پکې د نړیوال بېنک 350 ملينه ډالره، د ملګرو ملتونو د خوراک د نړیوال پروګرام، ايشين ډوېلپمنټ بېنک، او برتانيې د مرستو ادارې مالي مرستې اعلان کړي دي.

د اطلاعاتو مرکزي وزير مريم اورنګزېب په ملک کې سېلابونه قومي بېړنيز حالات ګرځولي دي.

بل لور ته د موسمياتو د بدلون وزیر شېري رحمان ويلي، په ملک کې د بارانونو او سېلابونو له امله درې کروړه خلک بې کوره شوي دي، دوی به په ملګرو ملتونو د مرستو غږ کوي.

پاکستان کې د موسمياتو محمکې په ملک کې د اوونيز موسم په رپورټ کې د 23 اګست نه تر 26 اګست پورې د نورو بارانونو امکان څرګند کړی دی.

د نهې/ سه شنبې په ورځ [23 اګست] د موسمياتو محکمې ويلي، د 23 نه تر 26 اګست پورې په سيند صوبه، جنوبي پنجاب او جنوبي او شمال ختيځ بلوچستان کې د بارانونو امکان دی.

ويل شوي د 23 اګست د شپې نه تر 26 اګست پورې په خېبرپښتونخوا، پنجاب، کشمير او ګلګت بلتستان کې د تيزو هواګانو سره په ځینو ځايونو کې د تيز باران امکان څرګند کړی شوی دی.

د موسمياتو محکمې د بارانونو له امله په ممکنه توګه د سېلابونو راتلو، په ژورو مېداني علاقو کې د اوبو ډنډ کېدو او په غرييزه علاقو کې د غرونو ښوېدو، او مسافرو ته او سېلانيانو ته د سفر په مهال د احتياط کولو ويلي دي.

د ممکنه بارانونو له امله د سيند صوبايي حکومت په صوبه کې د دوه نورو ورځو 26 او 27 اګست په ټوله صوبه کې په تعلیمي ادارو کې رخصتي اعلان کړې ده.