د ایي ایم ایف د پور له منظورۍ وروسته پاکستان کې د ډالر نرخ په ښکته روان شوی

پېښور ــــ د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف لخوا پاکستان لپاره دپور دبل قسط منظورید وروسته دامریکایي ډالر په مقابله کې دپاکستاني روپۍ نرخ یو وارې بیا په بره روان شوی دی اؤ ډالر دوه روپۍ اؤ 42 پیسې په ښکته تللی دی.

د ایي ایم ایف ایګزیکټيو بورډ تیره ورځ دپاکستان لپاره د1.17 اربو ډالرو دپور دبل قسط منظوري ورکړې وه چې دهغې سره سم نن دنهې په ورځ د ونډو په بازار کې چټکتیا رامنځته شوې اؤ په اسټاک ایکسچینج کې 318 پوانټونه په تېزۍ پاتې شوي.

دپاکستاني میډیا د رپورټونو له مخې د100 انډیکس د511 پوانټونو داضافې سره د43 زرو پوانټونو نه په بره تللی دی.

دایي ایم ایف لخوا پاکستان ته دپور ورکولو له منظورۍ وروسته دنهې په ورځ دبینکونو دننه دکاروبار په پیل کې دامریکایي ډالر نرخ دوه روپۍ اؤ 42 پیسې غورځیدلی اؤ یو ډالر په 219.50 روپو تبادله شوی دی.

تر دې وړاندې تیره ورځ هم د بینکونو دننه امریکایي ډالر یوه روپۍ اؤ 26 پیسې ختلی ؤ اؤ دکاروبار په پائ کې ډالر په 221.92 خرڅ شوی ؤ.

دپاکستان دخزانې مرکزي وزير مفتاح اسماعيل تيره ورځ پخپل يو ټويټ کې دايي ايم ايف بورډ له لوري پاکستان لپاره دپراختيا دپروګرام دمنظورۍ پخلى کړى او ويلي يې دي هغوي ته به د 1٫17 بلينه ډالرو اووم او اتم قسطونه ترلاسه شي.

هیله ښودل شوې چې دقسط دغه پېسې به دايي ايم ايف له لوري هم په روانه اوونۍ کې پاکستان ته منتقل کړى شي.

په عين حال کې وزيراعظم شهبازشريف په ټویټر خپل یو بیان کې ويلي چې دنړيوال مالياتي فنډ پروګرام بحالي دپاکستان دمعيشت لپاره مثبت پرمختګ دى، ايي ايم ايف پروګرام بحالۍ سره دپاکستان په معاشي توګه دديواليه کيدو خطر ختم شويدى.

وزيراعظم ويلي پاکستان دمشکل معاشي امتحان څخه په کاميابۍ سره راوتلى خو زیاتوي چې دايي ايم ايف پروګرام يو پړاؤ دى خو دپاکستان منزل معاشي خودانحصاري ده،
وزيراعظم ويلي چې دايي ايم ايف پروګرام بحالۍ سره په پاکستان کې معاشي استحکام راشي.

څيړونکي د ايي ايم ايف پروګرام پور بيا پيلول يو ښه پرمختګ او د هيواد اقتصاد دپاره ګټور بولي خو وايي شرطونه يې سخت دي او پاکستان کې چې خلک د وړاندې نه د ګرانۍ نه سخت پريشانه دي دپاسه پرې بارانونه او سېلابونه راغله په غټه کچه تاوانونه واوړېده دا به د خلکو ستونزې نورې سېوا کړي.

د اقتصادي چارواکو کار پوهه ذيشان حيدر وويل وايي " د ايي ايم ايف پور بيا پېلول د پاکستان د پاره ښې اشارې دى خو شرطونه يې ډير سخت دي او د دې پوره کول به ډېر لوی چيلنج وي".

د وي او اې ډیوه خبریال الیاس خان سره په خبرو کې ذيشان حېدر زياته کړې ده چې پاکستان سره د دې نه علاوه بله لار هم نه وه ځکه چې د هېواد د زرمبادله ذخيرې د نهو بلينه ډالرو نه هم راښکته شوې وې او پاکستان ته د بهرنیو قرضوستنول هم غټه مسله وه.